تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: که څه هم د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ټاکنو په ورځ مختلفو پېښو کې ۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي، خو نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې بیا ویلي، په دغه ورځ ټول افغانستان کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۹۰ نور ټپیان دي.
نیویارک ټایمز وايي، پرون په ۲۸ ولایتونو کې د ټاکنو په ورځ اوښتې مرګ ژوبله ۲۳۰ تنو ته رسېږي: (( د ځايي چارواکو له قوله مو راټول کړي معلومات ښيي چې ۳۰ نظامیان، ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۴۰ نظامیان او ۱۵۰ ملکیان د ټاکنو په ورځ بریدونو کې ټپیان دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د میزان د شپږمې د شنبې د ورځې ټاکنو ته ۷۲ زره ځواکونه په پهره ولاړ او ۳۰ زره نور ریزرف او تیارسۍ حالت کې وو.
خوروړی عرب سری ځناور پښتون چیرې له عربي سپیتوبه لاس اخلي، عربي ځناورتوب نور دفطرت برخه ګرځیدلې، چا به داهم ورته وییلي وي چې په دغه ورځ د داړلو ثواب څوبرابره دی