سپین زر هوټل مخې ته د چا په تمه ولاړ وم.  یوه میرمنه په شنه چادري کې له پل باغ عمومي ګړندۍ را روانه وه. پر اوږه یې کوچنی ټغر پروت و او ارمونيي زوړ لوښی یې په لاس کې و. لکه څوک چې ورپسې وي، همداسې یې چټک چټک ګامونه پورته کول. مخې ته مې ودریده، چادري یې نیمه پورته کړه، پر سپیره مخ یې خولې را روانې وې.  سترګې یې راپورته کړې، ما ویل اوس به د کونړ سیند را خوشې شي او ټول کابل ښار به ځان سره یوسي.

په بند ـ بند غږ یې وویل: وروره پښتون یې؟ ما زمکې ته کتلې، د سر په خوځولو مې د ( هو) ځواب ورکړ. هغې ویل: پرون شپه مو په ولږه تیره کړې، ماشومان نور د خوځیدو نه دي. دا دی غرمه شوه، خو د خوراک څه نشته. همدا یو ټغر او لوښی مې کور کې پاتې و، هغه هم خرڅ نشول. څه وکړم، وه وروره!؟ پښې مې سستې دي، تر څو کورته ځم ماشومان مې له ولږې….

نوره خبره یې سلیګو کې ورکه شوه. اوار لړزیدم، مخامخ د امربالمعروف ډاټسن راغله. ما ویل هسې نه، له نامحرمې ښځې سره د خبرو په جرم را باندې شریعت تطبیق شي. ترې روان شوم، خو د هغې ډنډ سترګې مې اوس هم په ذهن کې دیره دي.

0 thoughts on “هغه سترګې مې نه هیریږي/ نعمان دوست”

ځواب ورکول Yousaf Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *