وايي د هټلر یو کمال دا و چې ښه تقریر به یې کاوه، خلکو ته به یې ویل چې ټوله دنیا د جرمنانو دښمنه ده، ټولې نړۍ مټي رابډ وهلي چې جرمن نژاد ختم کړي، بیا به يې یهود، کمونسټ او نورو ډلو ته ګوته ونیوله چې دوی زموږ په ضد ډېر شوم پلانونه لري. خلک به یې دومره وډار کړل چې خپله راتلونکې به یې تیارو کې ولیده او سخت به ورخطا شول، بیا به یې په خپل خاص انداز لاس پورته کړ، چې هیڅ غم مه کوی، زه خو ژوندی یم، بس ماپسې راشی د دښمن دا ټول شوم اهداف به درته دړې وړې کړم. په دې توګه به یې میلونونه هوښیار جرمنان له خپلو فاشستي افکارو پسې روان کړل. اوس په افغانستان کې هزاره فاشستان له عیني فورموله کار اخلي او د افغانستان ټول قومونه او خلک د هزاره ګانو دښمنان معرفي کوي او بیا د هغوی نه یو موج جوړوي او دوی په دې موج سپریږي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

زموږ هېواد تر بل هر وخت له ډېر نازک او خطرناک حالت سره مخ دی او خلک د روان جنګ له لاسه د خپل راتلونکي په اړه تشویش کې دي، په داسې بدو شرایطو کې چې حکومت هڅه کوي یو د خیر او عام المنفعه کار وکړي او د سترو ملي او بین المللي پروژو عملي کولو ته يې مټي را بډ وهلي دي، د خلکو په زړونو کې هیلې راټوکېږي او د راتلونکي په اړه هیله مند کېږي، نو د افغانستان دښمنان چې له یوې خوا عملا د نظام په ضد جنګېږي او په دې جنګ کې تر اوسه هر ځای کې ناکام دي، دا ځل یې ددغسې فاشستانو په وسیله ظاهرا د قانوني او مدني لارو زموږ یوالی په نښه کړی دی چې له منځه یې یوسي او بیا ددغسې لویو پروژو د عملي کولو مخه ونیسي چې ښه بېلګه یې د یو څو فاشستانو له خوا د هزاره ګانو را پارول دي چې ګني حکومت او نور قومونه دوی سره ظلم او زیاتی کوي او د برق مزي په بله لار بیايي. خلک هم لکه د هټلر د وخت د جرمنانو په څیر فکر نه کوي چې ددې شاته کوم اهداف پټ دې په پټو سترګو ورپسې روانېږي او فکر کوي چې همدا یو څو تنه زموږ ژغورنکي او قهرمانان دي.

د ټوټاپ پروژه یو ملي نه بلکې بین المللي پروژه ده چې پنځه هېوادونه په کې ښکیل دي او په دې کې د افغانستان نقش د خپل موقعیت له امله مهم دی، خپل نظر ورکولای شي خو سل په سلو کې د افغانستان نظر په کې نه منل کېږي، دا پروژه په ډېره لوړه کچه د بین المللي ماهرینو له خوا ډیزاین شوې چې هغوی یې بیا  عملي کولو ته مټي را بډ وهلي دي، ددغې پروژې د مسیر بدلولو کې خو لومړی زموږ د حکومت نقش ډېر ضعفه دی، او په دې خبره دغه فاشستي کړۍ هم ښه پوهیږي، چې خلک هسې هم ددې پروژې په تخنیکي اړخ نه پوهیږي راځه هر څه دې چې وویل خلک یې مني، له همدې امله دوی هڅه کوي هر څومره چې کولای شي له دې نه په داخل کې د ځان په ګټه سیاسي ګټه واخلي او له بلې خوا په بهر کې ځانته دوستان پیدا کړي، همدارنګه په داخل کې د پخواني حکومت فاسد چارواکي چې نن ورنه منصب او چوکۍ اخیستل شوې ده،  هغوی هم فکر کوي چې همدا په حکومت د فشار راوړلو ښه فرصت دی دغه میدان ته رادانګلي او تنور ګرم دی خپلې ډوډۍ پرې پورې کوي.

دوی فکر کاوه چې دا به هم لکه د ولسمشر کرزي د حکومت په څیر دوره وي، چې که له دغه تخنیکونو کار واخلي نو حکومت به ورته تسلیم شي او د ټوټاپ پروژې د سبوتاژ کولو نه د لاس اخیستو په بدل کې به ورته امتیازات ورکول شي، خو ولسمشر غني د مخالفت له دغې لویې څپې سره ښه معقول او سوړ چلند وکړ، ورخطا نشو او په کور دننه او لندن کې يې د حکومت له دغې فیصلې نه په کله ننګه وکړه او ویې ویلي چې دا پریګړه د اقتصادي عقلانیت پر بنیاد شوې ده چې په دې کې به هیڅ ډول قومی او سیاسي فشار ته تسلیم نشي.

خو بیا هم د روشنايي په نوم چې کوم خوځښت رامنځته شوی دی، ولسمشر هغوی را وبلل چې راشي او ورسره خبرې وکړی، خو د هغوی مشران حاضر نشول چې ولسمشر سره مخامخ په دې اړه منطق ووايي ځکه پوهیږي چې داعیه یې په حقه نه ده او په دې برخه کې قوي منطق نه لري، خو بیا هم ولسمشر بیګاه اعلان وکړ چې پروژه یې وځنډوله او یو کمیسیون یې وټاکه چې خلکو ته خبره ښه څرګنده شي چې کېسه څه وه او څه باید وشي، کمیسیون کې د همدغه خوځښت هزاره مشران هم شامل کړل، خو دوی بیا هم په خپل خره سپاره دي او وايي چې مظاهره به کوي او له خپل موقف نه نه په شا کېږي.  دلته څو خبرو ته اشاره کول غواړم.

اول، کله یو ملت مهمې پریکړې کوي باید له ډېرو سختو شرایطو تیر شي او سختې پریکړې وکړي، ملي پروژې باید داسې وي چې که د افغانستان په هره سیمه کې اجرا کېږي خلک باید پوه شي چې له دې نه ټول هېواد ته ګټه رسیږي او هغه د هغې سیمې لپاره امتیاز ونه بولي بلکې دا د ټول افغانستان په ګټه وګڼي. د افغانستان دولت د لومړي ځل لپاره د ډېرو مهمو پروژو عملي کولو ته مټي را بډوهلي دي، چې د برق د انتقال له پروژو علاوه سږکال به په شلو بندونو هم کار پیلیږي دا هغه څه دي چې زموږ ګاونډیان لکه ایران او پاکستان ته هیڅ د منلو نه دي چې افغانستان دې خپلې اوبه مهار کړي او بې ددوی د خوښې دي په هېواد کې ملي پروژې پیل کړی، نو ځکه یې هڅه داده چې دغسې جنجالونه خلق او بیا یې لوی کړي او بالاخره دا هر څه په ټپه ودروي.

دویم، خبره دا چې تیر حکومت کې په مهمو پروژو کار شوی و، خو د کاغذ په مخ، عملي کولو ته یې چا زړه نه ښه کاوه او همداسې بندې پاتې وي، ولسمشر غني یې عملیاتي برخې باندې کار پیل کړ، د سلما بند، د کاسا زر پروژه، ټاپي او دا دی څو وروځې وروسته به د چاه بهار پروژه هم پرانیستل شي، دا ټول هغه کارونه دي چې مخکې د ګاونډیانو او د نورو اړخونو د فشارونو له امله په ټپه ولاړې وي، کله چې ولسمشر غنی دومره تحرک پیدا کوي او غواړي هېواد د خودکفايي خواته لاړ شي طبعیي خبره ده چې مخالفتونه به هم ورسره کېږي، خو مهمه داده چې دغه مخالفتونه وپيژندل شي چې په کوم اساس کېږي او ولي ددې په وړاندې په یو او بله بهانه خلک تحریک کېږي.

درېیم، اوس ټاکل شوې ده چې نن به مظاهره کېږي او دوی به خپل زور ازمايي کوي، خو هیله ده چې دا مظاهره په خیر او خیریت ختمه شي او کومه بده پېښه په کې رامنځته نشي، که خدای مه کړه کومه بده پېښه په کې رامنځته شي، تجربو ښودلې چې له دغسې پېښو فاشستان لا پسې ناوړه ګټه اخلي او د لا زیاتو خلکو د تحریکولو لپاره یې کاروي، خو ښه دا شوه چې اوس خلکو ته د ډېرو مهمو کسانو اصلیت او شخصیت څرګند شو، حتا د هغو چې ځانونه به یې ډېر ملي او فراقومي ګڼل، خو نن موږ ولیدل چې دوی څنګه د قومي تمایلاتو په اساس ټول په یو اخور راټول شول، خو یوه خبره باید یاد وساتو چې ولسمشر غني، هغه څوک دی چې فاسد نه دی، په فاسدانو یې ځمکه تنګه کړې ده او دغه وخت کې فاسد او عقده من فاشستان له هرې وسیلې کار اخلي چې دنیا ته افغانستان بد او خراب معرفي کړي او بیا پر افغانستان مرستې بندي کړي، ددوی دا کار تر طالب ډېر اغیزمن دی ځکه طالب افغانستان ته له یوې بدې لارې تاوان اړوي او نړۍ پوهیږي چې طالب څوک او ولي داکار کوي، خو هزاره فاشستان بیا ظاهرا په ډېرې مدني لارې غواړي دنیا ته افغانستان بد معرفي کړي او بیا خپل وطن ته تاوان ورسوي چې ددوی دا کار تر طالبانو ډېر خطرناک دی. دوی په لوی لاس غواړي هزاره ګان له نورو قومونو سره په جنګ واچوي او بیا دنیا ته د خپل مظلومیت څیره څرګنده کړي او په توګه یې یو څو روشنفکران چې په غرب کې میشت دی او د پناهندګۍ ستونزه یې نه ده حل شوې حل کړي.

په اخر کې دومره وایم، چې دا ډول شرایط او اعتراضونه ښه وي، ښه او بد خلک په کې تشخیص کېدای شي او حکومت کولای شي همدغه جنجال  کې فرصت ولټوي او ددغو هزاره سیاسینو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.د هزاره فاشستانو او غني ترمنځ جنګ به که خیر وي بالاخره غني ګټي او دا خلک به مختورن پاتې کېږي.

2 thoughts on “هزاره فاشستان د پردیو په خدمت کې/خلیل کمال”
  1. د هزاره فاشیستانو تبلیغات ، ادعاوی ، سپکاوی او رمباړی د دی سبب شوی چې د افغانستان ټول ورونه قومونه ، ولسونه ، ځوانان ، مدنی ټولني ،ګوندونه سره راټول او خپل منځی اختلافات یوې خواته پریږدی او د پردیو د مزدورانو په مقابل کې سره یو موټی او دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ووایی. د یو افغانی قوی ملی یوالی په لور.

  2. نوره ټوله لیکنه موډیره پر ځای ده خواخیری خبره چی د هزاره فاشتانو او غنی تر منځ جنګ. زما په فکر جنګ د هزاره فاشتانو او د افغانستان د ملی ګټو تر منځ ده نه د غنی او هزاره ګانو تر منځ

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *