یو سپین ږیری سړی، په خپلې واکمنۍ کې د وروستي ځل لپاره د ملت د تصمیم نېونې تر ټولو سترې راټولېدنې ته وینا کوي. پړسېدلې سترګې نا ارام حرکات او د خبرو  نسبتاً نا خوندور پیل د دې سړي طبیعت نه دی. داسې ښکاري، چې یوه تاریخي افغان مشر ته د نړۍ له یوه لوی هېواد سره د نظامي اړیکو د خطوطو ټاکل ساده کار نه و.  د ده بې خوبه څېره د یوه لالهانده ولس د ستړې اروا تصویر دی. ښایي د تېرې شپې تر سهاره د ارګ د حرم سرای څراغونه نه وي مړه شوي او ښایي یوه جمهور رییس به د شپې تر پایه د راتلونکو نسلونو  پر ژوند د یوې مهمې پرېکړې پر اغېزو فکر کاوه.

جمهور رییس حامد کرزي د امریکې له متحدو ایالتونو سره،  د امنتي او دفاعي تړون په اړه د سلا غوښتلو لویه جرګه د خپل له ننګونو ډک دوولس کلن حاکمیت تر پایته رسیدو ایله څو میاشتې وړاندې پرانېسته.

 د خبرو پیل یې د دود خلاف جذاب نه و. پر څېره د تېرې شپې د نا ارامۍ ژور اغېز څرګند و. هغه کرزی، چې زما یوه انګرېزه همکاره سنډرا کهدوري یې تر ټولو ختیځوالو مشرانو غوره وینا کوونکی بولي، نن یې خبرې له سکتو او وقفو سره شروع شوې.

د نوموړي خبرې په تېرو لسو کلونو کې له نړېوالو په ځانګړې توګه د امریکې له متحدو ایالتونو سره د اړیکو پر لوړو ژورو را ټولې وې.  ده هڅه کوله، چې دې په  وینا کې د کمزوري او زورور طرف ترمنځ د اوږدمهالې معاملې د بهیر  ټولې ننګونې د خلکو له استازو سره شریکې کړې.

د تړون د مخالفانو لخوا یې د وینا د اخلال هڅه وشوه، خو ده په خپل ځانګړي مهارت حالت کابو کړ. ممکن په تالار کې به لویدیځوالو ډیپلوماتانو ته هم، د خیتځ د یوه مشر دومره نرم او له زړه سوي ډک چلند جالب وي. کرزي پر معترضې استازې دګاونډیو هېوادونو د جاسوسۍ تور هم ښه ونه ګڼلو او  اعتراض یې د دې مدني حق وباله.

د اغېزناکې وینا مهم ارزښت رښتینولي ده. ولسمشر په تېرو کلونو کې د ځینو حقایقو د ویلو له امله د سیاستوالو او  کارپوهانو لخوا ګرم شوی دی، خو زما په اند دا د هغه چا لپاره ډېر مناسب انتخاب دی، چې ولس قاضي او تاریخ ګواه بولی.

په افغانستان کې د مدني ارزښتونو د نهادنیه کیدو لپاره د لویدیځو هېوادونو ملاتړ مهم و، خو د داسې مشر له شتون پرته چې رسنیو ته یې د لومړي ځل لپاره د خپل کارتون د رسمولو اجازه ورکړه دا چار شونې نه وه.

حامد کرزی د معاصر افغان تاریخ هغه مشر دی، چې پنځه ځلې یې د افغانستان د ملت استازي د لویو جرګو تر چتر لاندې را ټول کړل. ده وکړای شول، چې نړۍ ته د افغانستان د نوي حقیقت تعریف وړاندې کړي.

حامد کرزی به  په نظام کې د اساسي اصلاحاتو  په را وستو کې د پاتې راتلو  له امله د تاریخ تر انتقاد لاندې وي. خو هغه څه چې سترګې نه پرې پټېږي د ده د کار ډول دی. کرزی په دې پوهېږي، چې د ټولنې منفي قوتونه نفي کیدای نه شي او په مثبت قوت د بدلیدو لپاره یې باید ځیني فرصتونه رامنځته شي.

نن پخوانی جنګسالار او زور واکی په وسلوالې مبارزې باور نه لري، دا په هغه وطن کې چې  خشونت یې د اخلاقیاتو برخه بلل کېده ستر بدلون دی.

وخت به تېر شي تاریخ به ولیکل شي او ارګ ته به نوی مشر راشي، خو هغه کرزی به هېر نه شي، چې د ختیځ په یوه هېر هېواد کې یې د سیال ژوند لپاره د انسان پر تندې  دنیا خبره کړه.

6 thoughts on “هغه مشر، چې هېر به نشي/ تواب غورځنګ”
  1. د تواب غورځنګ څخه مننه کوو ! رښتیا خبره کول هم جرات غواړی هر څوک داسی جرات نشی کولی څوک ډاریږی او څوک یی افصیله نه لری مونږ په خپل مشر افتخار کوو کرزی یو رښتینی سیاست مدار دی به داسی شرایطو کی د هیواد رهبری کول دهر چا له ټوانه نه ده بوره امید لرو چه رالتلونکی ولس مشر د کرزی صاحب څخه ښه افغانستان رهبری کړی

  2. غورځنګ صیب کور دي ودان ښه لیکنه مو کړیده،
    وروره چه رښتیا درته ووایم ښاغلی کرزی می په دغه دولس کاله کی نه خوښیدو، ځکه زما فکر دهغه په باره کی بل ډول وه مګر داڅو
    میاشتی کیږی چه ښاغلی کرزی راته ډیر ګران شویدی او خدای دي وکړی چه ټولو افغانانو ته ګران شی

    په اخر کی دزړه له کومی دښاغلی کرزی نیت، عقیده، پاکی اوافغانیت ستایم

ځواب ورکول فدا نظري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *