تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: په هرات کې یو ځوان خپله مېرمن، خواښې او اوښی د چاکو په ګوزارونو وهلي او وژلي یې دي.

 د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده تاند ته وايي، پېښه نن ماسپښين د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې شوې او قاتل د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

 نوموړی وايي، قاتل د کورنۍ شخړې په ترڅ کې د خپلې مېرمنې، خواښې او اوښي تر وژلو وروسته تښتېدلی خو پولیسو یو ساعت وروسته نیولی: (( اقتصادي او کورنۍ ستونزې د پېښې اصلي علت و، قاتل د یوولسمې او اوومې حوزې پولیسو په ګډو هڅو له دوه چاقوګانو سره نیولی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې په هرات او د شمال په څو ښارونو کې د کورنیو ستونزو له کبله دا ډول پېښې تر ډیره تر سترګو کېږي.

One thought on “هرات کې یو ځوان، خپله مېرمن، خواښې او اوښی وژلی”
  1. زه فکر کوم چی داسی خبرونه خپرول خلکو ته رواني ستونزی ډیروي. لطفا د داسی خبرونو له خپرولو نه ډډه وکړئ. مننه

ځواب ورکول افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *