درنو او معززو هیوادوالو کوم اشخاص چي په دی وختو کي غواړی اروپایی هیوادو ته په غیری قانونی ډول سفر وکړی هڅه وکړی چي په دی وختو کي له سفر څخه ډده وکړی ځکه چي موسم دژمی دی هره ورځ سمندر توفانی وی دترکیه او دیوانان هیواد مینځ کی یوازی وروستی پینځه ورځو کی هره ورځ یوه کښتی یا دوه کښتی ډوبیږی چي په پایله کی تر سلو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی آیا اروپا د دی ارځښت لری چي خپل ژوند په دی لاره کی قربانی کړی ؟؟
ګرانو هیواد والو لکه څنکه چی تاسو ته پته ده په دی وروستیو کی ډیری اروپایی هیوادونه هڅه کوی چي له خپلو هیوادونو څخه کډوال بیرته ستانه کړی زمونږ هیله داده چي د داسی یوخطرناک سفر لپاره زړه مه ښه کوی چي ستاسو ژوند هم پکی له لاسه تلی شی او ګټه یی هم هیڅ نه شته همدا تیره ورځ سویډن هیواد اعلان کړي چی ډیر ژر به ۸۰ زره کدوال له خپل هیواد څخه بیرته خپلو هیوادو ته ستانه کړی همداشان جرمنی او نور هیوادونه هم په داسی پروګرامونو کار کوی چې له خپلو هیوادونو کډوال بیرته ستانه کړی زمونږ هڅه داده چي خپلو هیوادوالو ته دا خبر ورسوو ترڅو خپل ژوند وژغوری سمندر ژمی ډیر سخت توفانی وی حتی لوی لوی بیړی سفر نه کوی هغه پلاستیکی بیړی چي تاسو پکی قاچاق وړونکی راوړی اوس چي ژمی دی په دی لارو راتګ ۹۰٪ سلنه مرګ دی
په یونان کي د افغانانو ټولنه
دیونان د افغانی تولنی مسولینو ته سلام! خوشحاله شوم چی په اروپا کی هم افغانان شه فعالیتونه لری او د ژمی د خطرونو مو افغانان خبر کرل، ولی ورونو که موجوده فعالیت مو دافغانانو په رسمی او قانونی دول باندی مو هلی زلی وکری شه به وی، زکه د نوری دنیا خلک یونان ته د راتلو شی برنامی لری هیله کوشش وکری، دا کیگی او کیدونکی ده، مننه