عبدالکریم خرم- د ولسمشر کرزي د دفتر ريیس

عبدالکریم خُرم –

ژباړه: سُکوت «پامیر»

نه مې غوښتل چې په دې اړه او دې ته ورته مسایلو باندې دومره زر څه ولیکم. خو د سي آي اې د شکنجو په اړه د امریکا د سنا د مجلس د راپور خپرېدو او د ولسمشر بارک اوباما له خوا یې غندنې دې ته وهڅولم چې قلم واخلم او دا خاطره ولیکم. د پولېنډ پخواني ولسمشر ویلي وو چې سي آی اې په پولېنډ کې هم پټ زندانونه درلودل او په هغو کې هم بندیان شکنجه کېدل. فکر کوم د واشنګټن د دې کړوړو پر خلاف د زیاتو غږونو له پورته کېدو سره به ډېر کسان دا جرئت وکړي چې د «تروریزم پر وړاندې جګړې» تر عنوان لاندې د وروستۍ یوې لسیزې دا وحشت او بربریت وغندي اما ډېرو لږو خلکو په هغه وخت کې دا جرئت کاوه، کوم وخت چې سپینۍ ماڼۍ دا جګړه د «د بدو او وحشي خلکو پر خلاف مقابله» بلله، چې ګواکې د دې په سبب د قربانیانو دفاع کیږي او هیڅ بېګناه به په دې کې ضرر نه ویني.

کله چې زه د ولسمشرۍ د دفتر د چارو سنبالوونکی وم له ډېرو خطرناکو او جنجالي دوسیو څخه یوه د بګرام زندان وه چې باید حل شوې وای. ولسمشر کرزي په تېرو کلونو کې هم پلاوي موظف کړي وو چې د بګرام زندان بررسي او د بندیانو د وضعیت په اړه راپور ورکړي. اما دا موضوع هغه وخت زیاته جدي ونیول شوه کله چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېټې رئیس استاد ګلرحمن قاضي بګرام ته لاړ او د سترګو لیدلي حال راپور یې ولسمشر ته ورکړ چې د کمیسیون په کلنۍ کې هم خپور شو. حامد کرزي د دې راپور په لوستلو تصمیم ونیو چې په هر قیمت کیږي باید دا بېګناه خلک له دې زندان څخه ازاد شي او د زندان کنټرول له امریکایانو څخه افغانانو ته انتقال شي.

زموږ د اټکل پر خلاف واشنګټن ته د امریکایانو تر کنټرول لاندې زندان او د بندیانو موضوع دومره ارزښت درلود چې تقریباً دوه کاله یې د افغانستان-امریکا پر اړیکو سیوری غوړولی ؤ. ولسمشر حامد کرزي له ما څو ځله دا پوښتنه وکړه چې دا زموږ د ملي حاکمیت او د وګړو د حقوقو مسأله ده اما امریکایانو ته ولې دا زندان دومره زیات ارزښت لري؟

له امریکایانو څخه د زندان د واک اخیستلو او د بېګناه خلکو د ازادولو په دې مجادله کې اوس یوازې دومره وایم چې هلته ولسمشر په مرګ تهدید شو او زه هغه ځای ته په لیږلو تهدید شوم چې هلته به ما «نارنجي جامې» اغوستې وي.

د همدې جنجالونو په ترڅ کې د ۲۰۱۲ز د مارچ اتمه شپه ټاکل شوې وه چې بارک اوباما له حامد کرزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي، چې د بحث وړ موضوعاتو څخه یوه یې د بګرام مسأله وه.

د ارګ ګلخانې ماڼۍ په یوه ځانګړې کوټه کې به معمولاً ویډیو کنفرانس ترسره کېده. د دې کار لپاره د کابل ماسختن چې د واشنګټن له سهار سره برابر وو غوره شو. موږ مجبور وو چې د شپې ډوډۍ په ګلخانه کې وخورو. د امریکا سفیر او د ناټو ځواکونو قوماندان هم په دې کنفرانس کې ګډون کولو، هغوی هم زموږ سره همدلته ډوډۍ وخوړه. له ډوډۍ خوړلو وروسته ولسمشر حامد کرزي د خپلو چایو ګیلاس واخیست او وې ویل چې زه مې پاس دفتر ته ځم، پنځلس دقیقې چې کنفرانس ته پاتې دي زه به مې دفتر کې یم. موږ څو تنه یعنې زه، جاوید لودین، د امریکا سفیر راین کراکر، د ناټو قوماندان جنرال الن، د ولسمشر ویاند ایمل فیضي او دوه تنه نور د میز چاپیر منتظر شوو.

په همدې جریان کې تیت او پرک خبرو دوام درلود. په یوه موقع کې جنرال الن جاوید لودین ته مخ کړ او ویې ویل: « موږ هڅه کوو چې د بګرام زندان پر سر جنجال کم کړو خو ستاسې ځینې مسوولین غیر مسوولانه خبرې کوي، چې د دې وضعیت د لا خرابۍ لامل ګرځي». د جنرال الن د خبرو پر مقصد باندې جاوید لودین ورسید، داسې چې ګواکې دوی مخکې هم په دې موضوع خبرې سره کړې وي. لودین وویل:

« زه تاسو درک کوم، هغه د دولت د رسنیو د مرکز کارکوونکی دی او داسې تصمیم نیول شوی چې هغه به نور په دې اړه خبرې نه کوي.»

یوه ورځ مخکې او تېره شپه د دولت د رسنیو د مرکز مرستیال صفت الله صافي د بګرام زندان او افغانانو ته د واک سپارلو او د ولسمشر حامدکرزي د ټينګار په اړه په دوو بېلو بحثونو کې په یوه راډیو او یوه تلویزون کې ګډون کړی وو او د ولسمشر له دریځ څخه یې دفاع کړې وه. د جنرال الن او جاوید لودین اشاره ظاهراً همدې بحثونو ته وه. په هغې بحثونو کې د مرکز د رسنیو له مرستیال څخه د دې سوال په ځواب چې، افغان حکومت ته ولې باید بندیان وسپارل شی په داسې حال کې چې له کندهار زندان څخه په ډله‌ییزه توګه بندیان تښتي او له دې هم مهم دا چې د افغانانو په زندانونو کې بندیان شکنجه کیږي. نو ځکه باید بندیان په بګرام کې او د امریکایانو تر کنټرول لاندې پاتې شي. صافي ویلي وو چې ستاسو دا استدلال سم نه دی ځکه چې د امریکایانو تر سرپرستۍ لاندې د بګرام زندان څخه څو ورځې مخکې د القاعده پنځه تنه بندیان وتښتېدل او بل دا چې د عراق د ابوغریب زندان تصویرونو او د بګرام زندان په اړه راپورونو وښودله چې امریکایان له نورو څخه بدتره بندیان شکنجه کوي.

د صفت الله صافي دې استدلال جنرال الن په غوسه کړی وو او جاوید لودین هغه ته ډاډ ورکاوه چې نور به څوک د دې جرئت ونکړي چې دا ډول خبرې وکړي.

ما جاوید لودین ته چې هغه وخت د بهرنیو چارو سیاسي معین ؤ وویل:« منظور دې صفت الله صافی دی؟»

ویې ویل: « هو». ومې ویل هغه یو ژورنالیست دی، د دولت د رسنیو مسوولیت لري او له ټولو مهمه داچې د هېواد د ولسمشر له دریځ څخه یې ننګه کړې. وروسته له دې زموږ ډیالوګ داسې دوام وکړ:

هغه وویل: …یې خوړلي چې ژورنالیست دی، پر پلار دې یې لعنت وي، نور حق نه لري چې داسې خبرې وکړي.

ما وویل: هغه د خپل وطن له ملي حاکمیت څخه دفاع کړې، د ولسمشر له دريځ یې دفاع کړې، ستا پر پلار دې لعنت وي او ستا د پلار پر پلار دې لعنت وي.

هغه وویل: ما تر اوسه څه نه درته ویل احترام مې دې کولو، ستا پر پلار دې لعنت وي، داسې فکر ونه کړې چې ما به ارګ ته له راتلو منع کړای شې.

په ځواب کې مې یې وویل: ته خاین او هېوادپلوره د خپلو بادارانو په منځ کې دا خبرې کوې او د افغانانو حقوق تر پښو لاندې کوې.

ځواب یې راکړ: ته د پاکستان نوکر یې او هغوی ته کار کوې.

زموږ غږونه لوړ شول، د امریکې سفیر راین کراکر او جنرال الن په بیړه له کوټې ووتل او د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس په واخطایۍ کوټې ته راننوت.

څو ورځې وروسته یو ژورنالیست چې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره کار کوي زما د سکرټریت له لوري احوال راکړ چې زه خبر شوی یم چې تا او جاوید لودین لفظي شخړه کړې او هغه تاته د پاکستان د نوکر خطاب کړی، ستاسو نظر په دې اړه غواړم، ما له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه. وروسته دغه موضوع په یو اړخیز ډول رسنیو ته ننوته او وویل شول چې ما جاوید لودین ته ویلي چې ته د امریکا نوکر یې او هغه ماته د پاکستان نوکر ویلی دی.

څو کارپوهانو او سیاستمدارانو په دې موضوع کې نظر ورکړ او د ژبې تېره څوکه یې زما پر لوري وه.

ما د خپلو خلکو له حقونو دفاع کړې، ما د خپل دولت له خپلواکۍ او حاکمیت څخه دفاع کړې او بالاخره ما د خلکو په رایه ټاکل شوي ولسمشر له دریځ څخه دفاع کړې وه او که د نظر مخالف یې وای له حکومت څخه مې یې استعفا ورکوله.

زه په دې هم پوهیدم چې څوک د نني عصر د استکبار او استعمار پر وړاندې ودریږي یا لیونۍ بلل کیږي، یا خاین، جاسوس، اما تاریخ بل ډول قضاوت کوي.

اوس چې د امریکې سنا د سي آی اې د شکنجو او ظلمونو له ښکاره او پټو زندانونو څخه پرده پورته کړه او له شپږو زرو پاڼو څخه یې یوازې پنځه سوه پاڼې د خلکو لاسونو ته ورسېدې. شاید ساده ذهنونه هم دې نتیجې ته رسیدلي وي چې د بهرنیو زندانونو پر وړاندې خاموشي خیانت ؤ، په دوه دلایلو:

  • لومړی دا چې زموږ ملي حاکمیت تر پښو لاندې شو بل دا چې د دې بندیانو اکثره یې بېګناه وو چې بشري حقونه یې د زمانې د سرزوره ابر قدرت له خوا تر پښو لاندې شوي وو.
17 thoughts on “هغه شیبې چې جاوید لودین د « پاکستان نوکر» وبللم”
  1. داچې د پخواني ولسمشر تګلارې او کارونه دومره ضعیف وو؛ خو تا غوندي د دفتر ریس او لودین غوندي سیاسي معین یې درلودل، داچې د دومره مهم ویډیو کنفرانس دپیل په وخت کې مو د لوړپوړو بهرنيانو په مخ کې ځانونه سره شرمولي دي. تاسو د ولسمشر پروګرام جوړوونکي واست (!) افسوس….

    1. هوښیار ته اشاره او کم عقل ته کوتک
      له پورتنۍ وړې لیکنې دې د تېرو دیارلسو کلونو په ترڅ کې د افغانستان او امریکا تر منځ د تا ویلواو مایلو ژوندی تصویر ترسیمیدای شي.
      مننه خرم صاحب

  2. زه خو د کرزی په حال افسوس کوم چه د تا په شان یو تن یی ارګ ته ننویست.
    ستا له مرکی داسی انګیرنه کیږی چه ګویا ته د وطن خواخوګی وی او لودین خاین غلام وو. ستا د هری ورځی ډوډۍ پیسی چا ورکول؟ آیا ته په ارګ کی نه اوسیدی؟ ایا د افغانستان اشغال د ارګ د اشغال نه جدا دی؟ آیا ته د ارګ د واکمنانو په حساب کی نه راتلی؟ که امریکه د لودین بادار وه حو د ستا هم وه او د کرزی هم وه. نو بیا څرنګه ځان له دوی جدا بولی؟ آیا که تاته د اشغال احساس وو کله دی هم د استعفا لاره غږره کړی وه. ماته خو تاسی د لودین نه هم بدتر معلوم شوۍ چه اوس په هماغه کاسه کی چه دی په کلونو کلونو ډوډۍ حوړلی ده اوس پکی متیازی کوی. له ډیرو می هم دا اوریدلی دي چه کله تاسی ارګ ته ولاړۍ حتی بیا نور دی د کلونو کلونو دوستان هم هیر کړل. حو یوه خبره واوره او هغه دا چه پوهیږو چه وردګو کی طالبان ډیر دي که د هغوی نه د ځان خلاصی لپاره داسی خبری کوی دا درسره مرسته نه شی کولای.

