ليکنه: ريوټر سټاف

سرچینه: World Economic Forum  ګوګل پاڼه

ژباړه: حذيفه مصلح (هلال خان)

په بروکسل کې يو ستر پلورنځى هغه کرنیز تولیدات پلوري، چې د خپل چت پر سر يې کرلي او تر رېبلو څو ساعته وروسته یې پېرېدونکي اخیستی او پخولی شي.

دا په بلجيم کې د اهولډ ډيلهيز په نوم د سترو زنځیري پلورنځیو یو یې دی او مالک یې ډيلهيز وایي: دوى یوه ښاري پروژه پيل کړې، چې په مرسته یې کولای شي د ښاريانو هغه غوښتنې پوره کړي، چې له وړاندې یې په ذهن کې وې. دوی به هر وخت فکر کاوه، دغه خوراکي توکي چې دوی یې هره ورځ خوري، له کومه ځایه راځي؟

په ځواب کې یې هغه وایي، دغه توليدات د سهار په اتو بجو ورېبل شول او يوازې يو ساعت وروسته په پلورنځي کې د پلورلو لپاره کېښودل شول. د پلورنځي کارکوونکې ميري ډيلواکس وایي، دغه باغ چې د پلورنځي په ۳۶۰ متره مربع چت کې موقعیت لري خپله برېښنا هم په دوامداره ډول له لمر څخه ترلاسه کوي. دې فارم سږ رومیان، کرم او پټاټې توليد کړي او د شنو خونو له امله ټول کال هم د پېرېدونکو اړتیا پوره کولی شي. د هغې په وینا، دغه فارم د هر ډول سابو د کرلو وړتیا لري او د شنو خونو په مرسته یې تولیدات ټول کال د ترلاسه کېدو وړ دي.

په یوه ګڼ مېشته ښار کې د یوې ودانۍ په سر د فارم جوړول له ننګونو خالي کار هم نه دی. تولیدات یې په اسانۍ تخریب کېدای شي، ځکه دغه فارم د بايوډايورسيټي له کموالي سره مخ وي او په دې ډول د هغو حشراتو له منځه وړل سختېږي، چې دې فارم ته زیان رسوي. خو د ټکنالوژۍ په مرسته دا ستونزه هم حل شوې.

سره له دې چې د ډیلهیز پلورنځی اوس د یو کم شمېر خلکو لپاره تولیدات وړاندې کوي، خو د کرنې ماهرین ددې خدمتونو ګټه دا بولي، چې که دا پروګرام همداسې پرمخ ولاړ شي، نو نورو ښارونو او ان ټولې نړۍ ته هم پراخېدای شي

One thought on “هغه پلورنځی چې کرنیز تولیدات یې د خپل بام پر سر کرلي دي”
  1. په ندرلندي یا هالندي او فرانسوي ژبو کې د « ډ » غږ نشته ، بنا بهتره به وي چې « دیلهیز » ولیکو چې اصلي تلفظ یې دی .

ځواب ورکول عمر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *