د ملګرو ملتونو د یو څیړنیزې ادارې په یوه نوی ګزارش کې د نړۍد نیکمرغو او بد مرغو هیوادونو فهرست وړاندې شوی دی. دا موضوع به ډیرو خلکو ته په زړه پورې وي، خو ماته ډیره جالبه او د پام وړ ځکه ده چې زه په نشر شوي لست کې له دواړو خواوو (سر او آخر) نه مطرح یم. د دې لست د بد مرغو هیوادونو په ډله کې زما پلرنی هیواد، افغانستان دریم ځای خپل کړی دی او دلست په سر کې هغه هیواد راغلی چې زه په کې ژوند کوم یعنې ډنمارک.
دا ګزارش چې د ملګرو ملتونو د یوې څیړنیز ې ادارې له لوري برابر او خپور شوی دی، په یوه لنډه مقدمه کې یېداسېراوړل شوي دي:
«نیکمرغي نسبي ده، خو که وکولای شو و وایو چې د نړۍ کوم هیوادونه نیکمرغه دي، ډنمارک د دې لست په سر کې راځي. دا ارزونه یوې څیړنیز مرکز تر سره کړې چې د ملګرو ملتونو په سازمان پورې اړه لري …»
ملګري ملتونه د ملتونو(هیوادونو، خلکو او ټولنو) نیکمرغي د کومو معیارونو له مخې سنجوي؟ د همدې
ویدیويي ګزارش په یوه برخه کې راغلي دي:
داسې هم نه ده چې د ډنمارک په واټونو کې روان خلک ټول خاندي او خوشالي کوي، خو په خلکو کې د نیکمرغۍ د حس په لیدلو سره او له ژوند څخه رضایت له مخې سږ کال ډنمارک د نړۍ د مخ جنت نومول شوی دی.
د ملګرو ملتونو د یوې ځانګړې څیړنیزې څانګې له خوا، د نیکمرغۍ د حسولو او د نیکمرغۍ دلایل واضح او ښودل شوي دي؛ د همدې دلایلو پر بنا د نړۍ د نیکمرغه ژوند درلودونکو هیوادونو لست برابر شوی دی. په دې لست کې د ډنمارک هیواد نوم تر ټولو مخکې لیکل شوی دی او په ترتیب سره د نړۍ پنځه نیکمرغه هیوادونه په نښه شوي دي:
۱ــ ډنمارک،
۲ــ سویس،
۳ــ ایسلند،
۴ــ ناروې،
۵ــ فنلند.
تیر کال هم همدا لست و او همدا هیوادونه، خو توپیر یې دا و چې تیر کال سویس لومړی نیکمرغه هیواد ښودل شوی و او سږ کال ډنمارک نومول شوی دی. امریکا چې د نړۍ تر ټولو شتمن او ځواکمن هیواد ګڼل کیږي، په یاد لست کې دیارلسم ځای لري.
که دې لست ته د پای له خوا ولیدل شي، زما پلرنی هیواد افغانستان دریم نا خوښ او بد مرغه هیواد ګڼل شوی دی. لومړی بوروندي، دویم سوریه او دریم افغانستان راوړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ځانګړې څیړنیزې څانګې له خوا په ورکړل شوي ګزارش کې ویل شوي دي چې نیکمرغي کوم ځانګړی تعریف نه لري، خو دا یو منل شوی حقیقت دی چې د نیکمرغۍ احساس درلودل او ځان نیکمرغه ګڼل، د خوشالۍ اصلي نښه ده.
له څو کالونو را په دې خوا ځینو هیوادونو دا منلې ده چې د خوشالۍ اصلي منبع په خلکو کې د خوشالۍ د حس را منځ ته کول دي په داسې ډول چې خلک ځان نیکمرغه وګڼي. حتی اوس اوس داسې هم شوي دي چې ځینو هیوادونو په خپلو دولتي تشکیلاتو کې د نیکمرغۍ یا خوشالۍ ادارې یا وزارتونه را منځ ته کړي دي لکه: امارات، سکاتلند، بوتان او ونزویلا. د دې ادارو کار او دنده دا ده چې چې د خلکو دنیکمرغۍ لارې چارې ولټوي او دا هغه وخت کیدای شي چې له دې ادارو سره نورې اړوندې ادارې او خلک د مرستې لاس وړاندې کړي.
یوه ټولنه یا هیواد هغه وخت نیکمرغه او خوشال ګڼل کیږي چې د نیکمرغۍ له پاره یې هغه معیارونه پوره او مراعات کړي، چې په نړیواله کچه وضع شوي او منل شوي دي، هغه معیارونه دا دي:
۱ــ د یو هیواد سرانه عاید،
۲ــ د عمر اوږد والی(نه هر اوږد والی، بلکې سالم اوږد والی)،
۳ــ ټولنیزه ساتنه(دا په دې مانا چې تاسو داسې کسان ولرئ چې په سختو ورځو کې تاسو په هغوی حساب وکړئ او هغوی په رښتیا مرسته در سره وکړای شي)،
۴ــ آزادي. دا یوازې د بیان آزادي نه ده، بلکې دا هغه آزادي ده چې هر څوک وکولای شي په خپل ژوند کې د ځان له پاره تصمیم ونیسي،
۵ــ عمومي باور(اعتماد) دا په دې مانا چې ستاسو په چاپیریال کې اداري فساد نه وي،
۶ــ سخاوت، هغه څه ته ویل کیږي چې د یوې ټولنې یا یوه هیواد خلک څنګه او څومره له خیریه موسسو سره مرسته کوي.
د نیکمرغۍ دا ټول پاسني معیارونه د دولت د کارونو په صداقت او سموالي پورې هم اړه لري. ډیر ځلې چې دا کار نا شونی شي، اصلي ریښې یې د خلکو په فرهنګ او طرز تفکر کې نغښتی وي.
دا چې د نړۍ درې هیوادونه: افغانستان، سوریه او بروندي د نړۍ تر ټولو خواشیني او بد مرغه هیوادونه ګڼل شوي دي، اړینه نه ده چې کار پوهان پرې وغږیږي، د هغوی د ورځني ژوند، ژوندي تصویرونه هر څه خپله بیانوي.
زه یې داسې انګیرم چې په اوسنۍ زمانه کې د ښه توب، خوشالۍ او نیکمرغه ژوند معیار،زدکړه او کار دی. د همدې معیار له مخې ویلای شو چې ښه شخص هغه دی چې زدکړه یې کړې وي،کار وکړي او تولید ولري، ټولنې ته، خلکو ته، راتلونکو نسلونو ته یو څه ورکړي او د هغوی د نیکمرغۍ په فکر کې وي.
زه د آسیا له افغانستان نومي هیواد نه راغلی او د اروپا په ډنمارک نومي وطن کې ژوند کوم. د نړیوالو با اعتباره موسسو له خوا په راغلو لستونو کې زه د سر له خوا هم په دویم یا دریم کې راځم او د پای له لوري هم. په دې څو نږدې کلونو کې زما خپل وطن افغانستان په اداري فساد ککړو هیوادونو لست کې کله لومړی او کله دویم ځای نیولی وي، خو بر عکس زما د اوسیدو هیواد بیا په مخالف لوري کې یا لومړی ځای خپل کړی وي یا دویم. که د دواړو هیوادونو عیني ژوند ته مراجعه وشي، د هر هیواد د ځای ځایګي د غوره کیدو دلایل د هغو په ټولنیز ژوند کې موندل کیدای شي.
دلته په ډنمارک کې تر ټولو مهم شی قانون ته وفاداري او کار دی، هم په نظر کې او هم په عمل کې. که د ډنمارکي ژبې په یوه جمله کې پنځه لغات کارول شوي وي، خامخا به د کار(arbejde) توری په کې تر سترګو کیږي. دلته تر ټولو غوره خصلت کار کول دي. د دوی تیرو نسلونو کار کړی، دا نسل یې آرامه او نیکمرغه دی، اوسنی نسل کار کوي، راتلونکي نسلونه به یې هوسا او نیکمرغه وي؛ او زموږ په ټولنه کې …
———————–
موږ پریږده چي غلاوې وکړو ، خپل ورور ووژنو او دنورو جاسوسي ته رښتیني پاتې شو
موږ په دغو کارو کي ان لومړی نمبریو کارکول خو موږ ته شرم ښکاریږي … ب
خدای دی موږ ته لارښود شي
درناوي
Salamoonah,
Bahand saib ! ka Amanullah khan preshodil swy vaei , os ba Afghanistan ham d Naekmarghah Hiwadonu pa jumlah ki vei!;
Oos Ghayn aw A`yn , 3 sariey khamaraan aw ttol-ttal ba 1lac sha-o-khwa goddagyan aw lanndeghir ba yi dollaro ta xoshhala vi, mager 29 milliona +- tso laka khalig ba ?? .Sirf d`ALLAH hile ta prati diey.! ALLAH de per afghanano , mosulmanano aw Sho-Insanano rahm wakrri.Che la bad-mirghyo xlas si.