نور احمد عایل –
دا ليسټ چې ترتيب شوی دی، د بېلابېلو سرچينو: نيشنل جيوګرافيک، بېل ګېټس فونډېشن، او نورو په مرسته د ۲۴ هغو حيواناتو، حشرو او خزندګانو ليست دی ،چې هرکال په نړۍ تر نورو ډېر انسانان وژني. د نمبر په اساس مې له پايه پیل کړي دي.
۲۴ – تمساح: په منځني ډول هر کال يو سړی د تمساح ګانو لخوا وژل کېږي او يا د دوی ښکار کېږي.
۲۳ – شارک کبان: د شارک کبانو لويه خوله، تېره او اوږده غاښونه په منځني ډول هر کال ۵ انسانان او يو سپی تر ستوني تېروي. د ۱۹۷۵ زېږدي کال خپور شوی فلم Jaws هم په همدې موضوع راڅرخي.
۲۲ – لېوه: له ۱۴ زېږدي پېړۍ څخه تر ۱۹ پېړۍ پورې لېوانو هر کال په زرګونو کسان خوړل او داړل ، همدا لامل و، چې لېوان د ماشومانو د ډارولو په ډېرو نکلونو کې مهم نقش درلوده، خو نن سبا دا نکلونه فرق لري او په متوسط ډول هر کال د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې لس کسان د لېوانو ښکار کېږي.
۲۱ – اس: که څه هم اس يو واښه خوړونکی حيوان دی او د انسانانو تر منځ د يوه عالي حيوان په توګه پېژندل کېږي، خو هر کال ۲۰ کسان د اسانو لخوا وژل کېږي، نو بايد چې په اس سپرېږۍ سانګه مو زده وي.
۲۰ – پړانګ: د پېشو ډوله کورنۍ يو خطرناک حيوان دی چې هر کال په متوسط ډول ۲۹ کسان د پړانګانو لخوا وژل کېږي.
۱۹ – مېږی: (چې ځينې خلک مېږتون هم ورته وايي) سره له دې چې ډېر کوچنی دی ، خو له فساده ډک دي هر کال ۳۰ کسان وژني ، د مېږيانو يو ډول چې د اور مېږيانFire ants ورته وايي په دريو دليلونو د نړۍ په خطرناک ترينو کې قرار لري، يو خو په ډله ييزه توګه په يو چا بريد کوي او چې پوستکی يې وچيچه هغه راپورته کوي او خپل زهر دننه ورننباسي.
۱۸ – جيلي فيش Jellyfish: هر کال په نړۍ کې ۲۰۰ زره کسان د جيلي فيش د لسکې ښکار کېږي، خو په متوسط ډول ۴۰ کسان له دې څخه مړه کېږي، که څه هم ډېر ښکلی سمندري موجود دی، خو لرې والی ترې پکار دی.
۱۷ – مچۍ: Anaphylaxis انافيلاکسيس يو ډول سخت حساسيت دی چې د مچۍ د چيچلو له امله رامنځ ته کېږي او هر کال ۵۳ کسان مچۍ په ټوله نړۍ کې وژني.
۱۶ – هوسۍ: که څه هم له قوارې ډېره عاجزه او معصومه معلومېږي ، خو د حيواناتو په لېسټ کې هغه حيوان دی چې دری عدده (۱۳۰) کسان ددې له لاسه په نړۍ وژل کېږي.
۱۵ – افريقايي مېښه: په نيشنل جيوګرافيک او انيمل پلانېټ چېنلونو کې به مو د افريقايي مېښې ليدلې وي چې ګله،ګله او په يوه اتفاق ګرځي هر کال ۲۰۰ کسان ددې مېښو لخوا وژل کېږي.
۱۴ – زمری: زمري د حيواناتو ډېر بدمعاشه ښکارچيان دي، او انسان ته دې يو خوندور خوراک په توګه ګوري، هر کال ۲۵۰ کسان په دې ستره دنيا کې د دوی ښکار کېږي.
۱۳ – فيل: که د فيل شخصي حريم ته درناوی وشي، هغه هم له تاسې سره کار نه لري ، خو که لږ ټونګ مو ور واچاوه، بيا په نړۍ کې د تر ټولو خطرناک حيوان بدلېږي، هرکال د فيلانو له امله ۵۰۰ کسان په تخميني ډول وژل کېږي.
۱۲ – د اوبو اس : د اوبو اس خو به مو ليدلی وي، چې ته به وايې بېخي یې خوب نه دی کړی،مازې سر یې له اوبو ښکاري او رنګارنګ پېښې کوي، دا هم ډېر خطرناک حيوان دی چې انسان ورنږدې شي بيا نشي ترې خلاصېدلی هره کال ۵۰۰ کسان او هره ورځ نږدې دوه کسان ددې اسانو ښکار کېږي.
۱۱ – کروکوډايل: کروکوډايل چې د تمساح ګانو لږ متفاوت ډول دی، ډېر فرصت طلبه دي هر حيوان چې ورنږدې شي بيا نشي ترې تللی هر کال تقريبا ۱۰۰۰ کسان د دوی خوراک ګرځي، دا چې دوی په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي نو ځکه ډېر وخت د ميډيا د خبرونو په سرټکو کې نه راځي.
۱۰ – د کولمو چينجی: په لسم نمبر چې ډېر انسانان وژني د کولمو چينجی دی ، د کولمو چينجی معمولاُ انسان د خپل مېزبان په توګه ټاکي ، چې د خرابو اوبو، او د خوړو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي، کېدای شي دا چينجي کلونه ،کلونه د انسان په بدن کې پاتې شي،او له ځانه کوم علايم هم ونه ښيي،ترهغو چې په يو دمي ډول سر راپورته کړي او په بدن کې تخريب او عفونت شروع کړي دا چينجی هر کال ۲۰۰۰ کسان وژني.
۹ – د اسکاريس ګرد چينجی: د دې چينجي هګۍ په ډېرې اساني سره د ککړو خوړو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي ، ددې چينجي د اوسېدو ځای وړې کولمې دي، چې هلته د کولمو لخوا د غذايي موادو د جذب مانع کېږي چې له لوېدلو سره یې د کولمو د انسداد لامل کېږي. او هرکال د دوی له امله ۲۵۰۰ کسان وژل کېږي.
۸ – لړم: هرڅوک له لړم څخه ډارېږي او بد يې اېسوي ، خو بايد پوه شئ چې يوازې دوه قسمه لړم سړی له اخه ټوخه اچوي يو یې deathstalker او بل یې زېړ برازیلی لړمان دي،ماشومان، سپين ږيري او سپين سرې او هغه کسان چې د بدن دفاعي سيستم یې کمزوری وي، ددې لړمانو لسکې ته تاب نشي راوړلی او مړ کېږي ، هر کال ددې لړمانو له امله ۳۲۵۰ کسان وژل کېږي.
۷ – د خوږو اوبو حلزون (ژوره): د خوږو اوبو حلزون چې ځينې خلک ژوره هم ورته وايي په ګرمو او نيمه ګرمو سيمو په اوبو کې اوسي او د له ځان داسې پرازيټونه خارجوي چې سړی په Schistosomiasis باندې اخته کوي، ددې ناروغي لامل سخت خارښت، د مثانې سرطان، بې اولادي،او په هضمي نظام کې ستونږې راولاړوي، ددې حلزون له لاسه هر کال ۱۰ زره کسان وژل کېږي.
۶ – د Assassin Bug په نامه حشره: وژونکې حشره (Assassin Bug) له خپل خطرناک بدن څخه پرازيټونه انتقالوي، چې له امله یې (Chagas) ناروغي رامنځ ته کېږي، چې د مغزو او زړه د پړسوب لامل کېږي، دا وژونکې ناروغي په کلني ډول ۱۰ زره کسان وژني.
۵ – د ټيسي ټيسی Tsetse مياشی : ددې مياشي له امله چې د انسان بدن ته پرازېټ انتقالوي، د افريقايي خوب لامل کېږي،که څه هم ددې ناروغی درملنه کېږي خو په لرې پرتو کليو کې چې خلک دا مياشي وچيچي نو درملنه یې له مشکل سره مخامخ شي،چې بالاخره له څو کاله مبارزې سره ناروغ د عفونت له امله له منځه لاړ شي ددې ناروغي څخه هر کال ۱۰ زره کسان وژل کېږي.
۴ – سپی: سپی چې د نورو حيواناتو په پرتله له انسان سره ډېر نږدې دی، سپي هر کال ۲۵ زره کسان په نړۍ کې وژل کېږي.
۳ – مار : مار په نړۍ کې درېيمه درنده ده چې له امله یې په نړۍ کې ډېر خلک وژل کېږي، که څه هم په امريکا کې يو فيصد کسانو څخه هم کم چې مار چيچلي وژل کېږي، يانې نور ټول د پروخت تدابيرو او روغتونونو له امله بچ کېږي، خو په نوره نړۍ کې ي چې ژر روغتون ته نه رسول کېږي او د مارانو په اړه ځانګړي درمل نشته نو له امله يې تر ۵۰ زره کسان وژل کېږي.
۲ – انسان : انسان دويم نمبر دی چې خپله نوع انسان وژني ، دوی د خپل جاهليت، فکري ايډيولوژي د جدا والي او نورو ډېرو عواملو له امله په وژنکو وسلو سره انسانان وژني، انسان په کلني ډول نور انسانان د ۴۷۵ زره په شمېر کې وژني.
۱ – مياشی: د روغتیا نړيوال سازمان د راپور له مخې د مياشي نېش هر کال يو ميليون انسان په نړۍ کې وژني،زياتره دغه مياشي د ملاريا مياشي دي، سر له دې د لويديځ نېل West Nile او د ډېنګي تبه هم وژونکي تبې دي. چې د مياشو له لارې انتقالېږي.
Facebook.com/IamAail
سلامونه؛
د ورور نوراحمد عایل صاحب د پورتنۍ لیکنې سرلیک مې چې ولید،ما فکر وکړ( هر کال د چا له خوا؟) په دې معنی چې د کوم خاص شخص، کړۍ، ګوند ا.د.ن. له خوا (به ډیر انسانان وژل کیږي )یا وژل سوي دي!!. خو کله مې چې لړ له ۲۴ءم نه تر ۲م او ۱ول وکوت؛ د خدای تعالی ج. په مخلوقاتو کښې د انسان په حال ژړا راغله چې پس له میاشې ېې په قتل کې دوهم مقام خپل کړی،افسوس !حال دا چې الله تعالی اشرف المخلوقات او دعقل خاوند پیدا کړی ،مګر بیا هم په کال کښې نیم-ملیون ناس وژني!
د دهء سره په مقایسه تمساح، لیووء،پړانګ،زمری،لړم،ژوره،سپی ، مار، مچۍ او داسې نور `وحشي ژوي لا لږ قاتلین دي!!!
یا ربه توبه!. انسانانو ته د انسانیت لارښوونه وکړې، او قاتلین قصاص کړې .آمیین یا رب العالمین.