تاند- په افغانستان کې هر کال له ۱۰۰ تر ۱۵۰ تنه د لېونیو سپو د داړلو له کبله له ژونده بې برخې کېږي.
د کابل ښاروالي مرستیال مسیح الله محبوب وايي«لېوني او دیدو سپي د خلکو د داړلو له لارې د لېوني سپي میکروب خپروي. د لېوني سپي له لوري داړل شوی کس په اسانه نه تداوي کېږي او له همدې کبله په ټول افغانستان کې د لېونیو سپو د داړلو په نتیجه کې د کال له سلو تر یو نیم سل افغانان مړه کېږي.»
ده زیاته کړه، له دې خطره د خلکو د ژغورلو لپاره کابل ښاروالي د څارویو له مایهو ټولنې (Mayhew Animal Association) سره یوه موافقه لاسلیک کړې ده.
ښاغلي محبوب وویل چې د دې موافقې پر اساس به کابل ښاروالي د مایهو ټولنې په همکارۍ هڅه کوي چې هر کوڅه ډب سپی واکسین کړي څو کابل ښاریان د لېوني سپي د ناروغۍ له خطره وژغورل شي.
د کابل مرستیال ښاروال ونه ویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یا په خپله ښاروالي ولي نه شي کولی چې د بهرنیانو له مرستې پرته کوڅه ډب سپي واکسین کړي.
ده په عین حال کې وویل چې کابل ښاروالي او مایهو ټولنه به په ګډه په دې کار وکړي چې خلک د لېوني سپي د داړلو له خطره او د داړل کېدو په صورت کې له هغو اقداماتو خبر کړي چې داړل شوی کس یې باید عملي کړي.
د مایهو ټولنې پراجیکټ ډایرکتر عبدالجلیل محمدزي وویل، په هند کې د دوی تجربې ثابته کړې چې کوڅه ډبو سپو ته واکسین د لېوني سپي د ناروغۍ په مخنیوي کې ډېره مرسته کوي.
ده ونه ویل چې په دې کمپاین به څومره پیسې ولګېږي خو یادونه یې وکړه چې ډېر مصرف لري.
دا ډیره عجیبه شانته معامله ده؟ یو بشپړ ملک د کوڅه ډبو سپیو دچاری او کابوکولو څخه عاجز دۍ. پخپله په خیرات چلیږی بیا د کوڅه ډبوسپیو د واکسین چاری د بهرنۍ موسسي سره قرارداد کوی.ددی ستونځي چاره دا هم نده ځکه د سپیو د آبادۍ وده ډیره ګړندۍ ده. اووژل یی د انسانی اواسلامی اخلاقو څخه لیری دی .بنا پردی غوره لاره یی دغه ده چی داسی دوا ورکړل شی تر څو کوڅه ډبی سپی شنډ شی اود نسل د زیاتولو توان یی کمزورۍ شی .د بیوزلوهیوادونو لویه ستونځه د آبادۍ ډیریدل اودسرچینو کمښت دۍ.
داسپي دې له یوداسې هیواد سره قرارد کړي چې هلته د سپیو ساتل او یا د هغوي د غوښو خوړل دود وي.