پسرلی

مرګ یوازینې چاره ده ، چې آن تورې او کلمات هم د هغه له انځورېدو ناتوانه کېږې.  إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

اميد که راولې چې په تيارو کې نه شي تور

د لمر په سمندر يې ، لمبولى راوله

د خدای بښلي محمدصدیق پسرلي په ویر کې :

خدای بښلي محمدصدیق پسرلي ته، په دې مبارک ورځ (مولود شریف ) تر تولو غوره جنت، ارامه ارواح او د سپېڅلي روح سکون، کورنۍ، خپلوانو، لېوالو او د هغه د هنر او تخلیق مینه والو او له هغه ډلې ځانته زغم او تسل وړاندې کوم .

او اوس د ده د هنر او تخلیق په اړه

اشنا راځه ، فرصت درسره پلى راوله

سپرلى د نيکمرغۍ ، ترلاس نيولى راوله

څادر راباندې خپورکړه ، له مينا سره کړه پام

شيخان گرځي ، محفل ته ساقى غلى راوله

چې تل تر وتازه وي، په شبنم يې څه سپارې ؟

د هيلو گل د زړه په وينو وللى راوله

د خداى پر دې مخلوق چې يې ، رڼا نه لوريده

په ټيټ سر يې، لکه سيورى شرمېدلى راوله

د نويو خوشاليو وړ که نه يو ،نو خاونده

په تېرو بهارونو کې يو ښکلى راوله

اميد که راولې چې په تيارو کې نه شى تور

د لمر په سمندر يې ، لمبولى راوله

يا ما درسره بوزه ، شنو لمنو ته سپرليه

يا بوى دشنو شوتلو ، نښتېځلى راوله

کله چې مې د ده پر څلوریزو څه لیکل ، داسې له نوښته ډک انځورونه پرمخ راتلل:

” ورک بهېر، د هېلوکډې په شا، د صدف تنده، د هسک جاله، د لمبوڅلى، د شپې غولى، په نور کې ځلېدل، د جومات د وره په شان د غېږې پرانستل، د ژوند ماشوم، ويده بهار، د ژوند تاک، د شپې څادر، څراغ نه د امسا جوړول، د غرونو لمن چکنول، زړه کې د هېلو زنگول ، د ستوريو پنډه رمه ، د ستوريو ډمه، نا گټلى سلطنت، ويده رڼا، د ځوانې په خوب کې د سترگو رڼيدل، له ښاپېرو خالى گدر او نور ډېر ډېر بې ساريترکيبونه، تخييلات ،انځورونه او بېلگې  دي چې د ده څلوريزې لا پسې رنگينوي .”

وطن، مېنه، خاوره او هېواد

نغرى، کور، کلى، ښار، هېواد، وطن، افغانستان، هغه تر ټولو نه سخت او زورونکى دردونونه دى، چې د محمدصديق پسرلى په فن کې ځان راښکاره کوى.

وطن، کور، کلى د هغه د دې شعرى جوړښت ، جوړښت جوړوى.هغه پسې خپتيان، د هغو په درد درديدل ، د هغو په ياد شپې سبا کول، د هغو د بېلتون په اور کې سوېدل، د هغو له يادونو د لمانځنې لپاره د څليو جوړول، د استاد پسرلى د څلوريزو ترټولو غوره مضمون دى.

د وطن خاورې، دوطن خاورئ

فرياد دې اورم، فرياد مې نا ورې

نړي خو هسې په غوږ کڼه شوه

کاشکې چې ته مې، څه ناله واورې

١٦٦مخ

ښکلى هېواده ، ښکلى هېواده

دنامرادو  ، د زړه مراده

که فردوس برين کې هم يم

خداى خبر ووځي، زما له ياده

١٢٤مخ

اويا:

ژيړيه لمره! ژيړيه لمره!

چې په خير واوړې بيا له خيبره

زما لپاره بوسه راواخله

د وطنوالو له بام او دره

١٢٦مخ

د هغه په شعر کې وطن مضمون نه دى، هغه په خپله شعر او هنر دى. د هغه په زياترو څلوريزو کې وطن ناست دى. وطن ولاړ دى. وطن سوځى، پر وطن يرغل کېږى، وطن ټوټه کېږى، وطن وږى او وطن تږى دى، وطن بربادېږى او دى ىې په هر حال سوځى، کله د هغه د مينې په اور کې، کله د وطن د ښاديو په لميو کې او کله پر هغه د بل شوى اور په لمبو کې ، وطن ورځ ده او وطن شپه ده:

چې شپه ويده شى، په خپل څادر کې

پيڅه ، لمن مې درښکلولاى

يا لکه مخ په غرمه کې سورى

په سينه ورو ورو در ښوئيولاى

٨٦مخ

 خو سره له هغه هم د ده په ټولو څلورېزو کې  وطن مغرور دى، وطن سرکشه دى، وطن وياړمن دى، او وطن ابدى گران او وطن وطن دى:

چې په خپل واک او په خپل  ديار وم

له خپله ذوقه ، باغ وبهار وم

د سپينو غرونو، په شنه لمن کې

په زړه سپرلى وم ، که گل او خار وم

١٦٨ مخ

وطن، د وطن درد ، د وطن د پېړيو پېړيړ غم، د وطن ابدي مينه، د وطن نه نه هېرېدونکى ياد، د ده په زړه کې د وطن ناست سندر مار، د ده د غزل، په تېره څلورېزلىکنې د ستر هنر د الهام تر ټولو غوره سر چينې دى:

ښکلى کابله ! ښکلى کابله!

د هېوادونو د پگړۍ  وله

د چا له لاسه تالا ترغی شوې

چا پريشان کړې، خواره اوربله

١٣٤مخ.

زه چې کله د استاد پسرلي څلورېزې لولم . په هغه کې  ماته وران وطن سمدلاسه لاله زار کېږى ، کله وايم که د هغه له څلورېزو دوطن مضمون لرى شى ، خداى خبر چې هغه به د تصوف د غېږې هغې وچې برخې ته ورلويدلى واى او که د حکمت او يا د جگړې د بې رحمه مضمون منگولو ته

دا لړۍ به دوام لري …

One thought on “هر خبر چې رارسېږي، بیا د مرګ دی…/ دوکتور لطیف بهاند”
  1. ښاغلوم پښتنو مشرانو،زما همځولو اوګرانوکشرانو وروڼو!داستاذ م۰ص۰پسرلې په مړينه ژاور وېر جن شوم ،سل افسوسه چه دمرګ ترخه څپيړه به دهر ژوې په مخ لګيږې!د دنيا فانې اوبې وفاده!!!!!
    که څه زر کاله پاييږې هم دې نه وينم احيا
    راشه وګوره همزولي چې يې ځای دی په بيد يا
    که نارې ورباندې وکړې هيڅ به نه شي در ګويا
    تورې خاورې شول په ګورکې چې د سترګووو توتيا
    ټولو افغان فر هګيانو، فر هنګپالو او دپسرلې صاحب درنې کورانۍ ته ژاوري خواخوږۍ وړاندې کوم!!!!!
    ارواښاد پسرلې صاحب د تر ټولو ستر جنت په هيله يم!ادم خان ځدراڼ ۰اديسه اوکراين

ځواب ورکول adam khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *