تاند- نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې له عبدالله عبدالله سره د زلمي رسول د یوځای کېدو په اړه لیکلي چې زلمی رسول د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې درېم ځای درلود او له عبدالله عبدالله سره یوځای دواړو ۵۵ فیصده رایې ګټلې وې خو هیڅ تضمین نشته چې هغه کسان چې زلمي رسول ته یې رایې ورکړې وې، په دوهم ځلي انتخاباتو کې عبدالله ته رایې ورکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په عین حال کې وايي چې عبدالله عبدالله او ځیني شناندي اندېښنه لري چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې به پراخې درغلۍ وشي او دا خطر هم شته چې وسله وال طالبان یې لږترلږه په هغو سیمو کې ګډوډ کړي چې دوی په کې نفوذ لري.
ورځپاڼه وايي، د دې لپاره چې طالبان د حمل په شپاړسمه په لومړي پړاو کې د انتخاباتو په ګډوډولو کې پاتې راغلل، خپلې هلې ځلې به دوه برابره زیاتې کړي چې رای ورکوونکي وبېروي.
ورځپاڼه وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له وروستۍ شمېرې سره سم عبدالله عبدالله ته ټولټال ۴۴ فیصده، اشرف غني احمدزي ته ۳۳ او زلمي رسول ته ۱۱ فیصده رایې اچول شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لا نهايي نتیجې نه دي اعلان کړي خو ټاکل شوې ده چې د ثور په ۲۴ مه یې اعلان کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې ښاغلی عبدالله اندېښنه لري چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې ناامني او درغلي ممکن جدي ستونزې پېښې کړي خو ډاکتر غني بیا بیا تاکید کړی چې له اساسي قانون سره سم دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا شته.
ورځپاڼه لیکي، ځیني مبصران باور لري چې د افغانستان دوهم پړاو انتخابات به په قومي بنیاد وي چې دا به ښاغلي غني ته، چې پښتون دی، ګټه ورسوي ځکه چې پښتانه د شمېر له پلوه په اکثریت کې دي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، ښاغلی عبدالله د تاجکانو استازی دی خو د دواړو کاندیدانو مرستیالان د مختلفو قومونو استازیتوب کوي.
زلمي رسول له عبدالله عبدالله سره د یوځای کېدو په مناسبت په غونډه کې وویل چې عبدالله عبدالله د ده پخوانی همکار دی، له ډېرې مودې راهیسي یې پېژني او له یو بل سره یې ښه همکاري کړې ده.
رسول همداراز وویل :«زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان په خلکو کې د قومي درز مخه ونیسو.»
زلمی رسول په خټه پښتون دی خو پښتو یې نه ده زده.
نیویارک ټایمز وايي، عبدالله عبدالله او پلویان یې استدلال کوي چې له دوی سره د زلمي رسول له یوځای کېدو سره دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نشته ځکه چې د دواړو رایې تر پنځوس فیصدو اوړي.
نو ستاستو ایتلاف خو له انتخاباتو وروسته د دوهم پړاو لپاره اعلان شو که تاسو غوښتی مخکی به مو اییتلاف کړی وو. کیدای شی داځل هغه رایی چی انتظار یی لری بل شان وی یا به نوری هم ډیری شی او قاطع اکثریت به شی او یا به کمی وی. دوهم ځل انتخابات ضرور دی . که په خپلو خلکو اعتبار لری او د یوه دموکرات حکومت جوړولو لپاره تاسی باید له هیڅ شی ونه ډار شی.
زما نظرهم همدادي چي زلمي رسول نشئ كولاي دخلكو رأيه پر نورو باندي وپلوري.زلمي رسول په افغانانو كي محبوبيت نلري. دهغه لس سلنه رأيه هم دكرزي په زور خلكود هغه صندوق ته ورواچوله. اوس فكر نكوم چي هغه دي دخلكو ملاتر لاسته راوري.
زلمی رسول هدف دا دی چی ده قومی درز مخه ونیسی، خو داښاغلی په دی که پاتی راغلی چی پوه شی چی ایا پښتانه دهغه په پشتنوب باور لری که هسی دی هم لکه عبدالله دعوا لری چی زما دمور دوهم خاوند پښتون ووه، آیا دغه دپښتونولی معیاردی؟
nazare man een ast ke gulagha sherzai wa zulmay rasoul nametawanand ke
ba dakter saheb abdullah dar round dowome entekhabat komak nomayand, dalayele an wazeh mebashad ke pashton dar aksaryat mebashand.
La deri ghosi kho his hum likalai nasham
جنګسالار حافظه نه لري، لاندي ویدیو وګورئ
https://www.youtube.com/watch?v=D2ci7O-U61s
ګل اغا وایې زلمی رسول نه خاک داره نه ناموس
بخبله یې واورئ
https://www.youtube.com/watch?v=bTRvM6yLuaM
سکتاریزم خو څه ښکر نه لري
لاندي شبنامه وګورئ
https://www.facebook.com/photo.php?fbid=10152091047566127&set=a.10152091049411127.1073741827.36567011126&type=1&theater
زلمی بیچاره رایه نلری، ټیر ځل هم رایه ټوله د داکتر صاحب فاروق وردګ وه چی ورته جوړه یی کړه البته د کرزی په تاید او موافقه، ځو داځل د زلمی ټول ټیم او هغه کسان چی ورته رایه یی جوړه کړی وه د غنی سره ښه په کلکه ولاړ دی چی مثالونه یی ، فاروق وردک، جمعه خان همدرد، قاضی امین، د کوچیانو مشر ملا ترخیل، د حرب اسلامی ټول غړی او افراد غیر د ارغندیوال او محمد خان او شلګری نه، او پاتی ټول کاندیدان ااو افراد یی چی پدی جمله که د بلډوزر ټول تیم او انجن د غنی سره ولاړ دی او بلدوزر بدون د تیلو پنچر د خرګاډی په نفع تیر شو.
نو د غنی ګټل حتمی دی انشاالله.
زلمی رسول د عبدالله شوی او رسول سیاف خو د احمدزی صیب حق هم کیږی زکه چی د هر یو سره باید یو یو رسول شرمولی موجود دا زما نه بلکه د دمورکوسی غوښتنه ده