تاند- د هالنډ لویې څارنوالۍ د سپټمبر په اتلسمه د پنځو زرو افغانانو نومونه، چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د افغانستان د هماغه وخت د استخباراتي ادارې(اکسا) له لوري وژل شوي وو، څرګند کړل.

د هالنډ لویې څارنوالۍ ویلي چې دا لیست یې د دې لپاره خپور کړ چې د وژل شویو کسانو د خپلوانو د کلونو انتظار پای ته ورسوي.

 د هالنډ لویه څارنوالي وايي چې د دوی د جنګي جنایتونو د څېړنې څانګه په افغانستان کې د جګړې د ټولو دورو د جنایتونو په اړه تحقیقات کوي.

د هالنډ هغه څارنوال، چې د افغانستان د کمونستي رژیم په یوه دوره کې یې د پنځو زرو وژل شویو کسانو د نومونو لیست خپور کړی، وايي چې د افغانستان په جنګي جنایتونو کې په لاس لرلو ځیني ککړ کسان په اروپايي هیوادونو کې اوسي.

څارنوال برګر، وویل، د پنځو زرو افغانانو، چې د نور محمد تره کي د حکومت په دوره کې یعني په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د وخت د استخباراتي ادارې اکسا له لوري وژل شوي دي، لیست یې د هغه د معلوماتو د کره والي په اړه له لومړنیو څېړنو وروسته خپور کړی دی.

څارنوال برګر د دغه لیست له خپرولو خپل هدف داسي څرګند کړ:«زما یوازینی هدف دا دی چې د قربانیانو خپلوانو ته معلومات ورکړم څو پوی شي چې د دوی عزیزان وژل شوي دي. زه د افغانستان د اوسنیو سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه هیڅ راز نظر نه لرم.»

ده په عین حال کې وویل چې د هالنډ د لویې څارنوالۍ د جنګي جنایتونو د څېړنې څانګه نه یوازې په افغانستان بلکې له هالنډه دباندې د نړۍ د هرې سیمې جنګي جنایات، چې عامل یې په هالنډ کې وي، څېړي.

«هر جنګي جنایت چې له هالنډه دباندې شوی وي، مثلاً په افغانستان کې، که له ۱۹۵۲ میلادي کال وروسته شوی وي او که هغه د هر هیواد تبعه وي مګر په هالنډ کې اوسي، له هغه څخه تحقیقات زما د صلاحیت په حدودو کې شاملېږي.»

څارنوال برګر وايي، د دې لیست له خپرولو یې هدف دا و چې د قربانیانو د خپلوانو د کلونو انتظار پای ته ورسوي.

د دغه لیست له خپرېدو وروسته د قربانیانو ځینو خپلوانو د خپلو عزیزانو نومونه پېژندلي دي.

څارنوال برګر په عین حال کې وویل، که څه هم د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له کودتا وروسته په څه باندې لسو کلونو کې په لسګونو زره افغانان په ورته ډول وژل شوي خو دوی تراوسه پوري دې لیست ته ورته کوم فهرست نه دی موندلی.

دا لیست یوه افغان، چې په جرمني کې اوسېده، د هالنډ عدلیې وزارت ته سپارلی و.

له واکه د تره کي له لېري کېدو وروسته حفیظ الله امین د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د دوولس زره وژل شویو افغانانو لیست خپور کړ. څارنوال برګر د هماغه لیست یادونه کوي خو وايي چې تراوسه پوري یې نه دی ترلاسه کړی.

څرګنده نه ده چې د پنځو زرو وژل شویو افغانانو خپور شوی لیست هماغه یو دی چې د حفیظ الله امین د حکومت په مهال خپور شوی و او که دا بېل دی.

لیست ووینئ

1

14 thoughts on “هالنډي څارنوال: د خلق رژیم له لوري د نورو وژل شویو لیست به هم خپور کړم”
  1. ښه. لست مو نه ښکاري او د لست ټکی مو نه زور کېږي. هیله ده چې بیا پرې ګوتې ووهیئ. بله دا چې دا هغه لست نه دی چې امین خپور کړی وه ځکه چې زما یو همصنفی به همېشه د خپل پلار په هکله په تشویش کې وه او اوس یې تسل وشو چې پلار یې وژل شوی دی. زما د یوه هزاره انډیوال نیکه هم په کې وژل شوی دی او وایي چې تر اوسه پورې پرې خبر نه وه.

  2. هالنډی څارنوال دي زموږ دمهاجروافغانانودحقوقوغم دبین المللي قوانینو له رویه وخوري ، «میره مي نه لیده ترمور مهربانه» که (برګرصاحب)واقعا دافغانانوپه درد خوږمن وي نودافغانانوددي اوږدې غمیزې دڅیړني په باب دي لیڅې راونغاړي اودهغه بین المللي مسئولین دي صرف څرګند کړي . عجبه ده! برګر ته داوسنې جنایات کارانو که داخلې اویا خارجي دي او په ډاګه اعتراف هم کوي څیري نه معلومیږي؟ اوهغه هیوادونه چه په ګاونډ کي قرارلري اومداخلي یی میډیاهروخت دمستندورپوټونو په ډول خپاره کړیدي اوثبوت یی هیڅ ډول تکلیف هم نه غواړي اوجنایات یی اوس هم جریان لري دخپل ځاني شهرت اوویاړ دپاره دي وجهانیانوته درپوټ به توګه څرګند کړي چه دابه یی وافغانانوته لوی خدمت وي که نه دیو څو داسي افرادو دنومونوپه اعلان سره چه هغه متنازع وی اوثبوت یی هم مشکل ، ځان نه سپکوي .مننه

  3. ،برګر ته زموږ دا وړاندیز دی چی د دی پاتی ژوندیو غم وخورۍ د مړیو غم به موږ بیا پخپله وکړو.

  4. Salamoona tolo ta,

    Da kho yawazey 5000 di. Da de 15000000 afghanano qalelin ba tse kawi?
    Da chey ye os wajni dedwei janyat ba tsenga wi?

    Pe dranesht

  5. همدا ظلمونه دي جه افغانستان كى امن نه رازي الله دى باقي خير كري

  6. هغه لیست چې د وژل شوو کسانو نومونه پکې خپاره شوي دي ستاسو په ویبپاڼه کې په کوم ځای کې لیدلی شو.

  7. زما تره یې هم له دکانه وړی او تر اوسه یې هېڅ درک نشته. څنګه کولای شم دغه لیست ووینم. ډېر ورته سترګې په لاره یم. ځکه که پوه شم چې تره مې شهید شوی، نو باید پوه شم او زموږ د کورنۍ زړه به تسکین شي.

ځواب ورکول نجیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *