ژباړه: محبوبه اکبر
پوهې او هوښيارې ښځې له ځان نه سم درک لري، دوي تل د خپله زړه خبرو ته غوږ نيسي او له هغه څه خبريږي چې د دوي په ذهن، بدن، او احساساتو کې جريان لري. هوښيارې ښځې پوهيږي چې: ۱- په ځان باندې باید باور، د نفس عزت او په نفس باندې اعتبار ولري. ۲- زړه سواندې، پرېکړه کوونکې، خلاقې، نظارت کوونکې او هوښيارې وي او ترهرڅه نه مهم دا چې وکولای شي د ځان کمزوري او قوي ټکي وپېژني. ۳- وکړای شي د هغه خلکو پر وړاندې، چې د کړنو(فعاليتونو) خنډ یې ګرځي او يا غواړي چې د دوي کړنې ترخپل کنټرول لاندې راولي څنګه څه ډول ځان ژغوري. ۴- د پرېکړې کولو وړتيا ولري د نورو خلګو ګټورو وړانديزونو ته غوږ ونيسي خپلې نظريې وړاندې کړي او وکړای شي چې د خپلې پرېکړې څخه ملاتړ او يا ننګه وکړي. ۵- د دې پر ځای چې د نورو خلګو د منلو(تاييد) په تمه اوسي ښه دا دي چې د نورو د درناوی د جلبولو په تمه اوسي. ۶- د دې له پاره چې نورو ته وښایي چې یوه ښه ښځه یو انسان ده او د نورو کسانو په څېر خپلو مسؤلیتونوته ژمنه ده. ۷- خپل ځان دې وپېژنئ او ځان ته درناوی وکړي، او ددې احساساتو سره د خپل ځان او د خپل ژوند واک په خپل لاس کې واخلي. ۸- د ارزښتونو او وړتياوو څخه يو روښان مفهوم راوباسي او هېڅکله خپل وړتيا د تاوتريخوالې سره غلط نه کړئ. ۹- هره ورځ دې په خپل ژوند کې بدلون او پرمختګ راولي. ۱۰- د خپل ژوند د لومړيتوبونو څخه باخبره واوسئ او وپوهيږي چې د هغوي له پاره ژوند لنډ دی او نه ښايی چې خپل وخت او انرژي په بې ارزښتونو څيزونو باندې تېره کړئ. ۱۱- نهيلي شرايطو باندې سترګې پټې کړي او پوه شي چې د “بهبود(ښه والی)” په لاره مزل کوي او يو څوک شته چې وکړای شئ تکيه پرې وکړئ يانې “پخپل ځان”. ۱۲- ددې پر ځای چې د نورو د خوشاليو له پاره هڅې کوي د ځان د خوشاله کولو له پاره دې هم هڅې وکړی. ۱۳- ځان ځاني او ځان خوښونې دې پريږدئ او هغه بحثونو او خبرو اترو ته دې ځان چمتو کړئ چې د دوي پر توقعاتو او غوښتنو باندې بحث کيږي. ۱۴- په دې دي پوه شي چې چې دوي کاملې نه دي او همدا نيمګړتيا د دوي ښکلا لا زياتوي او دا هم درک کړي چې دا يو ناممکنه کار دي چې يو انسان په هر برخه کې پياوړي او ځواکمن واوسي. ۱۵- وروسته د هر ناکامي څخه دې بېرته راپورته شي، تجربه ترلاسه کړي او پرمختګ وکړي او خپله تجربه هم له نورو سره شريک کړي. ۱۶- د ځېنو مخالفتونو سره وکړای شي چې خپلې اړتياوې بيانې کړي. ۱۷- انعطاف منونکي دې واوسي خو ماته دې نه مني. ۱۸- نورو له پاره دې يوه بېلګه او يوه الهام بښونکي کس واوسي. ۱۹- د ژوند په تولو پړاونو کې دې پر خپل خدای پاک باور ولري ان په هغه سختو شرايطو کې چې د ژوند څخه هيڅ ښه درک نه شي حس کولي. ۲۰- ځانونه به ګټورو مالوماتو باندې سمبالې کړي د واقعيتونو او خرافاتو ترمنځ دې توپير وکړای شي. ۲۱_ عاقلانه فکر دې ولري، عاقلانه رفتار دې ولري او تل دې په ياد ولري چې “ښځه” د خدای پاک یو با ارزښته مخلوق دی
ډیره ښه مطلب خدای وکړی چی هره کسانوته ددی په څیر یو میرمن نصیب شی لومړی زه هههه ډیره منطقی مطلب