    زه دی حیران کړم چه ته په ارګ کی وی بل همکار ته د امریکی غلام وایی او ځانته نه وایی او خال دا چه ددواړو معاش له یوه ځایه تمویلیږی نو بیا د ستاسی انصاف څه شو. رښتیا اوس خو کرزی هم وایی چه امریکایان ما نه دی راوستی او کارمل هم ویل چه ما نه وو روسان راوستلی. او شمال ټلواله خو د کټه کټه بمونو غوښتونکی وه هغوی هم ویل چه امریکا مونږ نه ده راوستی.

  3. ښاغلی ش کلیوال،
    د ښاغلي خرم وضاحت د ستاینې وړ او تر ډېره قانع کوونکی دی. دا به وخت ثابته کړي چې څوک ریښتینی دی. او پاتې شوه ستاسو خبره، هېڅ شی هم عبث مه ګڼئ. او په دې برخه کې ما په ښاغلي خرم باندې نقد کړی وو چې په دې لیکنه یې نه یوازې زما بلکه ښایي د ډېرو نورو هم یو څه تسل شوی وي.

  4. سلام
    زه باور لرم جى دا قصه به همداسى وي. خو به يقين ويلاى شم جى جناب ح. كرزى او دهغه تيم د جوكى او مقام د ساتلو به شوق د خبل ملت او خلكو دفاع ونشوه كراى. افغانستان ته يي د خبل اقتدار د طول او بى درد سرى لباره داسى بلاوى وكرلى جى هيح مبرر او خلاصى نه لري. قومى او سمتي بى عدالتى ددوى حاكميت جاقه كره. به ملت او اكثريت د ملت داسى ظلم وشو جى به نتيجه كى دادى د اسلاميت او افغانيت له هويته هم محروم كرل. ديموكراسى او ازادى دا نه ده جى زما دملت هويت او دين او معتقدات به نفيه كيزي. دا تول د جناب ح كرزى ١٤ كلن حاكميت او باكستانى او ايرانى همسايكانو وكرل او جناب ح كرزى او تيم يي ورته زمينه برابره كره. زه باور لرم جى بى كناه خاينول او خاين قهرمانول كومه نوى او عجيبه خبر نه ده. هغه جى د ملل متحد د سولى بروكرام ناكام او كابل يي تباه و روسى بلان يي تطبيق كر ملى قهرمان وكنل شو اما د مجموع ح كرزى تيم به دى برخه كى سترى جفاوى كري.

  5. خرم صاحب زما سلامونه ومنی. ستاسی شهامت، غیرت او هیواد سره مینه د ستایلو وړ ده الله پاک مو تل تر تله خوشحاله لره

  6. تاسې سیاستوال چې کله له قدرت څخه وغورځیږئ نو بیا حقیقتونه څرګندوئ او چې کله په څوکۍ ناست یئ نو دخپلې څوکۍ د ساتلو لپاره مو خپله خوله تړلې وي که په دې کې د ملت د خیانت په اړه ستاسو په مېنځ کې کومه پرېکړه هم کیږي نه یې رسنیو ته او نه یې ملت ته په ډاګه کوئ دا خو ساده ذهنونو ته هم اوس معلومه شوې ده چې ګوډاګیان څوک دي او هم هغه څوک چې نورو ته کار کوي ټولو ته څرګند دي.

