په اروزګان کې هغه ماشوم چې له طالبانو سره ۴۳ ورځې جنګېدلی

تاند- افغان چارواکي هغه ماشوم اتل بولي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وواژه.

لس کلن ماشوم واصل احمد تېر کال  ۴۳ ورځې د وسله والو طالبانو له لوري محاصره و او په دې موده کې یې له طالبانو سره وسله والو جګړه کوله.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې د واصل احمد تره ملا صمد وايي چې دغه ماشوم تېر کال له هغو پولیسو سره یو ځای د طالبانو د حملې په وړاندې مقاومت وکړ چې ۴۳ ورځې یې دوام وکړ او په نهایت کې طالبان په شا وتمبول شول.

د واصل احمد تره، چې پخوا د طالبانو قوماندان و، اوس په خاص اروزګان ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان دی.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي چې واصل احمد د دوشنبې په ورځ د ترینکوټ په بازار کې د یوه موټرسایکل سپاره له لوري پر سر وویشتل شو.

واصل احمد تېر کال ۴۳ ورځې له طالبانو سره د جګړې قوماندان و
واصل احمد تېر کال ۴۳ ورځې له طالبانو سره د جګړې قوماندان و

مخکې ویل شوي و چې نوموړی کور ته نژدې وویشتل شو.

نایاب وايي چې واصل احمد لومړی د ترینکوټ روغتون ته او بیا د کندهار روغتون ته یووړل شو چې نسبتاً ښه وسایل لري خو هلته یې سا پرې کړه.

د واصل احمد تره ملا صمد سي این این تلویزیون ته وویل چې د دغه ماشوم پلار له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی و.

ملا صمد همداراز وویل:«واصل احمد له ما یو کال مخکې وغوښتل چې د ماشینګڼ د استعمالولو چل ورزده کړم. ما ورته وویل، ولې غواړې چې زده یې کړې. ده راته وویل، له هغو کسانو بدل اخلم چې زما پلار یې وژلی دی.»

ملا صمد وايي چې واصل احمد کلاشینکوف، پیکا ماشینګڼ، راکټ، هاوان او همدراز سټیلایټ ټېلفون او VHF راډیو یا مخابره استعمالولی شوای.

واصل احمد له پوځي ژونده ملکي ته ستون شوی و او درس یې وایه
واصل احمد له پوځي ژونده ملکي ته ستون شوی و او درس یې وایه

ملا صمد وايي چې واصل احمد خورا ذکي ماشوم و، دا ټول شیان یې ډېر ژر زده کړل او تر یوه حده په انګلیسي ژبه هم ږغېدای شوای.

تېر کال دوبی هغه سیمه چې د واصل احمد د تره (ملا صمد) په کنټرول کې وه، د طالبانو له لوري محاصره شوه. د طالبانو په حملو کې صمد او ځیني نور ملکري یې ټپیان شول. په همدې وخت کې واصل احمد د جګړې قومانده په لاس کې واخیسته، ویې ویل چې په خپله بام ته خیژي.

ده به له سهاره تر ماښامه پر طالبانو ډزې کولې.

ملا صمد وايي:«داسي ورځې هم راغلي چې واصل احمد ۳ زره ډزې کړي. ده یو شمېر طالب حمله کوونکي هم وژلي دي.»

ملا صمد زیاتوي:«واصل احمد ۴۳ ورځې قومانده په لاس کې لرله. په پای کې محاصره ماته شوه. زموږ شمېر ۷۵ تنه وو خو د طالبانو شمېر سلګونو ته رسېده.»

ملا صمد مخکې تر دې چې په ۲۰۱۲ م کال له دولت سره یوځای شي، د طالبانو قوماندان و.

صمد سي این این تلویزیون ته همداراز وویل: د ده ورور هم، چې د واصل احمد پلار و، د طالبانو ملګری و خو دواړو یوځای په ۲۰۱۲ م کال د حکومت پر ضد له جګړې لاس واخیست.

د واصل احمد پلار یو کال وروسته (۲۰۱۳) د طالبانو له لوري ووژل شو.

طالبانو د واصل احمد د ترور مسوولیت منلی دی.

د اروزګان د والي ویندوی وايي چې واصل احمد ملکي ژوند ته راستون شوی و، له وسلې او جګړې سره یې خدای پاماني کړې وه او تېر کال په ښوونځي کې شامل شو.

4 thoughts on “هغه ماشوم چې ۳۴ ورځې د طالبانو پر ضد د جګړې قومانده په لاس کې لرله”
  1. الله تعالی دې شهادت قبول کړي، نور دې رب غيبي سوله راولي، که جنګ نه وای او په هيواد کې مود چګړې ټغر ټول وای، نو اوس به شهيد واصل جان د هيواد وياړ و.
    الله تعالی دې شهادت قبول کړي او دښمنان دې نابود شي.

  2. در این آواخر واصل جان به زندکی عادی خود بر ګشته بود اما دشمنان دین او را به شهادت رساند خداوند شهادت را قبول کند مرک به غلام های باکستان

ځواب ورکول محيب الله شيرزاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *