دوهمه برخه
* * *
لس کلن ماشوم راغی، د خپل پلار تر څنګ کېناست، په خوابدي غږ يې وويل:
_ابا! د آس پښه ماته شوه.
ميرويس خان ور وکتل، ماشوم د لرګي آس ورته نيولی و.
ميرويس خان مات انار په لوښي کې کېښود، آس يې ور واخيست.
ماشوم وويل:
_ابا! حسين ماته کړه. بل آس راته راوړې؟
ميرويس خان وخندل:
_دا آس مې له هندوستانه درته راوړی و، دلته په کندهار کې نه پيداکېږي.
د ماشوم سر وځړېد.
ميرويس خان د هغه پر تورو وېښتو لاس تېر کړ، ورو يې وويل:
_راځه!
ماشوم يې تر لاس ونيو، څو ګامه يې واخيستل، ولاړو آسونو ته ودرېد، ويې ويل:
_محموده زويه، ته اوس لوی يې، په دې واقعي آسونو کې يو خوښ که.
د ماشوم سترګې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_ابا! رښتيا وايې؟
يوه بل ماشوم منډه راواخيسته، په وړه ژبه يې وويل:
_ابا! زم پر آس سپرېږم.
محمود چيغه کړه!
_حسينه، تا زما د لرګي آس را مات کړ.
ميرويس خان وخندل:
_محموده، ورور دې تر تا کوچينی دی، غوسه مه پرې کوه!
ميرويس خان دواړه ماشومان پر يوه سپين آس کېنول. د آس قيضه يې ونيوله، په انګړکې راوګرځېد.
يوه ځوانه ښځه له کوټې راووته، محمود په خوشالۍ چيغه کړه!
_ادې! سپين آس زما شو.
ښځې وويل:
_وه سړيه! اولادونه لا کوچينيان دي، ونه لوېږي.
ميرويس خان وخندل:
_محمود او حسين بايد د آس سورلۍ زده کړي.
چيغه يې کړه!
_دوران اکا!
د غواوو له غوجلې په عمر پوخ سړی را ووت، لاسونه يې په خوشايو ککړ وو.
ميرويس خان وويل:
_داسې څوک شته چې د آس په سورلی پوه وي؟
په عمر پوخ سړي وويل:
_هو صيب! يو څوک پېژنم، عبدالروف نومېږي، سليمان خېل دی، په څانګه ( د آس په وآسطه يوه لوبه ده) کې يې وړې ده.
ميرويس خان وويل:
_سمه ده، تنخوا ورته وټاکه، زما دواړو زامنو ته بايد د آس سورلۍ ور زده کي.
ميرويس خان د آس قيضه پرېښوده، ښځې منډه ور واخيسته، ميرويس خان تر لاس ونيوله، ويې ويل:
_مه کوه!
خپلو زامنو ته يې وکتل، ويې ويل:
_دوی دواړه خدای د لويو کارونو له پاره پيدا کړي دي.
چوترې ته ور وګرځېد، مات انار يې ور واخيست،ويې ويل:
_زينبه لورکۍ چېرې ده؟
ښځې وويل:
_په کوټه کې خپل کتابونه وايي.
ميرويس خان د انارو سرې دانې خولې ته واچولې، په ډکه خوله يې وويل:
_مولوی صيب نورمحمد غلجی لوی عالم دی، ډېر څه به ترې زده کړي.
غلی شو، ويې ويل:
_کوچينی وم، مورکۍ مې څو عالمانو ته تنخوا ورکوله، ما به سبقونه ترې ويل، عربي ژبه او نور علوم به مې ترې زده کول.
غلی شو. سوړ اسويلی يې وايست:
_مورکۍ به مې يوه خبره ډېره راته کوله، ويل به يې چې ميرويسه زويه، ځان ورسوه! ته خدای د لويو کارونو له پاره پيدا کړی يې. بس! له ماشومتوبه مې د مورکی همدا خبره په ياد ده، غواړم چې په خپلو اولادونو هم سبق ووايم، پوهېږم، دوی د لويو کارونو له پاره پيدا شوي دي.
غلی شو، سړه ساه يې وايسته:
_خو ما تر اوسه کوم لوی کار نه دی کړی!
ښځې د خپل خاوند پر اوږه سر کېښود، ورو يې وويل:
_د مورکۍ خبره دې رښتيا ده، په ټول ښار کې ستا غوندي کاميابه سوداګر نشته. غريبانو ته لاس نيسې، اولس درباندې راټول دی.
ميرويس خان وويل:
_خو لوی کارونه لا پاتې دي.
ښځي په حيرانۍ ورته وکتل…
ميرويس خان وويل:
_زړه مې خپلو خلکو ته خوړين دی، پردو يې پر غاړو پښی ايښې دي، تر څه وخته؟!
غلی شو، خپلو زامنو ته يې وکتل، محمود د آس قيضه ټينګه نيولې وه، آس په انګړ کې راګرځېده….
ميرويس خان ځمکې ته وکتل، ورو يې وويل:
_دا دانې وينې؟
ښځې تر چوترې لاندې وکتل… په خاورو کې د انارو سرې دانې پرتې وې.
ميرويس خان وويل:
_زموږ خلکو په زړورتيا کې وړې ده، خو دوه په يوه لاره نه ځي، اتفاق نه لري، په يوه خوله نه دي، د يوبل پښې وهي…هر يوه ته خپل قوم او خپل خېل مهم دی، دوی د انارو دې دانو ته ورته دي چې په خاورو کې يې وينې…
ناڅاپه درب شو، د چوترې پر سر له سايبانه وړې لوټي راولوېدې… آس وشڼيد، ماشومانو چيغې کړې…ميرويس خان منډه ور واخيسته، د آس قيضه يې ونيوله.
د ښځې رنګ تک ژېړ و.
ميرويس خان خپل زامن له آسه کښته کړل، په منډه له کوره ووت.
* * *
ګڼه ګوڼه وه، ميرويس خان د خلکو په مينځ کې په زحمت لار وايسته، ودرېد، عسکر پر آسونو سپاره ول، دوی به پر هغو کسانو د قمچينو وار کاوه چې مخکې به ور تلل.
مېريس خان مخامخ وکتل، د ارګ (جنګي کلا) تر مخ د توپ خولې ته نږدې د بنيادم په وينو لړلې پښې پرتې وې.
ميرويس خان د څنګ سړي ته وکتل، ويې ويل:
_څه خبره ده؟
سړي په وېرېدلي غږ وويل:
_پهلوان ابراهيم يې توپ ته وتاړه.
ميرويس خان جنګي کلا ته وکتل، په برجونو کې ولاړو عسکرو سره کوټونه اغوستي وو، د اوږدو ټوپکو نلی يې خلکو ته ور اړولې وې.
ډول وډنګېد، د کلا دروازه خلاصه شوه. ليکه کتار آسونه راغلل، ودرېدل، د سر پوځي يو تاو شوی کاغذ خلاص کړ، غاړه يې صافه کړه، کاغذ ته يې وکتل، په لوړ غږ يې وويل:
_په کندهار کې د صفوي حکومت د حاکم اعليحضرت جلالتماب ګرګين خان وينا!
پهلوان ابراهيم د برحاله حکومت پر ضد بغاوت کړی و، درې ورځې مخکې ونيول شو، توپ ته مو وتاړه. هر څوک چې د صفوي حکومت پر ضد بغاوت وکړي او يا د ماليې له ورکړې انکار وکړي، نو حال به يې همدا وي…
ډول وډنګېد، کتار آسونه بېرته کلا ته ننوتل…
ډله تيت شوه، ميرويس خان د آهنګري دوکان ته ورغی، آهنګر له انګاره راوتلې تکې سرې تورې ته څټک نيولی و…
ميرويس خان کېناست، آهنګر وويل:
_بس دی نور، هره ورځ مو وژني!
ميرويس خان غلی و.
آهنګر وويل:
_پوهېږې! په کلات کې يې سلامته کورنۍ وسوځوله. په هلمند او هرات کې هم همدا حال دی، په يوه مياشت کې يې اويا کسه توپ ته وتړل…
ميرويس خان غلی و.
څغ شو، د اوبو پر سر مړ لوګۍ را وګرځېد.
آهنګر توره له اوبو را وايسته، سترګو ته يې ونيوله، بېرته يې څټک را واخيست…
ميرويس خان وويل:
_ملګري راټول که!
آهنګر په حيرانۍ ورته وکتل…
ميرويس خان وويل:
_سبا بېګا زموږ په کور کې درته ماتله يم
* * *
يوه وويل:
_همدا سبا پر ارګ (جنګي کلا ) ورخېژو..
بل په خبره کې ور ولوېد:
_سل جنګيالي زه راولم…
بل چيغه کړه!
_مه يې ماتله کوئ! د ګرګين ظلمونه له حده تېر شول…
ميرويس خان غلی و. ده اتو کتار ناستو کسانو ته کتل…هر يوه لاسونه خوځول…پر جنګي کلا حملې ته تيار ول…
آسونه وشڼېدل، له کوڅې د پښو دربا راغله. ميرويس خان د لمپې پلته ټيټه کړه…
يوه نري سړي وويل:
_شرم دی، په خدای شرم دی، تر دې لويه بې غيرتي به چېرته وي چې د ګرګين د ګزمې له لاسه په خپلو کورونو کې نه شو غږېدلای.
د آسونو دربا ليرې شوه، ميرويس خان لمپې ته لاس ور وغځاوه، پر خړ دېوال سيوري ښکاره شول.
ميرويس خان ورو وويل:
_اوس هيڅ هم نه شو کولای! موږ …
يو چاغ سړی په خبره کې ور ولوېد:
_ولې، څه بلا وهلي يو، لاسونه نه لرو؟
ميرويس خان وويل:
_تاسو ټول په خپلو خلکو کې نوم لرئ، ناز مو وړي، د جګړې له پاره څو کسان برابرولی شئ؟
يوه وويل:
_سل جنګيالي يې پر ما!
بل وويل:
څلوېښت به زه راولم!
د کوټې له کونجه بل غږ راغی:
_زه او ټوله کورنۍ مې تر وطن ځار. شپږ غښتلي ځوانان لرم.
چوپه چوپتيا شوه.
ميرويس خان وويل:
_عبدالرحمانه، غلی يې!
ديوه ښايسته ځوان سر وځړېد، ورو يې وويل:
_اوس يې وخت نه دی، زموږ خلک اور نه خلي، دوی د ګرګين ظلم مني، خو تورې ته به يې تيار نه کې، وايي چې د ګرګين لښکر مسلمان دی، څنګه به يې وژنو!
ميرويس خان وويل:
_د عبدالرحمن خبره سمه ده! ساړه خورئ. په ښار کې له ارګه پرته شپږ نورې پوځي کلاوي هم پرتې دي. د شير حاجي کلا دولس توپونه او دوه زره عسکر لري، د دولت اباد کلا ته خو نږدې نه شې ورتلای. د قيتول د غره پر سر کلا هم اسانه نه نيول کېږي. د عليمردان خان او د چهل زينو د غره پر سر کلاوي هم له نيولو وتلې دي.
په ارګ او دې نورو کلاوو کې د ګرګين يو دېرش زره عسکر پراته دي. يو هم بې تورې او ټوپکه نه دی، يواځې د ارګ په پلنو دېوالونو څلوېښت توپونه اېښودل شوي دي.
يو چاغ سړی په خبره کې ور ولوېد:
_خو موږ غيرت لرو.
ميرويس خان وخندل:
_له عقله پرته غيرت، تباهي ده. پوهېږې! بېځايه احساسات په درد نه خوري، د عتيق الله کيسه خو ټولو ته مالومه ده، له درېيو سوو احساساتي ځوانانو سره د قيتول پر کلا ور وخوت، خو تر دېوالونو ام ور و نه رسېدل، څه توپونو وخوړل او څه هم ټوپکو….
ټول غلي شول…
ميرويس خان وويل:
_څو ټوپکه پيدا کولای شئ؟
د ټولو سرونه وځړېدل…
ميرويس خان وويل:
_له يو دېرش زرو په جنګ پوه عسکرو، ټوپکو او توپونو سره جګړه اسانه نه ده، په پنځو- شپږو سوو جنګياليو او تشو لاسونو دې خدايکه شل کړه.
ټول غلي ول.
ميرويس خان وويل:
_ تر اوسه مو دوه پښتانه په يوه خوله سره ليدلي دي؟ هر يو په خپل خېل او قوم پسې ګرځي… په خپلو مينځو کې بد بينه دي، ځينې داسې کسان هم شته چې پوره من دي، هر قوم تر بل يوه، ځان غټ ګڼي… د ګرګين ظلم په سترګو ويني، وطن يې ترې نيولی دی، خو ځينې وايې چې ګرګين مسلمان دی، له هغه سره جګړه روا نه ګڼي …
ميرويس خان غلی شو، ناستو کسانو په حيرانۍ ورته کتل…
ميرويس خان وويل:
_ خپل خلک په لوی لاس مه وژنئ!
يوه وويل:
_نو څه وکو؟ همداسې په رډو سترګو ورته وګور!
ميرويس خان وويل:
_زما خبره ومنئ، اوس خپلې تورې د ګلابو تر پاڼو لاندې پټې کئ! موږ بايد له عقله کار واخلو.
يوه وويل:
_ياالله، ته مخکې موږ درپسې…
بل وويل:
_نيمه شپه شوه، په وږو ګېډو اصفهان راباندې نيسې؟
ټولو وخندل:
ميرويس خان په خندا کې ناره کړه!
_محموده زويه! ډوډۍ مو پسې څه کړه!
* * *
د آهنګر دوکان ته شپږ آسونه ودرېدل. آهنګر په بېړه له دوکانه ووت، تعظيم يې وکړ، ويې ويل:
_حسن خانه! په خير راغلی!
له رنګه سور ځوان له آسه کښته شو، آهنګر په بېړه د لرګي څوکۍ ورته کېښوده، ځوان کېناست، آهنګر وويل:
_صيب! چايې واچوم؟
له رنګه سور ځوان وويل:
_کړۍ او زولنې څنګه شوې؟
آهنګر د يوې بوجی خوله خلاصه کړه، ځنځيرونه وشرنګېدل، څو زولنې يې ترې راوايستې.
ځوان يوه زولنه ور واخيسته، کش يې کړه، ويې ويل:
_ټولې څو دانې دي؟
_اتيا، خو پنځوس نورې پاتې دي، بس، په لسو ورځو کې تيارېږي.
د ځوان ټنډه تروه شوه:
_د تيروو زولنو خونده نه وه، يوه بندې يوه زولنه وشکوله…
غلی شو، يودم يې وخندل:
_خو تښتېدو ته پاتې نه شو، تر زړه يې ګولۍ وخته.
ولاړو عسکرو وخندل.
آهنګر وويل:
_بېغمه اوسئ، دا ځل مې داسې زولنې جوړې کړې چې زمری به يې هم ونه شکوي.
سره ځوان وخندل:
_زمری؟! په کندهار کې زمری له کومه شو! دلته خو ټول ګيدړان دي.
ټولو عسکرو وخندل…
د آهنګر مخ سور شو.
ځوان وويل:
_سمه ده، تيارې شوې زولنې جنګي کلا ته راولېږه، خو پاتې هم بايد تر لسو ورځو پورې جوړې وي.
ځوان پر آس سپور شو.
آهنګر په خواره خوله وويل:
_ صيب، يوه شېبه صبر وکړئ!
آهنګر دوکان ته ننوت، يوه غوټه يې را واخيسته.
سره ځوان وويل:
_دا څه دي؟
آهنګر خوله جينګه کړه!
_صيب! په خپله يې وګورئ!
ځوان غوټه خلاصه کړه، د شنې چپنې زرتار وځلېدل…
آهنګر وويل:
_صيب! يو ملګری مې سوداګري کوي، دا چپنه يې له هندوستانه د زندان مشر ته راوړې ده.
ځوان چپنه سره واړوله، ويې ويل:
_ښکلې ده، اصل ورېښم دي، زه به يې ور وسپارم، خو دا موږ يې ولې هېر يو!
آهنګر وويل:
_صيب! د بلا دې هېر شئ، زه به ورته ووايم، ملګری مې صفوي حکومت ته ډېر مخلص سړی دی، د حکومت مامورينو ته احترام لري…
ځوان آس ته پښه ورکړه. ټولو حرکت وکړ.
ميرويس خان راغی، کېناست.
آهنګر وويل:
_بيا هم فکر وکه! دا خلک به دې خوار کي.
ميرويس خان وويل:
دې خلکو ته د نږدې کېدو له پاره بله لار نه لرم.
غلی شو. ويې ويل:
_داسې اعتباري کس شته چې د ګرګين له قوماندانانو سره شناخت ولري؟
آهنګر وويل:
_هو، د بارک دين په نوم يو څوک پېژنم، د قراوول له يوه مشر سره يې قرار داد کړی، د جنګي کلا عسکرو ته خوراکي مواد برابروي.
ميرويس خان وويل:
د بارک دين په لاس بايد ځينو قوماندانانو ته سوغاتونه ور ولېږو.
سلام ودرود دوست گرامی .
تا پایان خواندم منتظربقیه اش هستم . زنده باشی وهمیشه سبز. دیالوگ ها بسیارجذاب بود . قوت این رمان دردیالوگ هایش است .
سلام وروره
د مطلب خخه دک مضمون
به قلم مو برکت
سلام
خپله کسیه څنګه درواستوم
[email protected]