تاند- د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محمد عمر داوودزي او ولسمشر ترمنځ کومه ستونزه نه ده پیدا شوې او د نیویارک ټایمز راپور ناسم دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي قاطعیت ته په اشارې لیکلي و چې ولسمشر اشرف غني احمدزي د کابینې غونډې ته د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزی د ناوخته ورتګ له کبله نه ورپرې ایښی.
نیویارک ټایمز د درو افغان چارواکو، چې د غونډې د بهیر په اړه یې معلومات لرل، په قول لیکلي چې ولسمشر غني د مخکیني ولسمشر کرزي خلاف په کارونو کې سخت جدي دی. ده د کورنیو چارو وزیر د کابینې غونډې ته د ناوخته ورتګ په خاطر پرې نښود چې په غونډه کې برخه واخلي.
نیویارک ټایمز وايي چې ښاغلي غني په ارګ کې مکلفه ډوډۍ، چې د تېر ولسمشر په دوره کې په ارګ او دغه راز د افغانستان په وزارتونو کې دود وه، منع کړې ده. د ورځپاڼې په وینا ولسمشر غني غواړي له دې لارې دا پیغام ورکړي چې غونډې د کار لپاره دي نه د ساتېري او مزو لپاره.
ورځپاڼه وايي، که څه هم د ښاغلي غني له لوري شوي بدلونونه په ظاهره کوچني مسایل ښکاري خو ممکن لوی اغېز ولري.
ورځپاڼه وايي چې پخواني ولسمشر په جوړجاړیو او معاملو بېلابېل افغانان سره راټولول خو اشرف غني احمدزی د افرادو په موثریت او د ادارو په ټینګښت باور لري.
ورځپاڼې په کابل ښار کې د ولسمشر غني ناڅاپي راوتلو او د بېلا بېلو دولتي ادارو تفتیش ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دی په وروستیو کې د پولیسو یوې حوزې (ماموریت) ته لاړ څو وګوري چې د پولیسو چارواکي وظیفې ته تللي دي او د خپل کار په ځای کې شته. خو ویې لیدل چې د حوزې مشر د کار پر ځای په کور کې و.
همداسي د کابل په سردار محمد داوودخان روغتون کې ورته ویل شوي ول چې نوکریوال ډاکتران د کار په ځای کې شته خو کله چې ناببره ورغی، ویې لیدل چې هیڅوک نشته. ده هم ټول غیرحاضر نوکریوال له کاره برطرفه کړل.
نیویارک ټایمز وايي، د کابل خلک د ولسمشر غني له دې ډول کارونو خوشاله دي خو ځیني چارواکي وايي چې ولسمشر له بیړي کار اخلي.
د یوه وزارت چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ځکه چې د ورځپاڼې په وینا له ولسمشره ډارېده، وویل چې د غني دې ډول چټکو اقداماتو ته لا شرایط برابر نه دي.
یوه پخواني افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل:«حاضردمه اشرف غني احمدزی په سلو کې ۹۵ وخت پر ادارو لګوي او په سلو کې ۵ نور پر سیاست لګوي. پکار ده چې په خپل کار کې توازن راولي.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د نیویارک ټایمز دا راپور سم نه دی چې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزیر له دې کبله د کابینې غونډې ته نه و پءې ايښی چې ناوخته ورغلی و.
مونږ له خدایه داسې ولسمشر غوښت
خیر دی داودزی بیچاره لکه د کابل د ټکسیانو زوړ دی چرته په لار کی به پنچر شوی وو، غونډی ته باید پریښودل شوی وی
دافغانستان په تاری کې بل داسې خواخوږی اولسمشرنه دی راغلی
allah de pa noor ham braai warkri, che pa Afghanistan ke qanon hakem kre, manana de ghani baba na
که د کابینی یو کس ناوقته جلسی ته ځی دا معنی لری چه پخپل وزارت کی هم ناوقت راتللو ته اجازه ورکوی
Afghanano la pa kar de chay dase mashar qadar wa kre , au soomra chay ye was kege da da hemayat wa kre au da da jwand satal pa bara k har sa chay kawalai she wa na spamawe zka chay dase mashran der kam kam melawege , hase na chay bia da Mach ghonde lasoona magoo au war ba ter we.
I work for a private company in another country. If I know I will be late for the meeting I tell my boss ahead of time, But if I am late for no reason for the first time I get warning and the second time I get fired. Things are like this in all developed countries.
Daudzai is the one who carried the Iranian Government dollars’ bags for Karzai.
Mr. Ahmadzai knows what he is doing. I wish him success.
Sok che da Afghanistan parmakhtag ghwari aw da hewad la osini bohrana klaskri, no bayad che hm dasi washi. Da de nas shawkyano tol omer khwarali di wayeli di aw kari di . Pa da laso kalono ke hr shay che jorsawi da yaw da stargo gholidl di , dasi kaar nada shwey che watan taraqi wakri, os kum karona che saawi hagha tol pa sharidalo di aw da yawzi dallaro ta lara joralwl wo aw bas. Mog afghanan da noro hewado pr makhtag har jay yadawo, kho da khpl hewad jorawl yaw sharm rata esi. ALLAH DE PA AFGHANISTAN KE DA DE WATAN GHAMESHI WASHARMAWI AW HM PA DE DONYA AW HM PA AKHIRAT KE TORMAKHI AW DA DOZAKH PA WOR HAMISH LARI
سه زبردست کار یی کڑی دی داسی خلکو سره همداسی کار پکار وی سوک چی د وخت قدر نه کوی هغه به د ملک سه پکار شی