  7. ښاغلی خرم صاحب !
    نېکې هيلې او سلامونه مو ومنئ.
    دا هغه حقیقت وو چې دالله تعالی په فضل سره مونږ د ۲۰۰۱ کال نه مخکې اوریدلی او د ۲۰۰۲ کال په پای کې مو په خپلو سترګو لیدلی وو. په هر حال، تاسې دې لوبې ته په داسې وخت کې راووتلئ چې موضوع ډیره ډاګیزه شوې وه…
    د لودین په شان ډیرو نورو ستاسو د ارګ په دننه کې پردیو ته کار او فعالیت کاوه…
    خو کرزي صاحب چې ستا په وینا یې د بګرام زندان څخه د بې ګناه کسانو خوشي کیدل غوښتل، له ارګ څخه یې ولې د لودین په شان نور تورمخي پردي نوکران او جاوسوسان نه ایستل؟ که داسې نه وه؟ …
    آه خدایه کله به ولس په حقیقي لوبه خبر شي!

  8. چې په واک کې هغه ولې خاموشه وې، دا خبرې مو همغه مهال ولې نه کولې، اوس مو ځان سپين چرګ مه معرفي کوئ، تاسو غوندې د فرصت طلبو څېرې ملت ښه پېژني، لکه څومره چې امریکایانو ته ګوته نیول کېږي له هغو ډیره تاسو ته، که مو نور دا ناولې څېرې ونه لیدل شی او له رسنيو پسې هم ورکې شي، ملت به خوښ شي،

  9. محترم خرم صا حب زما سلا مونه او نیکې هیلې ومنه ! دلته چې د با دار پر خلا ف څه وا یې یا یې لیکې او یا هم د هغوې غلا ما نو ته ګوته نیسې نو طبیعي ده یوه ټا په خو به در با ندې لګوي د سپي په خوله سیند نه مر داریږي.

  10. هرڅوک چې له ملي ګټوڅخه دفاع کوي او دافغانانوله حقوقونه دفاع کوي الله داجرورکړي.

  11. دقیقا چې همداسې وضیعت حاکم و او اوس هم دی
    لازمه ده چې ګران ورور کریم خرم صیب دا ټولې خاطرې په حقیقي بڼه په یوه کتاب کې سره را ټولې کړي.

  12. ښاغلی سمسور افغان،
    نړیواله ټولنه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د منشور د یوې پرېکړې په اساس راغلې ده حتی امریکایانو د خپلې حملې له پاره هم له ملګرو ملتونو څخه سند اخیستی دی، دا چې وروسته څه وشول او تر اوسه څه روان دي په دې کې ټول اړخونه ملامت دي. خو اصلي خبره دا ده چې دا نړیواله ټولنه ولې مجبوره کړای شوه چې په روا او ناروا ډول افغانستان ته راشي؟ آیا تاسو نه وئ چې د ړانده ګوډاګي تر مشرۍ لاندې مو افغان وطن له خپل ټول عظمت او تاریخ سره په پتنوس کې کېښود او نصیرالله بابر ته مو وروسپارلو؟ تاسو له کارملیانو، له خلقیانو، پرچمیانو او حتی له شمالي ټلوالې ډېر پست او لوېدلي یئ. تاسو افغانستان ته هېڅ داسې عزت او درنښت پرېنښود چې اوس پرې وویاړئ. د ځمکې د مخ ټول مور او پلار عاق کړي عرب، ازبک، چیچین، پنجابي …….کشمیري او نور انسان وژونکي ځناور مو افغانستان ته راټول کړل او بیا پرته له دې چې کنټرول پرې ولرئ نړۍ مو پرې داړله. تاسو د پنجاب په ځیرو را لوی شوي نمک حرام وئ چې نه درته افغان حیثیت درلود او نه افغانستان. تر شلو زرو پورې تنکي ځوانان ستاسو له لاسه د لیلیې او قلعه جنګي د پېښو ښکار شول. که نن وي او که سبا د خپلو بادارانو پنجابیانو له ملاتړ نه به برخې شئ او بیا به د ولس په وړاندې په محکمه کې حساب ورکړئ. لعنت دې وي پر پاکستان او لعنت دې وي پر هغو قاتلینو چې بې ګناه افغانان وژني.

  13. خرم صاحب که دواقعیت مو لږ مخکې ویلای و ډیر به ښه وای په هرصورت بیا هم مننه

  14. ټولو دوستانو او لوستونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم د خرم صاحب دا لیکنه خو داسی وه چه هسی دی ځان رسوا کړ د افغانستان ټول خلک پوهیژی چه څوک د چا چاکر دی او یا مونژ یو متل لرو چه تور سپی د شغال ورور دی او یا دا چه یوی بلا بلی بلا ته ویل چه بووووووووووووو نو خرم صاحب دا ۱۴ کاله چه د کرزی په دولت کی وی تاسو ولی دا غژ نه پورته کاوه څکه د تاسو منافع او څوکی په خطر کی وه او دا معلومه ده چه تاسو خپل حزب ته کار کاوه او ورته وفادار یاست نو ځکه دا وړی نه شړی کیدی ځکه تاسو دواړو طرف ته کار کاوه او همدا رنګه په زرهاوو نور په دولت کی وه چه بل ملک ته یی کار کاوه او اوس هم شته لکه چه د داخلی پخوانی وزیر څو مودی مخکی وویل چه په دولت کی ځینی کړی شته چه د دولت د مخالیفینو سره کار کوی نودی چه وزیر وه څه بلا وهلی وه چه دا غژ یی پورته کړی وای او اوس د ملت سره خواخوګی ښیی نو زه کله فکر کوم چه دا په زرهاوو بندیان چه خلاص شول ټول هم بی ګناه نه وه دا اوسنی وضعیت چه په کابل کی وینو دا نیمایی ییی هغه کسان پلان کوی چه ستا او د کرزی د پلان سره سم له زندان نه خلاص شول په امریکا دی هم لعنت شی چه انسانی حقوق یی تر پښو لاندی کړی او په تاسو هم چه د جوال خوله مو یو ځای ورسره نیولی وه

  15. دلته ښاغلو او اغلو خپل نظرونه څرګند کړی یوه خوا لا ویلی چی وخت مو د ضایع کړ ددی سره په ورسک کی د یو چا قصه را یاده شوه هغه وخت د حزب اسلامی په دفتر کی یو قاضی د یوی برخه مسول وو دی قاضی قصه کوله چی کوم څوک راغلی وو عریضه یی کړ ی وه چی ۵۰ کلداری کمک ورسره وشی خو وایی ما رد کړی وه. هغه سړی ناوخته راغلی وو په دیوال یی لیکلی وو چی مرګ په قاضی ــــــ قاضی زه چی صبا راغلم ورته ومی لیکل چی په پچاسی به دی کم راضی
    ددی نه شعر جوړ شو
    مرګ په قاضی په پچاسی به د کم راضی
    صبا بیا هغه سړی راغلی وو او لیلکی یی وو چی په هزاری به نشم راضی قاضی چی بل صبا راغی ویی لیدل نوی شعر لیکل شوی نو یی ورته ولیکل چی ډیری به وکوی راته زاری پدی سره شعر شو
    مرګ په قاضی په پچاسی به د کم راضی
    په هزاری به نشم راضی ډیری به وکوی راته زاری

    دغه ملګری به عریضه درلوده خو د کریم خرم ظالم لخو به نوی منظوره شوی خیر ددی نه تیریژو راځو دی ته چی دغه کسان چی وایی کرزی یا کریم خرم یا بل چا د وطن او ملت دفاع نه ده کړی ددوی نه پوښتنه کوو آیا دوی د اعتراض به ډول کوم غژ پورته کړی ؟؟ مظاهری ته راوتلی دی؟؟ د امریکایی دفترونو سره یی وظیفه پری ایښی ده؟؟ ملګرو ملتونو ته یی د فرد به حیث عریضه کړی ده ، تارییخی اسناد یی جوړ کړی ترڅو ظالم تاریخ ته معرفی شی.
    ددی ټولو نه تیر کله چی کریم خرم ته وویل شول چی ته به بنده شی او کرزی ته وویل شول چی ته به ووژل شوی ته دافغان په صفت اوس څه کوی اوس خو خبر شوی بله بهانه دنشته یواځی بیغیرتی کولای شی یوه بهانه وی کرزی مشر نه یو افغان تا څه کړی څه کوی . که ستا حمایت نه وو کرزی یا خرم څه کولای شی او احمد زی څه کولای شی، هغه خو صحیح چی شا او خوا یی د وطن دښمنان د نظار شورا غله او وطن پلورونکی وو اما تا خپل مسولیت ادا کړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول Aemal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *