لیکوال: رابرت اسپادینګر
دویمه او وروستۍ برخه
۱- مهمې دندې مو مشخصې کړئ:
له ځان سره فکر وکړئ، چې د کوم کار کول مو په ژوند کې بنیادي بدلون را ولي، هر یو یې چې په نظر مهم درغلو، لومړی یې تر سره کړئ.
۲- د راتلونکو درېیو میاشتو مهم کارونه مو مشخص کړئ:
له دې کاره وروسته درته یوه د یاداشت کتابچه جوړه کړئ او د هغه کارونو لپاره مهال وېش جوړ کړئ، چې باید تر سره یې کړئ.
د درېیو میاشتو کارونه مو داسې تنظیم کړئ، چې د اړین والي له مخې یې په کتګوريو و وېشئ.
د بېلګې په توګه:
لومړی ټوله میاشت په پام کې ونیسئ، له هغې وروسته، اونۍ او هغه کارونه، چې ډېر اړین دي همدا نن ورځ یې تر سره کړئ.
هره شپه باید د سبا لپاره ورځنۍ مهال وېش ولرئ.
۳- په پوره قدرت سره اول خپل مهم او اړین کارونه تر سره کړئ:
هره شپه باید له خپل ځان سره قول او وعده و کړئ، چې سهار له خوبه پورته شوې له اوداسه او لمانځه وروسته لومړي باید مهم او اړین کارونه تر سره کړئ.
له ځانه دې دغه عادتونه لرې کړه، چې سهار له خوبه پورته شې او له ځانه سره و وایې: « نن ولا چندان جوړ نه یم دا کارونه به سبا ته پرېږدم.» یا دا چې لومړی باید مېسجونه او ایمیلونه چک کړې او بیا د مهال وېش له مخې په هغه کارونو پسې ورسېږي، چې ډیر درته مهم دي.
ځان ته و وایه:« یو قانون شته، هغه هم دا دی، چې هره ورځ بې له کومې استثنا څخه لومړی باید مهم کارونه تر سره کړم.»
۴- داسې فکر وکړه، چې همدا اوس خپل مهم کارونه تر سره کوې:
د بېلګې په توګه سبا له یوه مهم کس سره د لیدلو وعده لرې.
په ذهن کې دې داسې تصویر جوړ کړه، چې سبا به له خیره هر څه سم روان وي او ټول کارونه دې ډېر ښه پر مخ تللی او له خپلو ټولو کړونو ډېر راضي یې.
یا دا چې سبا غواړې څو مختلفو ځایونو ته ولاړ شې، ځان دې داسې عیار کړه، چې هر یوه ته په خپل وخت رسیدګۍ وکړای شي او د دې کارونه د تر سره کولو لپاره دې ځان تر خپلې وسې پورې تشویق کړه.
په دې سره به دې خپل لا شعور ته هر څه په ګوته کړي وي، او د خوب پر مهال به هم د سبا لپاره د دې ټولو کارونو تر سره کولوته تیاری ولرې.
داسې چې ان د خوب پر وخت به دې هم خپل مقدماتي کارونه تر سره کړي وي او داسې په ښکارې، چې په خوب کې به هم فعالیت کوې.
۵- فکر مه کوه عمل وکړه:
فکر او پروګرام جوړول د هر کار لومړی ګام دی؛ خو که د هر کار د کولو لپاره، ډېر وخت په نظر کې ونیسې او یا یې په اړه ډير فکر وکړې دا کړنه به دې د دې لامل شي، چې ورو ورو د خپلو موخو له کاروانه پاتې شې.
د یوه کار په اړه ډېر فکر کول او په کار کې ځنډ کول د دې لامل ګرځي، چې ډول ډول بهانې جوړې کړې او د دې کار د کولو لپاره خپل وخت ضایع کړې او بلاخره خپله یې د نه کولو یو دلیل جوړ کړې او له کار کولو پاتې شې.
۶- له حده زیاته توقع له ځانه مه کوه:
که غواړې، چې یو نوی کار تر سره کړې خو په دې برخه کې کافي تجربه نه لرې، که هر څومره هڅه هم وکړې بیا به هم له دې کار د پام وړ لاسته راوړنه ونه لرې.
د اندېښنې وړ خبره نه ده.
ځکه هېڅوک هم په لومړی سر کې مسلکی عمل نه شي کولای.
له «هېڅ» نه لږ ګټه هم ښه ده.
په راتلونکې کې باید له دې څخه زیاته تمه ولرې.
داسې فکر وکړه، چې د ډیرو لویو کارونو لپاره دې مهال وېش او پروګرام جوړ کړی، خو تر اوسه لاس په کار شوی نه یې.
زیاتره کسان مخکې له دې چې کوم کار پیل کړي، په اړه یې زیاته اندېښنه کوي، دوی داسې فکر کوي، چې پر وړاندې یې د ستونزو یو دیوال پروت دی، خو که په دې بریالی شو، چې کار یې پیل کړ او له نیمایي ور تېر شی، نو د پاتې کار به ډېر په لېوالتیا سره تر سره کړي.
نو ته هم بې له کوم ځنډ څخه حاضر شه او کار پیل کړه، تر څو نیمایي ته ورسېږي او د پاتې کار لپاره په خپل ذهن کې شور او شوق پیدا کړې.
۸- له خپلومقطعي بریاو خوند واخله:
د هر کار له تر سره کولو ورسته، خپل ځان نور هم تشویق کړه او کوم کار دې، چې تر سره کړی پر ځان وویاړه.
حتی کله کله د ځان لپاره ډالۍ واخله او له ځانه مننه وکړه.
هر مقطعي کار، چې تر سره کوې داسې فکر وکړه، چې دې ته ورته نور مقطعي کارونه او ان تر دې هم لوی په مخ کې لرې.
دغه د ځان تشویقول او هڅول په تا کې داخلي انرژی نوره هم پیاوړې کوي او د نورو کارونو لپاره درته موقع برابروي.

One thought on “هره ورځ یو ګام مخکې/ ژباړن: حمیدالله حمیدي”

ځواب ورکول عنایت الله حمایت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *