جنرال زرین لاد خپل کاري دفتر میز شاته په کرسۍ پوره ډډه نه وه وهلې چې په درنګ شیبه کې ېې له دندې د ګوښه کیدو خبر راغئ. لکه ما ر ېې چې وچیچي په چوکۍ کې له غوسې تا وو را تاو شو. میز ېې له ډیره تاوه داسې په زوره په سوک وواهه چې په میز ایښی د خپل تصویر چوکا ټ ېې دړې وړې کړ. د تصویر د چوکاټ ښیښه دړې وړې اوپه ښیښو ېې میز او ځمکه دواړه وپوښل شول. دده له لاس هم په وینو  سور راواوښت . له غضبه یی چیغه کړه:

ـ د چا پلار مې هم نشي لیرې کولی!

دده په غږ دده د فتر ټول کارکونکي وار خطا او بیرې ونیول . ګڼ له خپلو خونو راووتل چې د خپل ریس د نا ببره غوسې

عبدالوکسل سوله مل
عبدالوکسل سوله مل

او چیغې علټ ولټي اوځان پوه کړي چې څه ټکه راولویده .خو ریس چې له غوسې او سودا ځمکې ځای نه ورکاوه ژر له ځا یه را پورته او نیغ د خپل ملګری چې دده وزیرهم و دفتر ته ورغئ. پرته له دې چې له سکرتریت اجازه وغواړي سده په دروازه ورننوت.له ننوتو سره سم ېې په لوړ آواز له هرډول سلام او درناوی پرته له لیرې په لوړ آواز وویل:

ـ دا رښتیا دي؟

وزیر ځا ن نا خبره او په هر څه ځا ن ړوند او کوڼ وا چاوه پرته له هر ډول غبرګون ېې په سړه سینه پوښتنه وکړه:

ــ څه شی؟

غوسه یی لا زیا ته شوه چیغه یی کړه:

ــ څنګه څه شی : زما ګوښه کیدل؟

د وز یر شونډې ورپیدې . نرۍ موسکا ېې وکړه. له کرسۍ په کرار راولټید او په سړه سینه یی خبر تا ید او تصدیق کړ:

ـ هو ،خو مه بیریږه ! دا هر څه پلان شوي دي .

جنرال زرین حیرا ن او خوله ېې وازه پا تې شوه ، ټکان یی وخوړتندی ېې ګونځې شو او په حیرانتیا یی وپوښتل:

ــ پلان! دا څنګه پلان دئ ؟

او له دې سره ېې بیا غږ لوړ شو:

ــ نن مې په پلان له دندې شړئ سبا به مې د ګرفتارۍ پلان جوړوئ که څنګه؟

وزیر وخندل :

ـ ولې ډاریږئ ، تا څومره زندان ته اچولي دي ، که یوه ورځ ته زندان ته ولویږې نو آسما ن به را ښکته شي؟

د جنرال زرین د غوسې اور او تاوو نورهم پورته شو :

ــ زه د ويرې سړی نه یم.

ـ نو بیا څه خبره ده ؟

ـ زما د حیثیت ، د شرم او عزت خبره ده . دا خلک او دنیا به څه وایی؟

وزیر چې له څوکۍ را پا څیدلی وو په ورو دده لورته راولټید او دده په وړاندې ودرید:

ـ خو زه دې له شرم خلاصوم کنه . سپینوم دې

په سبینولو ېې خورا فشار راوړ. جنرال زرین میز ته ډب ورکړ:

ـ له څه نه؟

ـ له ټولو تورونو چې اوس ېې ټولې رسنۍ نیولي دي.

ـ خو په دې ټولو خبرونو کې ته له ما ډیر یادیږې. او ما چې هر څه کړي ستا په مټ او فرمان مې کړي.

خو چې ثمر ېې خورې تا وان به ېې هم ګالې.

وزیر ته هم غوسه ورغله :

ـ خو ته هم خالي جیب کور ته نه ېې تللی او وړیا دې هیڅ نه دي کړي.

جنرال زرین له ځا یه راولټيډ دده میز ته ودرید:

ـ دا کوم ثمر دئ؟ زه که درې کوره لرم ته له دیرشو هم زیات ، زه که درې موټره لرم ستا په درې سوو هم اوښتي دي. زه که ریس یم ته وزیر یی.

بیا یی لاسونه وغورزول په  وزیر ېې ستر ګې راوویستې:

ــ زه نشم کولی چې هم په دې دنیا د خپل عمل د سزا تاوان ورکړم او هم په هغې دنیا.

لاس ېې د هغه لور ته ونیو:

 دا دنیا به ته پرې کوې.

وزیر وخندل:

ـ خو ما څوک نه له دندې شړي او نه مې زندان ته لیږي. ځکه هما غسې چې تا له ما سره کړی ما بیا له دوی سره د چا په مټ چې زه وزیر یم. که زه رسوا شم بیا نو دا سې وبوله چې ټوله اداره رسوا او ړنګیږي او دا کار شونی نه دئ.

په دې استدلال او تشریح د جنرال زرین د غوسې په اور یخې اوبه ولویدې . سر ېې پوره خلاص شو . د وزیرپه اوږه ېې لاس کیښود:

ــ اوس مې نو په رښتیا زندان ته هم اچوئ؟

وزیر بیا وخندل:

خا مخا، بله چاره نلرو، ستا په سپینیدو موږ ټول سپینیږو. خو په هیڅ جرم با ید اعتراف ونه کړې.

جنرال زرین ته هم خندا ورغله :

ـ زه خو به اعتراف نه کوم ، خو که دسوکانو او لغتو باران راباندې جوړ شي او د ډنډې په زور مې اړباسی

بیا څه وایی؟

وزیر د پیغور په بڼه وویل او دده غیرت ېې وننګاوه:

ـ او تا چې خلک شکنجه کول په څو تنو دې اعتراف کړی، له هغو خو ته بې غیرته نه ېې.

بیا یی په ډاډینه په سر لاس ورتیر کړ:

ـ مه ډاریږه چې زه یم څوک دې په زور نه اړباسي خو پا م چې په چل کې دې را ګیر نه کړي.

جنرال په غورو او با ټو راغئ :

ـ په چل یی پلار هم رانه خبره نشي ویستلی خو که رښتیا ووایم هما غسې چې د نورو د وهلو او زورولو میړنی یم د ځا ن د وهلو تا ب اوس نشم راوړی ، هغه ځوانی او مستي اوس چیرې پا تې ده، په واړه ګوزارلس تیندکونه خورم.

وزیر په کړس وخندل . جنرال زرین ځا ن نورهم ځان ورنږدې اوپه ورو ېې دهغه په غوږکې په کراره وویل:

ـ څو ورځې به هلته پا تې شم؟

وزیر ډاډ ورکړ:

بس لس یا پینځلس ورځې .

د جنرال زرین رنګ وغوړید . طبعه یی جوړه شوه او اندیښنه ېې والوته. په خوشحالۍ او رضا یت ېې بیا وزیر وپوښت:

ـ چې له هرڅه تا او ځا ن سپین راوبا سم بیرته به پخپل ځای مقرر شم ؟

وزیر چې له خپله پلانه خورا راضی وو په خلاص مټ ډاډ ورکړ:

ـ غم مه کوه زه چې دې د څو ورځو د خوارۍ او کړاو پلان جوړوم دا شان دې د دایمي ترقۍ پلان هم جوړولی شم . چې څنګه راووځې له دې به دې لا لوړه چوکۍ خپله شي. او په اوږه به دې بل ستوری هم ورزیات شي.

او په دې سره دواړو وخندل .

لندن ـ سوتهال

د ورځې دوه بجې

د ۲۰۱۶میلادي کال د اکتوبر ۹

One thought on “  هر څه د پلان له مخې (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل”

ځواب ورکول جمیل خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *