پوهنمل حاجی محمد نوزادی

                                                  ( څلورمه برخه )

     یادوونه : په دریمه برخه کی د یو شمیر بیلابیلو ژوند ته تهدیدونکو خطرونو د ځانګړتیاوو څرګندونی وشوی چی خبریدل ورباندی په زړه پوری دی . که مو لوستی نه وی ، د همدغی ویبپاڼی په ارشیف کی یی موندلای شئ .

۹ ـ  د کائیناتو ترمودینامیکی مړینه :

 دا برخه ښاغلی مهندس رزاقی د لومړی او دویم ترمو دینامیکی قوانینو پر بنسټ روښانه کړی چی هر چاته د پوهیدلو وړ نده . داچی دا لیکنی د ټولو د پاره په پام کی نیول شویدی  ځکه یی د نوموړو قوانینو د ژباړنی څخه تیریږم . دلته د یادولو وړ اصلی موخه داده چی د کائیناتو له عمره ۱۵ میلیارډه کاله تیریږی او د ترمو دینامیک قانون پر بنسټ کیدلای شی په سیسټم کی یی بی نظمی او ګډودی راشی او « حرارتی مرګ Death heat ) منځته راولی .

۱۰ ـ  د اټمی جنګونو Nuclear Wars څخه پیښیدونکی خطرونه :

د اړوندو ماهرانو په اند یو اټمی جنګ کولای شی بشری تمدن له منځه یوسی . د اټمی وسلو د نه پراخیدو په اړه اوسنی نړیوالی هڅی کولای سی د داسی خطر ریښی وباسی او د اټمی جنګ احتمال ټیټ کړی . په هر حال ، یو اټمی ژمی nuclear winter  کولای شی د بشر په پرمختللی تمدن کی ستر بدلون راولی .

۱۱ ـ  د ستورو د مړاوی کیدو خطرونه :

1د ستورو د عمر اوږدوالی د هغوی دجسم په لویوالی پوری تړلی دی . هر څومره چی ستوری لوی وی ، عمر یی کم دی ځکه چی موجودیت یی په لږ وخت کی و ډیری انرژۍ ته اړتیا لری . دستورو عمر د څو میلیون کالو څخه تر پنځه میلیارډ پوری شمیرل شویدی . د اخیری څیړنو له مخی د نوو ستورو د منځته راتلو امکانات سست دی او پدی توګه هغه ستوری چی له منځه ځی ، ځای ناستی یی منځته نه راځی . له همدی کبله کائینات کرار کرار تاریک کیږی او د پوهانو د اټکل پر بنسټ به پنځه میلیارډ کاله وروسته د نړی روښنایی نیمه شی . دا به هغه وخت وی چی زموږ د لمر عمر هم پای ته په رسیدو دی . د یادولو وړ ده چی نوی ستوری د پخوانی لویو ستورو څخه د سوپرنووا په بڼه د انفجارونو له مخی منځته راغلی او زموږ لمر هم ددغه ډول ستورو څخه دی چی پنځه میلیارډ کاله مخکی د سوپرنووا په مټ را زیږیدلی دی  .

۱۲ ـ  د تصادفی یا دوره ای کنګلونو( یخبندونو) خطرونه :

جیولوجیکی ( ځمکی پیژندنی ) څیړنو ښودلی چی د ځمکی د عمر په اوږدو کی د ټاکلو دورو په اوږدوالی پر ځمکه باندی کنګلونه واکمن شوی . یو لدغو څخه ۶۰۰ میلیون کاله دمخه او بل یی ۲۰۰ میلیون کاله وړاندی منځته راغلی او له کبله یی د ځمکی د مخ نژدی ۹۰٪ حیوانات تباه شویدی . د اخیرنی ۷۴ زرو کالو په موده ځمکی د کنګلونو اته دوری Ice Ages او همدارنګه د تودوخی اته دوری تیری کړیدی . اټکل کیږی چی ۵۰۰۰ کاله وروسته به د شمال د لوری د کنګلونو یوه نوی دوره را وغوړیږی .

نوی څیړنی ښئی چی د ځمکی په تاریخ کی د کنګلونو ۱۲ شدیدی دوری منځته راغلی دی . د نوموړو دورو تر منځ واټن معمولا د ۴۰ زرو څخه تر سل زرو کالو پوری شمیرل شویدی . د ځینو نورو اټکلونو پر بنسټ کیدلای شی د کنګلونو نوی دوره شل زره کاله وروسته پیل شی .

دغه دوره ای کنګلونه پر بشری تمدن باندی ډیر ناوړه اغیز ښندی چی کولای شی د ځمکی شمالی برخی په امریکا ، اروپا او اسیا کی د ژوندنی حالت نه وباسی . اخیرنی کنګلونه نژدی لس زره کاله مخکی له منځه تللی او د بشر دغه اوسنی تمدن د همدغو کلونو لاسته راوړنه ده .

۱۳ ـ د فضایی توکو د ناببره سره پاشل کیدو او له منځه تلو خطرونه Cosmic  Collapse  :

په فضا کی یو ناببره ذره ای بدلون یا نوسان  A Random Quantum Fluctuation کولای شی چی د نور په ګړندیتوب سره ویجاړونکی حالت منځته راولی ، نړۍ ګډوده او له منځه یوسی . پدی اړه په ۱۹۸۰ کال کی دوو تنو پوهانو د ځمکی د پاره د یوه عجیب او ډیر بد فال وړاندوینه کړیده . ددی اټکل له مخی کیدلای شی د ځینو لاملونو له مخی په جهان کی یوه بیساری انرژی منځته راشی ، ټول موجودات وسوزوی او هر څه په بخار واړوی . دا ډار شتون لری چی دغه ډول انرژی په لابراتوارونو کی د فزیکپوهانو د تجربو څخه راپیداشی . دبیلګی په توګه د ستری انرژۍ درلودونکو اټمی ذرو د ټکر څخه چی په لوړه چټکتیا سره په کوچنی فضا کی یو دبله سره وکړی ، بیا نو د داسی خطرونو مخنیوی اسانه کار ندی ( ددغه خطرونو په اړوند د کاذبی او حقیقی خلا پر بنسټ د نسبیت د تیوری له مخی د اړینو فورمولونو په پام کی نیولو سره یادوونه شوی چی پوهیدل ورباندی په لوړه کچه د فزیک پوهنی ته اړتیا لری او داچی عام پوهاوۍ ته اړین ندی ، ځکه یی نو ورڅخه تیرشوو . ژباړ ) .

       ۱۴ ـ  زموږ خاورینی نړی ته د بهرنی موجوداتو د تهاجم خطرونه Alien invasion :

      زموږ د ځمکی پر کره باندی د بهرنی موجوداتو د یرغل خبره ناممکن کار نه بریښی . دوی ښایی وکړای چی دا کره بیخی ویجاړه کړی ، یا یی تمدن له منځه یوسی ، یا یی داسی مستعمره کړی چی د انسانانو څخه یی د غذا یا مریی په توګه کار واخلی او یا د ژوند ټولی سرچینی ور نه ترلاسه  او ځمکنی کره برباد کړی .

    که څه هم د بهرنیو موجوداتو (له بلی سیاری څخه راغلو بیګانه ګانو ) په هکله تر اوسه پوری هیڅ باوری شواهد نشته ، مګر یو شمیر پوهان لکه کارل ساګن Carl Sagan ددی موجوداتو د شتون امکان نه ردوی ، خو تر اوسه لا دا نظریه یوازی یوی ساینسی افسانی Science  Fiction ورته والی لری .

     فرمی پارادوکس Fermi paradox:

     په وروستیو څو لسیزو کی د پرمختللو میتودو په مرسته اړوند پوهان پدی توانیدلی څو په فضا کی نور داسی نظامونه کشف کړی چی په ځینو سیارو کی یی د ژوند امکانات شتون ولری . پدی توګه ښایی چی ځمکه یوه له هغو بی شمیره سیارو څخه وی چی په یوه یا بله کچه هلته د ژوند او تمدن امکانات شته . داچی د نوموړو سیارو ترمنځ واټنونه خورا اوږده دی ځکه نو دوی یوازی د نور په سرعت سره کولای شی یو دبل په چارو کی لاسوهنه وکړی چی دا یو اسانه کار نه ښکاری . و وینو چی راتلونکی کی به څه وشی .

     د « پوهنی راز » د خبر له مخی « کپلر تلیسکوپ » توانیدلی د کهکشان د شیدو په لاره کی تر داسی سیارو پوری ځان ورسوی چی ښایی د ژوند امکان هلته شتون ولری . ستوری پیژندونکو تر اوسه پوری پدی اړه دوی په زړه پوری سیاری موندلی دی . ښکاره ده چی انسانان تر اوسه په نیغه سره د داسی سیارو د څیړلو وس نلری ، ځکه چی دغه سیاری له موږ څخه د ۱۲۰۰ نوری کالو په واټن لیری پرتی دی . د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت رسنیو پدی هکله اړین مالومات خپاره کړل چی له مخی یی د نوموړو سیارو لویوالی د ځمکی د کری یو نیم برابر دی او یوازی د یوی روښانی نقطی په بڼه مالومیږی . د همدغه کال د می میاشتی په دریمه نیټه CNN یو جالب خبر خپور کړ چی ګویا پوهان په نورو سیارو کی د ژوند په اړه هیله من شویدی .پوهانو دری نوری نوی سیاری کشف کړی دی چی هلته زموږ د لمریز نظام نه بهر د ژوندی موجوداتو د شتون امکانات ډیر ښکاری .

       ۱۵ ـ  د ځمکی د مقناطیس د کمزوری کیدو خطر :

      د ځمکی مقناطیس چی موږ د اسمانی خطرناکو تشعشعاتو څخه خوندی ساتی ، کیدلای شی کمزوری شی . ددی کمزوره کیدو چټکتیا دومره لوړه اټکل شویده چی کیدلای شی د راتلونکو زرو کالو په موده کی بیخی له منځه ولاړه شی .

     د ځمکی د مقناطیسی قطبونو بدلون : دا ډول ادلون بدلون په هرو ۲۵۰۰۰ کالو کی یو وار تر سره کیږی . پدی کار سره ټول ناویګاشنونه حتی د مرغانو د پاره هم ګډوډ کیدلای شی . برسرسیره پردی د لمر څخه اسمانی خطرناک تشعشات بیله خنډه ځمکی ته رارسیږی او ژوند د خطر سره مخامخ کوی .

                                              د څلورمی برخی پای .

                                                                      پاته برخه مه هیروی

7 thoughts on “هغه خطرونه چی د ځمکی پرمخ ژوند تهدیدوي”
  1. پوهنمل حاجی محمد نوزادی صیب الله تعالا دی ډیر آجرونه درکړی، ډیر حیرانوونکی اونوی معلومات مو مونږ ته په پښتو ژبه لیکلی وه، ستاسی دغه خدمت ستایم اوپه دغه هکله ستاسی دنورو لیکنو په انتضار یاستو.

    دخدای په امان

  2. ډیر ګټور مالومات دي، خو ما د تاند په ارشیف کي هغه نوري برخي و نه موندلی، د تاند نه هیله کوم چی د هغه نورو برخو لینکونه هم په دغه او راتلونکو برخو کي ځای پر ځای کړي!
    مننه

    1. محترم حاجي صيب نوزادي يوې ډېرې مهمې سکالو ته نغوته کړې، چې ګنې تشيايي موجودات به يوه ورځ پرځمکني انسان بريد وکړه او هغه به په چورلټه ښکېل او برمته کړي. خو زه د نوموړې له دې اند سره موافق نه يم. تشيايي موجودات د ځمکنې انسان سره هېڅډول دښمني نه لري.بلکې هغوى د انسان سره خواخوږي لري، او په راتلوکې کې ورسره د ګډ ژوند هيله او غوښتنه لري. په دې اړه به زما بشپړ ځواب په راتلونکي يو يونيم کال کې د محترم حاجي صيب په لاس ورشي. ترهغو دې صبر وکړي.

    1. نوزادې صا حب ډیره په زړه پورې او مالوماتې لیکنه موکړیده. خو دغه یوټکی که واضح کړی چې په دغه او ستاسې په نورو لیکنو کښې ستا سې کورودانه (ماندینه) چې اصلا دروسیې ده او اولادونه هم ته ځنې لرې دکارمل په حکومت کښې چې ستاسې کور په میکروریانو کښې ووزما یوه ملګرې ته تا سو دغه خبره ورته کړیوه چې زما کورودانه روسۍ ده هغه مرسته در سره کوې که نه؟
      هیله ده چې دغه ځواب راکړی.مننه

  3. ښاغلی فضل وزیر هیله مند صیب ته درانه سلامونه

    وروره زه خیال کوم دلته دوه موجودات دی اول زوزی مازوزی دی، نه ویل کیږی که چیرته زوزی مازوزی راایله شی نو هغوی دومره ډیر دی چه دځمکی دکری په سر به دخوراکی موادو هیځ شی پرینږدی نوچه کله خواړه خلاص شی نو انسانان خپله دمشکل اویا برمتی سره مخامخ کیږی

    دوهم لکه ځینی ساینسدانانو او نجومییانو چه حدس وهلی دی یا خیال کوی شاید داسی یو سترګی، دوه سترګی، دری سترګی اویا ډیر سترګی انسانان یو ورځ دبلی سیاری څخه په ډیر تعداد کی راشی او دځمکی انسانان به دهغوی دڅیرو اوقوارو څخه وډار شی او حتی چه مړه به شی اویا داچه هغوی به په داسی لباس کی وی چه دغه لباس به دځمکی دانسانانو لپاره خطر ناک وی لکه داکس، ګامه ، بیتا شعاوی به ولری اویا نوری خطرناکی شعاوی چه تر
    اوسه دځمکی ساینسدانانو نه وی پیژندلی

    په هر صورت خدای ج دي زمونږ دځمکی په کره پام ولری ځکه هره ثانیه دخطر احساس شته اویا دغه خطر ډیر وخت ونیسی

    په هر څه الله ج پوهیږی الله ج دي زمونږ نړی بر قراره وساتی. آمین

ځواب ورکول عبداله کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *