ډیری وخت به مو ليدلي وي چې کله فلش ډرايف (يو ايس بې) له کمپيوټر سره وصلوئ نو داسي (Removable Disk) درته ليکي ، تاسو هم ګومان کوئ او فلش خراب بولئ ، د ميز په جابه کې يې ږدئ ،خو دا غلطي د حل لارې لري، فلش به مو جوړ شي البته په کې شته معلومات به له لاسه ورکړئ.

1همدا شان اکثره وخت کوم فلش ډرایف چې له کمپيوتر نه اخلئ فارمټ کېږي هم نه، او دا غلطي (Windows was unable to complete the format) ورکوي.

که غواړو چې دا ستونزه حل کړو نو خپل يو ایس بې ډرایف به له کمپیوټر سره وصل کړو، بيا به په مای کمپیوتر کلیک وکړو، له هغه وروسته به په Manage چپ کليک وکړو.

1له دې وروسته به په چپ لوري ( Disk Management ) کې د کمپيوتر ټول ډرايفونه ووينئ او سایز به يې هم معلومیږی خو د فلش سایز به نه معلوميږي او داسي به ورسره ليکلي وي (Unallocated Space) مطلب په دې ډرايف کې ځای نشته کله يې چې پارټیشن وکړئ له هغه وروسته به کار کوي، د پارټيشن لپاره په (Unallocated Space) کليک وکړئ او New Simple Volume انتخاب کړئ.

1والیم ليبل NTFS انتخاب کړئ او Perform a quick format چيک بکس، غوره کړئ او له دې وروسته Next بټن کېکاږئ .

1انشاالله ستاسو فلش (USB) مکمل جوړ شوی دی، یوازي په Finish بټن کليک وکړئ او له خپل فلش څخه کار واخلئ.

1یادونه : له دې طریقې څخه یوازي د فلش لپاره نه بلکې د مېمورې کارډ لپاره هم کار اخیستلای شو.

2 thoughts on “هغه فلش يا مېمورې کارډ چې نه فارمټ کېږي څنګه فارمټ کړو؟”
  1. نړۍ نړۍ مننه بلا فیشونه مي همداسی خراب شوی او واتیږلي مي دی خو نور به یې جوړه وم.

  2. سلام ستاسی مننه چې داسي ښکلي درسونه خپروي، خو زما فلش داسی خراب شو ځنګه یې جوړ کړم
    ما فارمټ کاوه فارمټ پوره شوی نه وو ماله کمپیوټر نه وښکلو او اوس خراب دی وایې فارمټ یې کړه چې فارمټ یې کړم بیا هم نه جوړیږي دا کومه لاره چي تاسي ښودلی ده په دی هم جوړ نه شو.
    د ځواب په هیله مو مننه

ځواب ورکول Mujeeb Rahman iMaN ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *