پروین ملال

هرځل چې، خپه کیدم.

نو تا به ویل ! خیر دی

ژوندبه بیا د لومړۍ شیبي  پیل کړو

ته بیرته ناوی شه

زه به شاهو شم

زه څوځله خپه اوتا بیرته

پخلا کړم

خو ناڅاپه

 د ستیژ پرده کښته او،

 زماوو ستا دنانځکو لوبه نیمګړی

پاته شوه.

نپوهېږم ؟ ته چیری پټ شوی

ما اوسه هم ځان خپه نیولی
چې ته به بیارا ږغ کړی

چې راشه ژوند دلومړي شیبی پیل

کړو

2 thoughts on “نیمګړې لوبه/ شاعره: پروین ملال”
  1. دا شعر مې څو ځو وارې ولوست هر وار چې يې لولم يوه ژوره نستالژيکه احساس مې په تن اوروان کې غزوني کوي ۔ ژوند ډير لنډ اوتنگ دی ۔ دکامو خبره ده چې عبث تيريږي موږ دې نړی ته يوازېي دغم دزغم لهپاره راغلي يو

    سيد جان ملال دې خدای وبخښي تل مې په زړه کې ځای لري ۔

ځواب ورکول aziz ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *