تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له افغان طالبانو سره پټ تماسونه نیولي څو هغوی له خپل حکومت سره سولې ته راضي کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا خبره نن /سې شنبه/ د یو شمېر افغان او لوېدیځو چارواکو، چې نومونه یې نه دي څرګند کړي، له قوله کړې ده.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس وايي، هڅه یې کړې چې په دې اړه د افغانستان د حکومت نظر معلوم کړي خو د کرزي ویندوی یې ونه موندلی شوای.

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا ویلي چې د ولسمشر کرزي ویندوی تایید کړې چې له طالبانو سره په تېرو دوو میاشتو کې تماسونه نیول شوي او هغه مثبت بولي.

نورو افغان او لوېدیځو چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا خبرې د طالبانو په غوښتنه پیل شوي خو تردې دمه یې نتیجه نه ده لرلې. د دوی په وینا که څه هم د سولې لور ته په دې خبرو کې ګوم ګام نه دی اخیستل شوی خو ښايي له امریکا سره د کابل د اختلاف په ډېرولو کې یې رول لوبولی وي.

د ورځپاڼه له مخې، ویل کېږي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو خبرې د نوومبر په میاشت کې پیل شوې.

خو د خبرو مخالف افغان چارواکي وايي چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان په ښارونو کې بمي حملې زیاتې کړي دي او له دې داسي ښکاري چې دا ډله سوله نه غواړي. دوی پر ولسمشر کرزي فشار راوړي چې له امریکا سره ژر تر ژره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

2 thoughts on “نیویارک ټایمز وايي، کرزي له طالبانو سره پټې خبرې کړي”
  1. دا خبره که رښتیا شی نویو ښه ګام دی ځکه طالبان باید پدی پوه شی چی دهیوادددښمنانو له لوری په ناوړه توګه استعمالیږی او که طالبان پدی فکر کی وی چی بیا به دقدرت په ګدی کینی داخوشی خبیری دی ځکه په سیاست کی چی چا ماتی وخوړه دبل ځل لپاره نشی راتلای که تاسی تیر حکومتونه وګوری خلقیان اوپرچمیان اوس هم شته خوهغوی بیا په هغه ځیره هیڅ کله هم قدرت ته نشی رسیدی خوالبته فعالیت لری نوطالبان هم باید دجکومت خبری په تیره بیا دکرزی خبره ومنی همدغه خبری به داکتر نجیب الله هم کولی خوځینو دښمنو ډلو په تیره بیا حزب اسلامی هغه خوشی اوتی بوتی بللی خووروسته څرګنده شوه چی هغه رښتیا ویل اوبل داچی دورځی په تیریدو سره دواړه لوریوته پښتانه له فزیکی اومادی لحاظه له لاسه وزی ځکه په جګړه کی همدوی وژل کیږی نو دغو اودی ته ورته خبروته په پاملرنی سره طالبان باید لدی فرصت څخه ګټه واخلی او په دغویوولس تننوکاندیدانو کی یو را خپل کړی او په ټولو لوړو کرسیو کی ځانونه ځای پځای کړی چی دا دراتلونکی لپاره یو ښه قدم دی پرته لدی څخه دغه چانس له لاسه وزی او نور خلک دجګړی حوصله هم نلری اوجګړه هم مادی توان غواړی چی زه فکر کوم امریکا ییان وزی او امریکا خپل هدف ترلاسه کړچی هغه داسامه وژل او په عراق کی دصدام حسین له مینځه وړل ؤ نور امریکا هم نه باکستان ته پیسی ورکوی اونه هم ددغه شان جکړی لپاره نور سر خوږوی خودطالبانو دپرمختګ مخه په هرډول نیولی شی نودغو خبروته په باملرنی سره دا به دطالبانو لپاره په جګ سر په راتلونکی حکومت کی دیولوی ګډون پیلامه وی ځکه ډیری وخت جنګ اوجګړه ښه کار نه کوی بلکه خدعه یوډول سیاست دی چی ځان اوخپلو ملګروته سرلوړی وربښی لکه پیغمبر [ص] هم فرمایلی چی الحرب خدعه

  2. ډیره ښه خبره ده
    مګر دخلقیانو او طالبانو ډیر فرق دی
    خلقیان کمونستان دی او طالبان مسلمانان دی

ځواب ورکول Zarghaoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *