هغه د دري متل دي، چې وایي؛

درون اش ما را کُشت، بیرون اش دیګرا را.

د پردیسي ژوند ستړیاوې او د مور له سیوري نه لرې د اوسېدلو درد هغو ته مالوم دي چې مساپر دي، او هغو چې دا څکه نده کړې، د بهر په ارمان دي.

په میلونونه مهاجر لرو، او هر یوه سره چې د زړه خواله وکړې نو دا به په ډاګه کړي چې له ناکامې ورځې وطن پریښودلو ته اړ شوي دي. په دې کې شک نشته چې وطن مو له ستونځو ډک دی. خو لکه څنګه چې خټه مو د افغانستان ده، نو د نړۍ هر کونج ته چې ولاړ شو موږ به په پرانیستې غیږې ونه مني.

د روح اللّه نیکپا ورستني اقدام تر ډیره کچه د هغه شخصې کړنه ده، خو لکه څنګه چې نیکپا د افغانستان پر نوم، نښان او امتیازاتو نیکپا شوی دی، ده ته پکار نه وه چې له خپل دروند نوم سره یې د مهاجرت توري تړلي وای. لا تر اوسه کره مالومات نشته چې ولې نیکپا مساپرۍ ته ِملا وتړله. خو د خواله رسنیو له ګونګسیو داسې بریښې چې هغه د المپیک د کمیټې نه ګیلمن و. که له ده سره د المپیک کمېټې بې انصافي کړې وي باید هغه یې د رسنیو له لارې له خپل ولس سره شریکه کړې وای څو د ملامتۍ په صورت کې د المپیک کمېټې خپله تېروتنه اصلاح کړې وای.

تر څو چې داسې اشخاص د جدي ګواښ لاندې نه وي باید د وطن د پریښودلو اجازه ور نکړل شي، ځکه دوی نه یوازې پر خپل نوم یادیږې، بلکې د افغانستان د عزت نوم ورسره جوخت تړلی دی.

زما واشت دا دی، که هر لوبغاړۍ مو دې مرحلې ته رسیږي او بیا له کومې جدي ستونځې پرته وطن پریږدي نو بیا خو د دې ډول اشخاصو نه باید قوي ضمانت واخیستل شي، تر څو په راتلونکې کې داسې ننګونو سره مخ نشو.

3 thoughts on “نېکپا ولي؟ – اباسین جکړ”
  1. It is a personal choice where someone wants to be. Also, it is a personal choice why he chose to be a sportsman. I do not know why you have to waste your time to write about his departure.
    I am out and in Afghanistan all the time, but it is my choice to stay there or not. You
    We should look into our mentality, and then find out what is right and wrong. People should make choices and they have free will to do so… No one should stop them even governments.

  2. Dear Habibulah,

    You are out of the country or in.

    Though, Nekpa, is an important figure in our fragile sport industry, his asylum will encourage other sports personnel as well to flee.

    I would thanks Mr Abasin for his beautiful article and hope the Afghan government will pay attention to this matter seriously, otherwise we will be face a luck of talents in the country.

ځواب ورکول شرف الدين افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *