تاند- په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، روسیه نه یوازې د طالبانو ملاتړ کوي، بلکې دې ډلې ته وسلې او مهمات ورکوي.
ډګر جنرال جان نیکلسن د بي بي سي له نړیوال سرویس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په افغانستان کې یې د روسیې د ثبات ګډوډوونکي فعالیتونه لیدلي دي.
ده زیاته کړه، روسان د تاجکستان له لوري په افغانستان کې طالبانو ته وسلې لېږي.
نیکلسن په عین حال کې وویل چې لا نه شي ویلی چې د روسیې له لوري طالبانو ته ورکول کېدونکې وسله څومره ده.
روسیې پخوا دا ډول تورونه رد کړي دي خو روسي چارواکو او په ځانګړي ډول ضمیر کابلوف په ځلونو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له حضور سره مخالفت کړی دی.
په وروستیو کې له ټولو نښو نښانو داسې څرګنده شوې چې روسیېو ایران او پاکستان د افغانستان او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور پر ضد یو پټ مثلث جوړ کړی دی.
وروره دا د جهاد خاوره ده. دلته زه تروسه د جهاد د ستر سپه سالار بریژنسکی د الله اکبر تندریز غږ له هر غره، کاڼې بوټي اورم، پریږدی، ملا پوتین آخوند هم خپله مبارکه فریضه ادا کړي هههههه
که روسیه د تاجکستان له لارئ طالبانو ته وسلې ورکوي ، نو دا ته ( ناټو ) د پامیر په لوړه سطحه څه کوې ، چې پامیر یان دې له غرونو ترې را کوز کړل او د آموسیند له غاړې دې د تریاکو د کښټ او کروندې او نور کارو بار له پاره پیسې ورکړې او تا په سطح مرتفع پامیر کې خپلې سترا تیژیکې لوړې سیمې و نیولې ، له پاسه خو یې تاسو امریکایان څارۍ ، که چېرته له روسانو او پاکستان دواړو سره په تفام کې نه وۍ ، نو څرنګه له تاسو دا وسلې ترهګرو ته په دې لار ور وړل کېږي ؟ داخو ستاسې یو جګړه ئیز چیستان دئ چې خلکو ته یوسر خوږی پرې پیداکوۍ او خپله دوه مخې او دري اړخیزه او څو اړخیزه پالیسې پر مخ وړۍ . ځکه د افغانستان هره ځمکۍ زېرمه ستاسې زړونه را کاږي ، له همدې کبله د افغانستان جګړه تاسو ټولو ته نن سبا د دوبۍ نړیوال تجارذتي مارکېټ جوړه شوې ده