د افغان ولس په ځانکړي توګه د ډاکټرصاحب اشرف غني د پلویانو غبرګونونو وروسته له هغه یوه نوي بڼه خپله کړل چي د ولسمشرۍ چوکۍ ته د دوو نوماندانو ترمنځ پریکړه او موافقه وسوه چي د ټاکنو په دوهم پړاو کي ټولي کارول سوي رايي به بیرته له سره تفتیش کیږي او بایلونکی نوماند به يي پایلي په ورین تندي مني او له هغه وروسته به د ملي یوالي په نوم یو ګډ حکومت جوړیږي، دا غبرګونونه په بیلو بڼو دي ځیني وايي چي د اشرف غني په ټاکني کي مي تیروتنه کړی ده، ځیني وايي چي خپلي ټولي هغه هلي ځلي چي د اشرف غني د بریا لپاره مي وکړي بیځایه وي، ځيني وايي اشرف غني موږ تیر ایستلو، ځيني وايي چي ارمانونه مو له خاورو سره خاوري سوه، ځیني وا��ي چي ائتلافي حکومت ته يي نوی نوم ورکړ، ځيني پر ډیموکراسۍ د بی باوري خبري کوي، ځیني بیا د توافق په صورت کي جوړیدونکی حکومت د امریکا د ایرادو زیږنده بولي او آن له ځینو خو بیخي د ملي حکومت تعریف ورک دي او د خپل وجدان په محاکمه کي د برأت په خاطر دا کوښښ کوي چي د ائتلافي او ملي حکومتونو ترمنځ بیل تعریفونه او توپیرونه پیدا کړي.
اوس راځم دې خبري ته چي موږ افغانان په ځانګړي توګه پښتانه دا غریزه لرو چي د باور او بی باوری پریکړه مو تر ډيره حده پر احساساتو ولاړه وي او دا چاره مو تل د ناهیلۍ او مایوسې کندي ته غورځوي، که ستاسي یاد وي موږ په ۲۰۰۹ کال او یا تر هغه مخکي هم همداسي د احساساتو له مخي پر ښاغلي کرزي باندي باور کړی وو خو پایله يي بیا هم د مایوسۍ او ناهیلۍ سره مخامخ کیدل وو، خو کله چي څو ورځي مخکي د داکټر صاحب عبدالله د پلویانو له لخوا د همدغه کرزي انځور پر ځمکه راغورځول کیږي او تر پښو لاندي کیږي نو بیا هم کرزی بیرته موږته د یو ملي قهرمان حیثیت خپلوي او هر څوک يي د خواله رسنۍ(فیسبوک) پر پاڼه باندي انځور لګوي، اوس خبره دا ده چي زموږ ایراده او باور ولي همیشه پایداره نه وي؟ که کرزی ښه سړی او یو ښه ولسمشر وي نو بیا ولي موږ دده په ټاکنه کي ځان ګرم بولو او ولي دده له تیري حکومتدارۍ څخه مایوسه سوي یو؟ او که چیري ښه سړی او یا یو ښه ولسمشر نه وي نو بیا ولي په ځینو حالاتو کي موږ ته د ملي قهرمان حیثیت خپلوي او ولي يي انځور د یو ښه او پیاوړي ولسمشر په توګه پر فیسبوک پاڼه باندي لګوو؟ ، د کرزي مثال مي ځکه دلته راوړ چي ژوندۍ بڼه لري او زموږ د احساساتي پريکړو ښه تمثیل او تعریف کولای سي خو دا چي ښاغلي کرزی یو ښه ولسمشر دی که نه دا به په نورو لیکنو کي بحث پر وکړو.
اوس راځم اصلي خبري ته او هغه دا چي موږ د اشرف غني په ټاکنه او پر هغه باندي د باور کولو او یا نه کولو په مسله کي هم د معمول په څير له احساساتي چلند څخه کار اخلو او ��ا هرڅه ماته د فیسبوکي رسنۍ د هغه پوسټونو، کمنټونو او نظریاتو څخه جوته سوه چي زه يي په دې ورځو کي وینم، زما خپل شخصي نظر دا دی که زه د لویه سره د اشرف غني پر شخصیت، علمیت، تجربې، سیاست، برنامې، طرحي او کاري وړتیا باندي باوري وم نو بیا اوس څه وسول چي د هغه په یوې پریکړي سره زما په نظر، باور او ایرادي کي یوسلو اتیا درجې تغیر راغی، ایا دا زما د باور او بي باوري د پروتني ذکر سوي اساس څرګندونه کوي؟ او یا لږ تر لږه دا ددې معني نلري چي زه هره ورځ د اشرف غني د تللو لپاره ترازو ایږدم؟ او که مو دا کار کوی نو په دې پوه سه چي یو ورځ نه یو ورځ خو به اشرف غني کم راځي، موږ په دې څه پوهیږو چي دده ددې پریکړي تر شاه کوم مجبوریتونه، کوم رازونه او کوم رمزونه پراته دي، ایا موږ د ائیتلافي حکومت د جوړیدو د پریکړي ټول ابعاد او اړخونه وڅیړل؟ اوس دلته دوې خبري دي چي یا به موږ په لومړۍ ورځ د اشرف غني په ټاکنه کي له احساساتو کار اخیستی وی او یا به اوس پر هغه باندي د بې باورۍ په وخت کي له احساساتي چلند څخه کار اخلو. په دې اساس زما نظر دا دی چي له پورتنیو دوو حالتونو څخه پر لومړي هغې بخث نه کوو ځکه هغه اوس راګرځیدونکی نه دی او زه په دې باوري چي په لومړي حالت کي که څه هم زموږ پریکړه د احساساتو له مخي سوي وي خو سمه سوی ده، راسي چي په دوهم حالت کي د احساساتي پریکړي پر ځای منطقي پریکړه وکړو او دا هرڅه د ښاغلي غني یو مجبوریت یا سیاست وګنو او د ښه اثبات او د ځان د ډاډ په خاطر يي د وخت په واک کي ورکړو تر څو موږ ته ددې موضوع د تحقق یا فریب بڼه په ګوته کړي او وروسته به بیا په ګډه د شواهدو سره سم پریکړه وکړو.
په درنښت
په تیر وخت کي د غني د مقاومت او غوڅ دریځ د درناوي په هیله
محمدخان واصفي
هلمند
Salamalaikom, deera bakhana che pakhto pa Englisi horofo likam. Muhammad Khana wrora awal kho da che za sta da matlab la enwanan sara ham na yem muwafiq che ghani hara wraz ma talay, tar awsa poray ghani talal shawe na da, sirif da hagha pa khabro etebar shawe da. Awal kho da che da sanga majboryatoona di che na khlasegi. la yaw jahil aw qatel sara yaw zay so aw khpal awal maawen ye ka che tar awsa pora ma da pa yaw press conference ki ham wanaleda. dalil hamda majbori wa. da Afghanistan da cabinet tar tolo loy ghla ye sang ta wadreda , dalil ye hamda majbori wa, zahir qadeer aw lali ghounday khalak ye sang da ta wadreda kho khalko qabul kra che za khair aw dalil hamda majbori wa. hamagha khalak che da pa awal parao ki ghandal pa duwaham parao ki ye sang ta wadredal aw dalil ye hamda majbori wa. da sanga majboryani di che da ghani tolay khabaray ye naqs kray. da pa khapala yaw khabara ham amal wanaka. ka mong nan da karzai bazay karoona ghando no hagha haagha karona di che da la majbori kari kho majbori hes wakht da ghalat kar da kawalo lapara dalil nashe keday. hes insan pa khapal khwakha na ghowari chee ghalat kar waki , hes sok na ghowari che ghlla waki, marg ya sok wawahi kho yaw majbori ba warta daregi. da Mulk na tanha pa pakhtano joregi na pa tajeko na pa hazarao na pa uzbako da ba pa tolo yaw zay joregi. no za la taso na hela kom che awal kho pa pakhtano gham ma kawe zaka da mulk nor pa qawmoono ma weshay aw da khalko pa stargo ki khawray ma achawe. khouday khabar che da majbori ba pa ayenda ki nor sa sa kawe pa ghani aw pa noro syasat madarano banday.
trusa ey kum dase kar karhy? hara wraz na thul omar e hum na talo. yaw bekara parza da bas!