اغا جان معتصم

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی رسوله الأمين محمد و آله واصحابه اجمعين .
« فإن لکل قوم عيداً، وهذا عيدنا » الحديث

ګرانو او درنو هیواد والو ، وروڼو او خویندو !

تر هرڅه وړاندې تاسو ټولو ته د نیکمرغه لوي اختر د رارسیدو له امله مبارکي  وایم .

خدای جل جلاله دي وکړي چې دا مبارکې شپې او ورځې پر ټولو باندې د امن ، سوکالۍ او سلامتۍ په حال کې تیرې سي، او په دغو شپو او ورځو کې تر سره کړي ټول طاعات او عبادات مو د الله په دربار کې قبول او منظور شه .

درنو هیواد والو! غواړم چې یوځل بیا د لوي اختر له دې ښکلي فرصت نه په استفادې سره تاسو قدرمن مخاطب کړم او د هیواد دوروستیو پیښو او سیاسي جریاناتو په اړه  خپل نظر او خواله درسره شریک کړم .

محترمو هیواد والو !

تاسو پوهېږئ چې زموږ په ګران وطن کې د تپل شوې جګړې د اور سوځوونکو لمبو زموږ د ژوند هره برخه متأثره کړې او د هیواد ټولو پیښو او جریاناتو ته يې جګړه ییز رنګ ورکړی دی، د خدای تعالی له فضل او کرم پرته بل هیڅ لوری نسته چې د مظلومو افغانانو زړونه ورباندې مطمئن اومتسلي شي ، بس هغه خدای جل جلاله ته به خپل مظلومیت عرض کوو او له هغه نه به د ټولو ستونزو اومصیبتونو د حل غوښتنه کوو، خو په دې هکله بايد موږ خپل اسلامي او ملي مسؤليت هم درک کړو، نو په دې وخت کې چې د هیواد ټولو ناخوالو او مشکلاتو ته که وکتل شي فکر کوم چې اساسي لاملونه او اسباب  یې زموږ افغانانو خپل منځی اختلاف او بیلوالی دی، چې افغانان په مختلفو وختونو او ادوارو کې د بېلابيلو وجوهاتو له امله له یو بل سره د وحدت او همږغۍ پرځای په تصادم او تقابل کې اوښتي او پاتې شوي دی ، بله بده خبره دا چې د نورو ولسونو لپاره دغه ډول مشکلات د هغوئ د عبرت او درس اخیستلو لامل ګرځي، خو مو‌‌ږ افغانان هغه که د ټولنیز ژوند په هره سطحه کې قرار لرو لاهم یو له بل سره په مخالفت او مقابله لګیا او بوخت يو، چې دې بې ځایه مقابلو موږ ټول د نړۍ دنورو اولسونو څخه د ژوند په مسیر کې له هرډول  علمي ، اقتصادي او سیاسي مسابقې څخه وروسته پاتي کړي يو.

قدرمنو افغانانو ! نن که زموږ ځیني خپلو نیژدې سيمېيزو هيوادونو اوګاونډیانو ته وګورو هغوئ په ډیر لنډ وخت کې د علم ، تخنیک او ترقي ډیرمهم پړاوونه طی کړل، خو زموږ هیواد سره له دې چې په تاریخي لحاظ د زرګونو کلونو قدامت لري بیاهم د نړۍ او سیمې له وروسته پاتې هیوادونو څخه ګڼل کیږي، چې د دې خوارۍ، ذلالت او مصيبت اصلي لامل هغه بي اتفاقي، کرکه او تعصب دی چې زموږ هیوادوال يې د خپلمنځي رقابتونواو ځان طلبي له امله ښکارشوي او په دې سره یې له ګاونډیانو او نړۍ والو سيالانو سره د سياسي، علمي، اقتصادي او هرراز رقابت وړتیا له لاسه ورکړې ده .
قدرمنو وروڼو او خويندو ! عجيبه داده چې د هیوادنۍ قضیې ټول اړخونه پردې توافق نظر لري چې جګړه د حل لاره نه ده او باید نوره دا روانه لانجه د تفاهم له لارې حل شي ، خو د دې سره سره بيا هم موږ وينو چې د جګړې ساحه ورځ تربلې پراخیږي او هره ورځ په حد اوسط ډول په لسګونو افغانان وروڼه یو د بل په مقابل کې مړه او ژوبل کیږي .
په دې اړه زه نه پوهېږم چې د روانې  معضلې ښکېلو جنګي لوريو کله هم پردې غور کړی چې که په جګړه سره د یوجانب پر بل باندې غلبه راتللای نو په تیرو څلویښتو کلونو کې به د جګړېيز سیاست حریف لوري یو د بل په له منځه وړلو بريالي او غالب شوي وای .

لکه څرنګه چې له هیواد څخه د شوروي متجاوزینو تر وتلو وروسته مو په هیواد کې کورنۍ جګړه پیل سوه چې قربانیان یې هم افغانان او آزوغه یې هم افغانان وو.د هغه تنظیمي جګړو نتیجه دا شوه کوم حکومت چې مجاهددینو ته د ډيرو قربانيو په پايله کې په لاس ورغلی هغه د داخلي او خپلمنځي جګړو له امله  په بشپړه توګه یو ناکام، بدنام او له هره اړخه د کاره لویدلی حکومت سو.

هغه طبقه افغان ولس چې کلونه يي د شوروي تیري کوونکو په مقابل کې د مجاهدینو ملاتړ کړی و د هغوئ له بریالیتوب وروسته يې ور څخه د بیارغوني، هیواد پالني، ترقۍ او ابادۍ هیله لرله، خو له بده مرغه چې مجاهدينو د خاصي بريا او کاميابۍ پرمهال د خپلمنځي جګړو او اختلافاتو له وجې د خپل حکومت اساس په ویرانۍ، خرابۍ او تباهۍ باندې کښیښود چې په دې سره يي هم خپل جهادي حیثیت بدنامه او هم یې د ولس هیلي په ناهیلۍ بدلي کړې .

ښاغليو افغانانو ! اوس چې خارجي عسکر د افغانستان څخه په بشپړه توګه ووتل، يوازي د امریکا لږشمير عسکر پاتي دي چې دامريکا د راغليو متجاوزو قواوو لس فيصده هم نه جوړوي، مګر له بله طرفه ګورو چې پردې مهال اوس یوځل بیا د جګړو شدت زور واخيست، پکار داوه چې دخارجي ځواکونو په وتلو او شمير کمولو سره د جګرې کچه هم ټيټدلای ځکه چې روانه جګړه د خارجيانو پر ضد او د هغوئ په مقابل کې شروع سوېده نه د افغانانوپه مقابل کې، په همدې ډول متأسفانه موږ هره ورځ  په ولایتونو او سیمو کې د جګړو په ترڅ کې د ډيرو افغانانو وروڼو د مرګ ژوبلې او په لوړه کچه دمتضرر کېدو شاهدان يو، نو که دخيل طرفونه پام ونکړي زه فکر کوم چې خدای مکړه په دې سره به نورهم په افغانستان کې  د بې هدفه جګړې غزولو عوامل ډير سي او هیواد  به مو د دوامداره ورانونکې جګړې کور سي.

محترمو ! لکه څرنګه چې اوس مهال دلته زموږ په هيواد کښې جګړه  روانه ده او په جګړه  کې و ښکیلو لورو ته مرګ ژوبله حتمي پېښېږي، خو په دې هکله موږ د جنګي اړخونو څخه غوښتنه کوو چې د جنګ او جګړې اصول او مقررات مراعات کړي، تر څو بې دفاع او اولسي وګړي، ملکي تأسيسات، عام المنفعه اماکن او………. هدف و نه ګرځوي چې بدبختانه کله لیدل کیږي چې ښکیل لوري  داسې سیمې په نښه کوي چې د هغوی ټول زیان ملکي خلګو ته رسیږي: د بیلګې په توګه د خارجي ځواکونو لخوا پر بندیخانو او روغتونو بمباري کول چې د دې کار د لنډ مهال راهیسي موږ په کندوز، میدان وردګو اوهلمند ولایتونو کې شاهدان يو چې په لسګونو ناروغان او بندیان  په کي مړه او ژوبل شول ، همدا ډول د نامعلومو وسله والو لخوا په کابل کې پریوي تعلیمي ادارې( افغان امريکایي پوهنتون ) باندې خونړی برید چې د یوشمیر محصلینو او استادانو د مرګ ژوبلې لامل شو.

لکه څنګه چې تعلیمي مؤسسې په ټولیزه توګه که هغه د دیني علومو مربوط وي او که د عصري علومو د هیواد د ترقي او پرمختګ مراکز دي نو باید د جنګ ښکېل لوري او ولس يې په ګډه کلک حفاظت، ساتنه او پالنه وکړي .

که موږ غواړوچې په بشپړه توګه پرځان خود کفاء او مستقل هیواد ولرو نو باید په هیواد کې د علمي او اکاډومیکو مراکزو په ایجادولو کې کوښښ وکړو، ځکه همدا مراکز د هیواد د معنوي او مادي ترقي او پرمختګ لاملونه دي .

علم او پوهه هغه وسيله ده چې هم په شرعي اوهم په دنیوي لحاظ انسان د خپل ژوند په ټولو چاروکې ورته اړتیالري .
د دې ترڅنګ عام المنفعه تأسیسات د ټول ولس مشترک امانت دی ، باید د جګړې ښکیل لوري یې و خوندیتوب او ساتنې ته ډیره پاملرنه او توجه وکړي .

موږ همداراز د نړیوالې ټولنې او دوستو هيوادونو څخه غوښتنه کوو چې له موږ افغانانو سره  دي په افغانستان کې د تولیدي او صنعتي پروژو په ایجادولو او تمویل کې کوښښ وکړي، نه دلته د نظامي او استخباراتي وسائلو په راوړلو کې، ځکه چې هيواد مو د تيرو جنګونو په پايله کې وران سوی دی، نو اوس افغانان د جنګي الوتکو، شوبلو او جنګي تخریبي وسائلو پر ځای د بیا رغولو تولیدي او صنعتي وسائلو ته ضرورت لري.

او همدا رنګه تعلیمي مراکز، روغتونونه ، سړکونه ، پلونه ، د اوبو بندونه او تولیدي کارخاني مو د ولس د مادي او معنوي ښېرازي او ترقي ضامن او ذرائع دي ، باید ټول افغانان د هغو په ساتنه ، پالنه او رغولو کې مشترک سهم ولري، ځکه همدغه ذرائع  مو په هيواد کې د تولیدي او صنعتي اقتصاد قوه او انرژي را پیدا کوي او د اقتصادي قوې په شتون کې مو په ټولنه  کې د ترقي او پر مختګ روح پیدا کیږي چې په تدریج سره  مو د ژوند په چارو کې ستونزې ختموي اوهم مو له خپلو محیطي سیالانو سره د ترقي په صف کي دروي .

محترمو ! همدا راز که موږ د خپلو هيوادوالو د کډوالۍ و بهير ته و ګورو، نو موږ په نورو ملکونو کې هم وينو چې د نړۍ  په ځيني سيمو کې د شته مشکلاتو له وجې د ډیرو هیوادونو کډوال په پردیو هیوادونو کې پناه اخلي او اوسيږي او هلته د ملګرو ملتونو او اړونده هيوادونو د کډوالو د قوانینو او بشري حقونو مطابق چلند ورسره کیږي، خو زموږ له افغان کډوالو سره  په ځيني ملکونو کې له ټولو بشري قوانینو او کډواليو د اصولو خلاف چلند کیږي ، دوی ناحقه ځورول کیږي ، بندیانیږي او په زور له هیوادونو څخه ایستل کیږي، چې پدې اړه موږ  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او هم نورو د مهاجرینو د حقونو نړیوالو مؤسساتو ته عرض او پيشنهاد کوو چې زموږ دهيواد له مهاجرينو سره په شته ستونزو کې همکاري وکړي او خپل مسؤليت په دغه هکله درک کړي .

همدا ډول له بله پلوه د افغانستان په قضیه کې دخیل لوري هم له دې پرته چې هیواد والو ته د خپلو اختلافاتو له وجې نور ډير د مهاجرت عوامل برابر کړي، و خپل هیواد ته د مهاجرينو افغانانو د باعزته را ګرځیدلو په اړه کوم منظم  پلان او پروګرام نه لري، نو پر دوئ هم ږغ کوو چې د خپلو هيوادوالو د بيرته راستنېدو لپاره د خپل توان او قدرت مطابق لازم تدابير ونيسي .

په اخیر کي یو ځل بیا د افغان قضیې ښکیلو لورو ته دا وړانديز کوم ! چې اسلام دوستي او ملت سازي په هرډول فعالیت کې د برترۍ او موفقیت معیار دی ،او  شخص پرستي او ځان طلبي بیا برعکس له ټولو دیني او ملي مصالحو سره په مغایرت کې دی، که څوک غواړي چې د برتري لوړو مراحلو ته ځان ورسوي هغه باید په اسلام پالنه او وطن ساتنه کې مخلص وي ، اسلامي او ملي مصالحو ته وفادار او متعهد وي.

خپل مظلوم او بې چاره اولس ته دا عرض کول غواړم ! چې په خپلو منځونو کې د وحدت او اسلامي ورورولۍ روحیه ټینګه کړئ،  خپل اولادونه پر یووالي او اتفاق وروزئ،  د لوي اختر په څیر په دا ډول دیني فرصتونو کې د دیني شعائرو د احیاء او پر خپل ځان د هغو د عملي کولو کوښښ وکړئ، اغنياء او بډايه خلک خپل د څنګ مسکینان، بې وزله او يتيمان په کومکونو سره خوښ کړئ، په خپلو ټولو کارونو کې پر الله توکل وکړئ او د ټولو مشکلاتو حل هم یواځې له الله تعالی سره دی .

والسلام عليکم ورحمةالله وبرکاته ………….
ورور مو ملااغاجان معتصم د طالبانو د اسلامي تحريک د سياسي شوری پخوانی مشر

۱۳۹۵/۶/۲۱ ھــ ش

۱۴۳۷/۱۲/۹ ھــ ق

۲۰۱۶/۹/۱۱ م

16 thoughts on “نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د ملا معتصم اغاجان پیغام”
  1. ښاغلي معتصم اغا اوټولو وطنوالوته دنیکمرغه اخترمبارکي وايو الله پاک دي وکړي چي ستاسودنظرمطابق یوسولیزه فضارامینځ ته شی ،خوکه عبدالله په ارګ ماڼۍ کې وو نودایرنیانوبډه به میره وي دسولې مزه به نه وي پاکستان اوس لاس ختونکي دي خوایران تردې هم ډیرغداردی .

  2. ټولووطنوالوته سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوم اودلوی اختردنیکمرغۍ ورځې مبارک وایم؛ورسته ښاغلیووطنوالو باید طالب ،حزب ،خلق اونورټوپښتانه تنظیمونه ګوندونه سره یوشی ګنې پاړسیان اوپنجابیان به مونوره هم دتن خوښې وخوري.
    همداپارموله چي نوموړی مولاناصیب وړاندې کړي اول باید دوی ورته ژمن وسي اوبیادولت اوملت.

  3. سوله ولي کفرګڼل شوې ولي طالب وسله وال داسي انګیري چي که سوله وکړي نو دوی به کفرته ووځي داخبرې دکوم دلیل به بناد وايي ،په همدې اړه دوی کولای شي چي داکتاب مطالعه کړي ترڅو دسولې په اهمت اوشرعي حیثیت پوی شي اودخپلې رايي مطابق عکس العمل وښيي.
    د روغې جوړې او پخلاینې تر سرلیک لاندې کتاب په سلو مخونو کې په متوسطې قطعې سره چاپ او خپور شوی چې تر ډېره بریده د شخړو د هواري او سولې په لارو چارو بحث لري، کتاب په ټولیزه توګه درې برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د باور جوړونې او پخلاینې ترلاسه کولو مهم ټکي، د پخلاینې عملیه،د خوندي فضا د پرانیستو لپاره مهم عناصر ، د پخلاینې په لار کې خنډونه، مصلحینو ته مشورې،له شخړې څخه د پخلاینې په لور او ګن نور داسې موضوعات له جلا جلا عنوانو سره تر بحث لاندې نیولي دي.
    همدارنګه د کتاب په دویمه برخه کې د اسلام له نظره سوله او پخلاینه ، دسولې شرعي حکم،د اسلام له نظره سوله ییز ژوند او ورته نور موضوعات‎څېړل شوي دي او په دریمه برخه کې بیا د اسلام او سوله جوړونه، په اسلام کې د سولې جوړونې لارې چارې،ولې په اسلام کې پر عدالت زیات ټېنګار شوی،د سولې رامنځ ته کول او د هغې ساتنه او دې ته ورته نور سرلیکونه تر بحث لاندې نیول شوي دي.
    ددې کتاب لیکوال چې د پوهنتون استاد دی، د خپل کتاب په پیلیزه کې لیکي چې ددې کتاب له محتویاتو څخه په ښوونه کې هم ګټه پورته کېدای شي او د عملي کورس په توګه هم کارول کېدای شي.
    ددې کتاب په لیدو به دوی پوی شی چي سوله څومره اهمیت لري .

  4. موږ به دبهرني انګرېژي لښکرو تروتلو خپل توپک له اوږو کښته نه کړو تاسو اوسوله

  5. (تر کومه ځایه چې زه پوهیږم روغه جوړه په افغانستان کې یوه بیړنۍ اړتیا ده او ددغې جوړي لپاره خبري اتري مهمې دي که هغه مخامخ وي که نا مخامخ خو باید پیل شي . ټول پوهیږي چې یوازي پوځي نه بلکی سیاسي او ناپوځي لاري هم پدې برخه کې مرسته کولای شي.)

  6. توربه سپین او سپین به تورکړئ

    ( آی،اس،ای) والله که ورورکړئ
    داخترمبارکي مې ومنئ :
    که چرته سوله کیږي دوې لارې لرلای شي یوداچي خبله افغان سره کښېني اوبل داچي ګاونډیان په کې نه وي .په پاکستان کې څوځلې څلوراخړیزي وشوي دسولي بهیردتل لپاره ناکامه شو.
    آیا پاکستانی ملت دافغانانوپه وژنه،زورونه اوخرابۍ چي ددوي دحکومت دچارواکو لخوا زموږ دزوریدلي ملت په وړاندي ترسره
    کیږي، خبرنه دي ؟ اوکه ځانونه نه خبروي.که يې ویني اویا خبروي ،نوپدې څلويښتوکلو کي دوی ولي دخپل حکومت غیري انساني اوغیري اخلاقي کړونو پرضد آوازاوچت نه کړی؟اوکه خبر نه دي اوس دي ځان خبر کړي. موږ خود پاکستان ملت خپل وروربولو،آیا دوي موږڅه بولي؟.ماچي پاکستان لیدلئ دي،ماچي پاکستانیان لیدلي دي ، اوهلته مي څوکاله تیر کړیدي .پوره اکثریت ددوي په پیسو خبري کوي. اوزموږ په زورونه اوخرابۍ کي دوي خپلي ګټي لټولې.اصلاً دپاکستان حکومت خپلو خلګوته دافغانانو په باب سخت بد ذهنیت ورکړی دئ.هوڅّه کم پښتانه ،لږبلوڅ به وي چي دافغانوسره خواخوږي لري.اشخاصواوافرادوبه څه دافغانانو په ګټه لیکلي اوویلي وي ،خوداکافي ندي. بله خبره داده چي موږافغانان په پاکستان کي میلمانه نه وو. موږ افغانان دجنګ افزار، اسیراوګرووو. دپاکستانیانوسره نه داسلام غم وو او نه دافغانانو،پرځان بیریدل موږيې داوردلمبو مخته سپرکړي وو.کرزی صاحب دپاکستان حکومتي چاواکي به ستا سره وروڼه وي ،خوزموږ(افغانانو) سره دښمن دي.

  7. دسولې خبرې هسی دپخوا په شان دنقل قصي دي حکمتیاراوس څلورکاله کیږي اودمعتصم اغاهم ورته خو دوی دي ووايي چي ایاتاسو اوخدای سوله څوک نه کوي اوڅوک یې خنډ وي …ولي حقائقو ته ګوتشي نیولای .

  8. د افغانستان حکومت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره روغې جوړې ته نږدې شوی خو د افغانستان یو شمېر مېرمنې او ددوی ټولنې وايي حکومت له پکار دي چې د وسله والو ډلو سره د هرې معاملې پر مهال له هغو دا ضمانت وغواړي چې د مېرمنو حقونو ته به پاملرنه کوي او هغه نسبي ازادي چې دا مهال یې د افغانستان په مرکز کابل او ولایتونو کې مېرمنې لري تر پښو لاندې نه شي.

  9. الله دي اغاصیب ته خیر ورکړي چي دهیواد اوملي وګړو دومره غم ورسره ده چي له مرګه يي په امن کړي طالبانو کې خوداسي احساس ډیرکم پیدا کیږي چي دوی دې له جګړې پرته بل نظرهم ولري.

  10. له حکمتیار سره د معاملې په ترسره کولو، حکومت په حقیقت کې ملي خیانت کوي. د افغانستان خلک یو وارې بیا د بربادۍ او نابودۍ کندې ته غورځوي. که د حکمتیار ډله ده، که طالبان دي او که ځینې نورې وسله والې ډلې، پر ځای ددې چې د انصاف نړیوالې محکمې ته ور وپېژندل شي، حکومت ورسره معامله کوي، هغوی ته بخښنه کوي او امتیازات ورکوي. »
    سوله بایدو نه شي دسولې په ځای دي دوی ته یوه نړۍ واله محکمه وټاکل شي ترڅوبیا دافغانستان په تاریخ کې څوک ونه وژل شي

  11. له اوسني ولشمشر اشرف غنی دي خلک دکرزي تمه نه کوي

    ددوه زرهيولسم میلادي کال داکتوبر دمیاشتي پر ۲۳ تاریخ دیکشنبي په ورځ مي دطلوع تلویزون پر پرده دښاغلې مختار سره پر ګردي میزراجمع میلمانه هریومحترم محمدیونس فکور، ښاغلې مطیع الله خروټی،محترم مهمند او ښاغلې عبدالجبار قهرما ن ولیدل چي دښاغلې حامد کرزي پرهغه تلویزوني خبروتبصرې کولې چي کرزي صاحب دپاکستاني تلویزون دخبریال سره يې کړي وې .ما ددوي نظرونه واوریدل دمختارصاحب په ګډون دري میلمانه پردې خبره په یوه خوله وه چي کرزي صاحب په واضح ډول دافغان ولس دارادې خلاف دپاکستان په ګټه خبري کړیدي(که امریکاپرپاکستان حمله وکړي،افغانستان به دپاکستان سره وي) ،اوپه خپله عقیده اوتصمیم کي کرزی صاحب متزلزل دئ . مګردګردي میز له ګډون والوڅخه محترم خروټي صاحب وویل چي دبې،بې ،سي يې واوریدل ،خوبیا يې هم کوم چاته تلیفون کړیدي چي دیوه سیاسې کارپوه په حیث دي سبا میډیا ته څه ووايي. نوداخودامعنی لري چي دی محترم ددولت په نماینده ګي په مجلس کي ګډون کوي. کوښښ يې دادي چي دکرزي دویاند په شیان کرزي ته يې داوړو پزه جوړول.
    مطلب مې داده چي باید په سوله دمداریانو ګډون ونه شي اودراتلونکي سولې لپاره لکه څرنګه چي اغاصیب ارزونه کړې باید دې ټکوته په پام سره قدم واخیستل شي

  12. یاالله ته افغانان پوی کړي ډیرو ورته دلارښودني په اړه مصارف وکړو ،زارۍ ،هلې ځلې خو هیڅ هم په کارنه شول .

  13. هغه ملګزۍ چۍ دحکمتیارسره دسولي په ځای دهغه محاکمه غواړ دوې خبرې اول داچي خپله عبدالله عبدالله دوستم چي اوس دواړه په ارګ ماڼۍ کې دي دشمالي ټلوالي په شمول دوی واړه یوډول دی خوبیاهم حکمتیاریوه علمي څیره ده دهیوادپه سطحه نه بلکې دنړۍ په صطحه هغه پیژندل شوی لیکوال ادیب اوسیاستمداردی دهغه سپکاوی دافغان ستان سپکاوی دی.خوبیاهم یوه خبره کوم چي غچ اوسزا ورکولو په ځای بخښنه اوسوله غوره ده لیکه
    متخاصمین ( د واړه هغه کسان چی سره دعوه یئ وي) ردوئ تر څو سوله سره وکړي ځکه چی قضاء د دوی په مینځ نفرتونه ، کینه، او عداوت پیداکوي.
    وقال عمر بن الخطاب: “ردوا الخصوم كي يصطلحوا، فإن فصل القضاء يحدث بينهم الضغائن.
    / الكتاب: شرح مختصر الطحاوي

  14. موږ سوله نه غواړو مړۍ غواړو چي سوله خپله راشي که مړۍ پیداشي سوله ورسره تړلې ده

  15. ښاغلی معتصم صاحب

    تاسی ته په کار دی چې د پاکستان د ناولو پلانونو لپاره لاس په کار شی

    تاسی باید څخه د خپلو ګناهونو د جبران لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړئ
    نور باید طالب د پاکستان له غلامۍ خلاص شی

ځواب ورکول شریف کاکړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *