ودان روښان || 

له کله، ولې او کوم وخت راهیسې په افغانستان کې د وړتیا او اهلیت پرځای د قوم قواله دود شوې؟ ټیک نه پرې پوهېږم! خو دومره مې یاد دي چې دې مسلې پرافغانستان د شوروي سره پوځ له یرغل وروسته هله زور واخیست چې په بشپړه پېژندنه کې د ملیت نامانوسه او پردۍ کلیمه ځای پر ځای شوه. تر هغه مخکې به د اړتیا پروخت بشپړه پېژندنه کې لیکل کېدل: نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، کلی، ولسوالۍ، ولایت. خو د روسانو له راتګ سره سم په بشپړه پېژندنه کې ملیت هم وزیات کړی شو. ان کله به چې یو وزارت یا د یو لوړ پوړي دولتي او ګوندي چارواکي دفتر ته څوک ورتلل، د بشپړې پېژندنې جدول به پروت و او د ملیت پوښتنه به ترې کېده. پوښتنه داده چې په هغه ځای کې د بشپړې پېژندنې څه اړتیا وه؟ خو وروسته مالومه شوه چې دا د هغه وخت چاواکو په تېره پښتنو په اړه یو ډول جاسوسي وه او هغه لوړ پوړي ګوندي او دولتي پښتانه چارواکي ته به چې ډېر پښتانه ورغلي وو، هغه روسانو ته د منلو نه و او په یو ډول نه یو ډول یې بې واکه کاوه. دا د استعمار ډېره زړه وسله ده چې په ولسونو کې نفاق واچوي او په دې توګه خپلې منګولې ښې خښې کړی شي نو ځکه خو روسانو هم د همدغه ار له مخې هڅه کوله چې واحد ملت په ملیتونو وویشي او بیا د خپلې خوښې دغو ملیتونو مشري له پاره خپل جاسوسان وګوماري. له بله پلوه د استعمار ځانګړنه داهم ده چې د ډېره کیو پرضد لږه کي کاروي ځکه چې پوهېږي لږه کي د استحقاق خلاف ترلاسه کړي دریځ خوندي کولو او د هغه له لاسه ورکولو له ویرې د استعمار هر ډول غوښتنو منلو ته چمتو وي پر همدغه دلیل استعمار تر ډېره پر لږه کیو باور او واک ورکوي. روسانو همغه وخت لومړی په خپل پلوي ګوند او دولت کې دا مسله وپړسوله، وسله وال پوځ یې ته وغځوله او د ملیشو په جوړولو سره یې اوج ته ورسوله. روسانو به هرې مسلې ته له همدې کړکۍ کتل او په ټولو کچو کادري سیاست کې یې د وړتیا او کفایت پرځای د هغوی په خپله له ځانه جوړه کړې اصطلاح ملیت ؟! په په پام کې نیولو او په دې سره یې په لوی لاس د افغانانو ترمنځ د نفاق اور بلولو. خو دا خبره یوازې د روس پلوي ګوند او دولت کې نه رالنډېده بلکې دا مسله یې په پاکستان او ایران کې تنظیمونو ته هم ورسوله. په پاکستان کې یې د دغه کار له پاره جمعیتي ستمیان وګومارل شول او د ایران خبره خو لکه لمر روښانه وه چې د خپلې خوښې ډلې یې روزلې، پاللې او وسله وال کولې. د نورو برخو په شان د افغانستان ورانۍ په دې برخه کې هم د پاکستان منفي رول له پامه نه شي غورځېدلی د بېلګې په توګه کله چې پر افغانستان د پخواني شوروي سرو لښکر تېري پر مهال د پاکستان د هغه وخت پوځي حکمران جنرال ضیا الحق غوښتل له افغان فرهنګیانو یو کس د خپل سلاکار په توګه غوره کړي نو درباري شاعر خلیل الله خلیلي یې ځکه خوښ کړ چې هغه د پښتنو دوښمن و. د روسانو، ایرانیانو او پاکستانیانو ډېره کي ضد او لږه کي پالنې هڅو په پایله کې کله چې د نجیب حکومت چې هسې هم د پایښت نه او چمتو شوی و چې واک په سوله ییزه توګه د ملګرو ملتو پنځه فقره ییز پلان له مخې پرېږدي خو هغه پلان لږکیو شند او واک یې غصب کړ چې ناوړه پایله یې ټولو ولیده. د امریکا په زور بېرته واک ته رسول شویو لږه کیو بیا هم له رامنځته شوي حالته ناوړه ګټنه وکړه لومړی یې خو یې ټول دولت غصب کړ او په دولتي او ولایتي کچه یې د ډیرکي پر ضد له هیڅ راز ناروا عمله ډډه ونه کړه. دغو کسانو په هر برخه کې له دې وسلې کار واخیست، چې دلته یې څوبېلګې راوړم:«کله چې یو مشهور جوارګر فضلکریم ایماق د کابل ښاروال و د فساد او قیمار بوی یې ټول هېواد پر سرواخیست او که یو څو ورځې نور پر دنده پاتې شوی وای ټول کابل ښار به یې په قیمار کې داو کړی وای خو کله چې له دندې لرې شو ویل یې زما قوم ته سپکاوی شوی دی. کله چې د رباني یو بړیڅي او ښکاره غله صدیق چکړي(۱) د محکمې یو قاضي د ده ناقانونه غوښتنې نه منلو په غبرګون وهلی چې له امله یې لویې څارنوالۍ د پوښتنې له پاره وروغوښت بغاوت او د هغه وخت پر لوی څارنوال عبدالجبار ثابت یې تور پورې کړ چې لوی خارنوال د سقاو زوی ته یې سپکې سپورې ویلي دي. دغه راز، کله چې د پامیر په نوم هوایي شرکت د زړو او غیر معیاري الوتکو کارونې له امله تر پوښتنې لاندې راغی د شرکت خاوندانو چې پر متعصبینو پورې یې تړاو درلوده دعوه وکړه چې دا خو د شرکت له نوم سره دوښمني ده. کله چې یو مشهور مفسد احمدضیا مسعود له دندې لرې شو په ډېره سپین سترګي یې دعوه وکړه چې له ده سره تعصبي چلند شوی دی. د افغانستان بانک پخوانی رییس او د رباني زوم قدیر فطرت د کابلبانک په قضیه د لاس لرلو له وېرې امریکا ته وتښتېد هغه هم دعوه وکړه چې تعصب ورسره شوی دی. کله چې د احمد ایشچي په نوم یو سپین ږیري پر عزت تېری کېږي او تېری هم د ولسمشر مرستیال کوي خو د خپل عمل په ځواب کې وایي ولسمشر قومي تعصب کوي. کله چې غزني کې د عادلانه ټاکنو له پاره د زمینې برابرولو هڅه کېږي، نو بیا چیغې تراسمانه پورته کېږي چې دلته قومي تعصب کېږي نو که هرڅه دوی غصب کړي بیا خیر اوخیریت دی، د غزني تولې ۱۱ څوکۍ یوه لږه کي ته ورکړل شي نو بیا هرڅه سم دي خو که چا یې مخه ونیوله نو بیا دغه ډول تورونه پورې کېږي. کله چې نظام الدین قیصاري د ملي اردو مشرتابه ته سپکې سپورې وایي او د مرګ ګواښ ورته کوي. د نظام الدین په هکله په ولسي جرګه کې د قیصار استازی فتح الله قیصاري د ځایي خلکو د غږ ښکاره بېلګه چې وایي نظام الدین قیصاري نه بلکې خلکو د ګاو په نوم یادولو او د هغه وحشیانه کړنو له امله خلکو طالبانو ته مخه کړه او دولت ډېر پرځای او وړ کار کړی چې هغه یې نیولی دی.» کله چې غل، جنیایتکار ځان د قوم ترشا پټوي په دې سره انساني او بشري حقونو تر پښو لاندې کېږي، اړینه ده چې په دې اړه د وطنوالو د پوهاوي کچه لوړه شي چې دا تر بل هرچا د ولس په زیان ده چې د ولس قاتلان، غله، لوټماران ځانونه د قومونو تر شاپټوي، غوره داده چې خلک پردې وپوهېږي چې هرڅوک د خپلو عملونو ځواب ویونکی وي، د هیچا ناروا کړنې دې د هغه پر قوم پورې نه تړل کېږي. غله ته باید غل وویل شي، قاتل ته قاتل، جنایتکار جنایتکار وګڼل شي.  

(۱) صدیق جکړي بیا ورسته د حج او اوقافو ځای ناستي وزیر په توګه غوره شو له خپل واکه په ناوړه ګټنې سره ملیونونه ډالر غلا کړل او د همدې غلا رسوایي او د محکمې له ویرې انګلستان ته وتښتېد او تر نن هېواد ته نه شي راتلای.   

3 thoughts on “هر جنایتکار، مجرم، مفسد، غل او بډې خور د قوم تر شا موضع نیسي”
  1. متأسفانه نا اهله ،الحاد پسند او د دینی تعلیم او تربیت نه بی خبره وږی، د انسانیت او ا سلامیت د دښمنانو ښکارشول ،بیا دخپل کور دورانولو او ملت وژنی ته استخدامیږی، چی ننی کړاوونو او د افغانستان او افغانانو بدامنی ، د ښوونی ، روزنی او اداری سقوط،د اقتصاد یا کور، ډوډی او کالیو نزولی ګراف او نور مصیبتونه پیل شول چی بالاخره هرڅه وران او لوټ شول.
    خو راځو د مؤمن ملت جهاد او دینی مسؤلیت ته چی د دینی علماوو فتوی او د مؤمن ملت دینی روزنه چی کورنیو کی یی ریښه درلوده ،ملت پاڅید ترڅو داجیرو ملحدانو او بادارانو مقابله وکړی او مالی اوځانی قربانی ورکړی خو د افغانانو د هجرت او ورورولی نه د آی اس آی مرتب شوی غلطه استفاده او تعدد د تنظیمونو ، ضعیف اومتفرق قیادت او د کی جی بی او آی اس ای مرسوم نفاقی شراچونی وکولی شوای زموږ د مؤمن ملت سپیڅلی جهاد ګردجن او د شهیدانو د وینو ثمره ضایع او د جهاد تر پردی لاندی غله او جاسوسان یی لوټ او معاملو کی یی مفت د لاسه ورکړی
    خلاصه دمؤمن ملت سپیڅلی جهاد او ثمره یی تنظیمی نفاق او منفی رقابتونو د ملت کړاوونه یی مضاعف او څوچنده کړل او تنظیمی قیادتونو د دینی اوامرو او هدایاتو برخلاف د ځان او تنظیمی ګټو لار غوره کړه چی دملی او اسلامی ګټو خلاف اود قوی ایمان مقتضیاتو خلاف دریځ ثابتوی
    دکرزی ۱۴کلنه دوره اوضعیفه شرمیدلی کابینی نور هم تنظیمی ملیشی تقویه او نور مصیبتونه یی ملت ته زیات کړل چی پاکول یی څو لسیزی غواړی چی اوس هم بد نامی، اجرتی قاتلی ملیشی، دفاطمیون د لواء مؤسس او د جهاد میلیاردر هم حق لری چی تنظیمونه یی رسمیت ولری، کاندید ورکولی شی او دا ارذل الناس بیا په کامله بی حیایی د حق ، عدالت اوملت پالنی شعار ورکوی خو چی هر څه ووایو پیش کله ای سقاو یاسین خواندن ، ځکه که یو تنظیم ۹۹٪ فاسد او خاین هم وی ،نه ارزیابی شته او نه مجازات.
    خو ان شاءالله د د. اشرف غنی نوی شرعی دریځ او جهاد د ظالمانو او شریرو عناصرو پر وړاندی چی اشد شرعی ضرورت دی کامیاب ، امید بښونکی او د ملت د نجات سبب ګرځیدی شی خو د ملامت کوونکو غوغا باید څوک تم او وخت ضایع نکړی لکه چی وای
    عرفی تو میاندیش ز غوغای رقیبان
    آواز سګان کم نکند رزق ګدا را
    او اوس باید دد ی اعلی او نجات بخش جهاد سره په هیڅ قیمت معامله ونشی چی همدا یواځینی د مؤمن ملت د نجات او عزت لار ده چی الله رب العزت او مؤمنان راضی کوی

  2. صدیق چکړي په مکه معظمه کې د احمدشاه بابا د وخت رباط یا د افغان حاجیانو د اوسېدو مځکه خرڅه او قیمت یې له ځان سره لندن ته یو وړ او ښه په نره یې هلته مصرفوي.

  3. سلام
    عاقبت گرگ زادہ گرگ شود
    گر چہ با آدمی بزرگ شود
    د لیوہ بچی لیوہ دی ھغہ ھیخ وخت خپل کیدای نہ شی پہ سیاسی لحاظ د جکومت روابط او ضوابط سرہ ترلی دی یو دبل سرہ اریکی ھم لری خو ستونزہ لہ کومہ وخت نہ ر اپیل شوہ دکرزی لہ دارنی ، سازش کاری ، فریب کاری او لہ پلمو دکو دورو نہ
    دی بیسوادو جاھلو ، کاسہ او کپریو باندی ولسمشر غنی بابا خہ وکری دا ماھر لندہ غران خو خپلی گتی ھر وخت محاسبہ کوی چی ستر مثال د افغانستان د بھر نیو سلب اعتماد وی ما شام لاھم کرہ او پورتہ گرخی چکری یی ھم بشپر مثال دی دا کورنی کا جی بی دای اس ای پت او پہ داکہ او لہ دی نہ او چتہ گونگ او محافظہ کارہ نا یبا نو باندی بہ ولس مشر خہ وکری ؟ دل تہ خو ھر دول ناروغی د وخامت لہ مرحلی ھم اوری
    یو غل ، غل دی پہ ھیخ قالب کی برابر نہ راخی حیف د مجاھد ولس او ددی ملت پہ پاک نفسو شخصیتو نو ، د جھاد پہ ھغو کسانو چی نہ زور لری او نہ زر او د ملحدانو پہ وراندی یی ھرخہ لہ لاسہ ورکرہ

ځواب ورکول ع شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *