ژباړه: میرویس غورځنګ –

سرچینه:The Voice times

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر جنرال نصیرالله بابر د خپلواک ژورنالیست فرهاد عالی خاور سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي وه په هغه وخت کې چې ذوالفقار علي بهټو د پاکستان لومړی وزیر و، دی یې وروغوښت او دا یې ورته وویل چې د ډیورنډ د کرښې تړون موده په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې پای ته رسېږي، نو باید د افغانستان د بې ثباتۍ هڅي پیل سي که نه نو افغانان به له اباسین څخه تر ډیورنډ پولي پوري د خپلي ساحې غوښتنه وکړي.

بابر همداراز وویل، بیا مې نو ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني او د افغانستان نور دیني مشران راوغوښتل او د پېښور په بالا حصار کلا کې مې ورسره ولېدل او وسلې او پیسې مې ورکړې څو افغانستان په وران کړي.

له هغه راهیسي مو د افغانستان د ویجاړۍ او بې ثباتۍ لیڅي را بډ وهلې چې افغانستان مو په داسي یو اور کې وسوځوی چې حتې د اور په دې لمبه کې مو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جرړي هم وروسوځولې اوس به افغانستان هیڅکله هم ونه سي کولای چې د ډیورنډ د کرښي خپلولو غوښتنه وکړي، چې دا مې له خپلو خدماتو څخه و پاکستان ته ستر خدمت و.

ولي خان بیا په خپل یو کتاب کې لیکلي دي چې د انقلاب په لومړیو ورځو کې زما یو افغان ملګری راته راغی او راته یې وویل چې یو څو ملایان مو وکلي ته راغلي وه او راته یې وویل چې روسي ځواکونه راغلي وه او زموږ د کلیو څخه یې ښځې تښتولي دی. که غواړې چې عزت او ناموس دې خوندي کړې نو له خپلې کورنۍ سره یوځای و پاکستان ته راکډه سه. د ولي خان په خبره چې بیا نو زه د دې پيښې د حقیقت موندلو له پاره و کلي ته ورغلم هلته هم کلیوالو یو شان کیسې کولې، مګر د حقایقو له څیړلو وروسته په دې پوه سوم چې دا ډول وېره اچول او اوازې خپرول ټول یوازي پروپاګنډ و.

یعني په هغه وخت کې پاکستان ډېره هڅه دا کوله چې و ډېری افغانانو ته زمینه برابره کړي څو افغانستان پرېږدي او و پاکستان ته کډه سي.

پاکستان د جهاد په نوم له نړیوالو پیسې راټولي کړې همدا یې لامل سو چې نن پاکستان د اټومي وسلې څښتن دی د وخت په تېرېدو پاکستاني مشرانو خپل هېواد جوړ کړ خو افغانستان یې وران ویجاړ کړ.

جنرال اخترعبدالرحمن چې یو وخت د ضیاالحق د واکمنۍ په دوران کې د پاکستان د څارګري ادارې ((ISI مشر وو په هغه وخت کې ویلي و چې ”کابل باید وسوځول سي “ بهټو، ضیاالحق، او جنرال اختر عبدالرحمن ته پر دې نړۍ خدای ج داسي سزا ورکړه چې لیاقت یې درلود.

بهټو د قتل په تور زنداني سو چې د زندان د څه مودې د زجر تېرولو وروسته د ۱۹۷۹م کال د اپریل پر څلورمه نیټه په دار وځوړل سو. جنرال ضیاالحق او جنرال اختر عبدالرحمن د ۱۹۸۸م د اکسټ میاشتي پر اولسمه نېټه د الوتکي د رالوېدو په یوه مرموزه پېښه کې داسي وسوځول سول لکه څنګه چې یې افغانستان د جنګ په اور کې سوځولی وو چې حتی د دوی دواړو داجسدونو تفکیک لا هم چا ونه سو کړلای.

نصیرالله بابر له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ چې چنداني یې چا د مرګ پوښتنه هم ونه کړه. او جنرال حمید ګل چې په افغانستان کې د اور بلېدو یو ستر طراح وو مرګ یې د دماغي سکتې له امله ناڅاپي سو.

دا پنځه شیطاني څېرې د افغانستان د ورانۍ او د ۲ ملیونه وژل سویو افغانانو د وژني مسئولین دي چې دا ټولوژنه یې د اسلام په سپیڅلي نامه څ کړې ده. د پاکستان سیاسي مشران وایي چې موږ امریکایانو د جهاد له پاره د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندي وکارلو خو اصلي حقیقت دا دی چې موږ له امریکا او نوري نړۍ څخه د جهاد په نامه پیسې را ټولي کړې چې ایله مو افغانستان په وران او د پاکستان هېواد د ساتني په موخه مو اټومي بم جوړ کړ.

15 thoughts on “هغه پنځه شیطاني څېرې چې افغانستان یې وران ویجاړ کړ”
  1. ورورنو دا خو رښتیا خبره ده خو ولی مونږ دا رهبران او دجهاد ټیکه داران دومره بی عقل دی چی دخپل هیواد په ګڼټه او تاوان سره نه پوهیږی یوڅوک چا ته وایی چی څاه کی ځان واچوه نو هغه دا کار کوی ډیر د شرم ځای دی چا چی ددی ۱۵ تنظمینونو رهبری کړی او چاچی مینځه را وستلی د اټول به په جهنم کی دا سی وسوځیږی چی چیغی به یی عالم برزخ هم واوری انشاْ الله

  2. دافغانستان دښمنان یواځی دا پنځه ګونی ذکر شوی خبیثان ندی چی پیژندل شوی کسان دی تاریخ به نورهم ژر رسواکړی اودلوی خداج څخه هیله کو چی هریو لکه داپنځه ګونی ذکرشوی خبیثان رسوا او دخپل اسلام دښمن اوافغان دښمن پلیط نیت او عمل په جزا مجا زات شی .

  3. Kasim fahim(marchaal!) aw Galib yi hem!

    ddoble aodola, ba-e nora A`ta , bismi-pechkel!!, makik, aw dochmanim yi wersara
    .D` Shahidano la`net de prebandy vi.

  4. ربانی او مسعود هم دضیآالحق اوجنرال عبدالرحمن په مرګ مبتلا شوو

    But their remainings are still in charge

  5. سلام
    دا لیکنه ډیره دقیقه ده په رښتیا چې دا شیطاني ځیرې افغانستان وران او ویجار کړ. دا نن ورځ چې په افغانستان کې کوم حالت روان دی دا ټول د غلستان پاکستان کار دی. خو د تاسف خبر داده چې ولې مونږ افغانان او بیا زمونږ بې احساسه رهبران تر اوسه په دې حقیقت پوه نه شو. هر هیواد ته د خپلو هیوادوالو او هیواد ګټې مهمې دي خو متاسفانه د افغانستان بې احساسه رهبرانو د تل په څیر د نورو د ګټو لپاره ځانونه فدا کړي دي. خدای د په دې ملک رحم وکړي او هر هغه هیواد او کس چې د افغانستان د ورانولو او د دې هیواد د خلکو د ځورولو وسیله ګرځي، خدای دې نیست او نابود کړي اول هم پاکستان بیا نور. زمونږ اوسني رهبرانو ته دې خدای هدایت وکړي کې د هدایت وړ نه وي خدای د له کورنیو سره نیست او نابود کړي.

  6. یو د لوړ شخصیت چه د کابل او روسانو پر ضد جنګیده مدیر غمی وو چه د وردګو د خړ صاحب ورور وو. دی زما آشنا وو او ما دی د۱۹۸۷ په کال کښی سویس ته شخصی میلمه کړ. دا نو هغه وخت دی چه روسانو د وتلو فیصله کړی وه او داکتر نجیب د مصلحه ملی لاره یی ونیوله. ده سره می غوښته چه د آلمان خارجه وزیر ګنشر سره ووینو. تلفون او فاکس می ورکړ او په دی موفق شوم چه د ګنشر معاون ایلیاس سره د ده په دفتر د آلمان په مرکز بن کشی ووینوو. ده سره موږ یو ساعت مرکه درلودله او د مقاومت د مشکلات او د رهبرانو د غلطی فعالیتونو باندی یی رڼا واچوله چه د دغو هدف جهاد ندی یواځی پیسو ټولولو له پاره یا په پیښاور ا یا په لاهور کښی خپلو قصرونو کشی ناست دی.. خلاصه دا چه آلمان له خوا د ده څخه ممږ نا امیده بیرته وګرځیدلوو. عبالولی ته می تلفون وکړ چه دی ورسره خبری وکړی. عبدالوی هم ځا تیر وویسته او ظاهر شاه اصلا حاضر نشو چه ده سره ووینی یا خبری وکړی. دیره مهمه قصه د ده دا وه چه کله چه دی پاکستان کښی خوندی شو ، په دویمه یا دریمه ورځ د حمیدګل «مردارګل» د دری، ځلور نمایندګان د ده کور ته ورسیدل او ده ته یی خبر ورکړ چه حمیدګل ستاسو انتظاز باسی. دی له دغو سره د ده دفتر ته ولاړ. حمیدګل د ده درناویو ته ودریده ، غیږ یی ورکړ او چای، کلچی او دا او هغه ورته تیارپر میزونو بانی ایښودل شوی وو. مردار ګل « حمیدګل« وروسه د ډیرو خبرو یی ورته د هر ډول مرستو وعدی ورکړ شوی چه مدیر غمی دیر خوشحاله شو. ورپسی یو کاغذ یی پر میز باندی ورته خپور کړ چه دغه ځایونه به ستا د فعالیتونو وی. اول دا چه ستا وظیفه دا ده چه د یوی مکلی نقشی سره سم به ته دا بند سلطان چه تر وردګو او غزنی تری اوبه تری اخلی نو له میځه یی یوسه او منفجر یی کړه. مدیر غمی مردارګل باندی به قهر شوی وو او ورته یی ویلی وو چه زه خپل وط نشم ورانولی. بیا مردارګل هم ده باندی وروسته له دی په قهر شوی وو او خپل دفتر نه یی سړلی وو. په دی ټوله قصه غفور خړ چه زما د خړ صاحب زوی او زما صنفی وو هم خبر دی. دری کاله مخ کشی غفور جان ماته یی وویل چه د مدیر غمی ټوله کورنی براد شو. اوس کڅوک فکر کوی چه یواځی پاکستان پخپله دا بربادی یی پر افغانستان واړوو، دیر صحیح فکر ندی، د آفغانستان په بربادی کښی اروپا ، پاکستان او د افغانستان ملی رهبران صاحبان یو لاس او موټی دی.

  7. او په اصل کښی د مارکسیزم او لینینیزم مرداره ایدیولوژی د اروپایانو تولیدی وسیله ده چه له غرب نه صادره شوه او خپل ګوداګی یی سره د نا پوهو خلګو یو ځای کړل چه ورانی خپلو ګټو لپاره مینځ ته کړی. په ټوله دنیا کښی یو ملک هم نشته چه وروسته د مارکسیزم یا مارکسیزم لینینیزم نه آباد شوی وی. هغوی چه عقل لرس خپل کار کوی او په هر دولیی چه وغواړی چه ددوی خپله ګته پکشی وی.

  8. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!
    د دغه پینځو شیطانی څهرو تر څنګ مو افغانی ۷ شیطانان او دایران لوی شیطان خمینی اود هزاره ګانو شیطانی څهری مو هیری نسی.

  9. داخو حقیقت دی چی دی پنځو شیطانی څیرو وکولای شول چی دپاکستان ملی ګټی دافغانستان په ورانولو کی په لاس راوړی خو ملا دی ددی بیعقلو اوبی فکرو افغانانو ماته سی چی خپل وطن یی دپردیو په لمسون په خپل لاس وران کړ.
    هیچ بل ملک به دافغانستان په ورانولو نه ملامتوو. هر ملک په اوسنی شرایطو کی غواړی چی ګاونډی یی وروسته پاتی وی .اودګاونډی ملک بازارونه دخپل ملک و صنعتی محصولاتو ته په یوه ښه تجارتی مارکیټ بدل کړی

  10. په افغانستان کی همیشه پردیو ملکونو دخپلو ګټو دترلاسه کولو لپاره د فرهنګی حساسیتونه او دملیتونو او قومونو تر مینځ دتضادونو څخه کار اخیستی دی. وګوری کله چی روسانو غوښتل افغانستان خپل په قبضه کی راولی نو دوخت دحکومت سره په ګډه دا آوازه خپره کړه چی ګویا دآمریکا متحده ایالتونه غواړی چی افغانستان باندی یرغل وکړی اوپه دی توګه یی دیو شمیر ځوانانو ذهنیت داسی دامریکا په ضد راوهڅواوه چی دوخت حکومت ملاتړ وکړی او دوروسی ځواکونو موجودیت په افغانستان کی یو ضرورت وبولی.او له بلی خوا بیا پاکستان داسی آوازی خپری کړی او دافغانانو دمذهبی عقایدو ځحه یی ګټه پورته کړه چی ګویا په افغانستان کی اسلام په خطر کی دی اویو بل شمیر ځوانان یی دخیپلو پاکستانی ملی ګټو په موخه جهاد ته را وبلل اوهغوی ته یی دپیسو داوسیدنی د ځای او دوسلو په برابرولوژرترژره مرستی شروع کړی.په دی ډول په افغانستان کی اور بل او ددواړه په جنګ کی ښکیلو اړخونو کی یوازی بیچاره بی خبره اوبی وزله ځوانان دیو څو خاینو او وطن پلورونکو له خوادجنګ په اور کی وسوځیدل او خپلی وینی یی تویولی په دی آرمان چی وطن آرام او آزاد سی او هغوی وکولای سی چی پدی ملک کی دنورو ملکونو د ځوانانو په شان تحصیل وکړی او کار وکړی او دخپل مور اوپلار لاس ونیسی او هغوی ته خدمت وکړی.خومتاسفانه چی دوخت ددواړو طرفو دمشرانو دتاریخی خیانت له امله چی افغانستان او دافغانستان دځوانانو په حق کی یی کړیدی دا آرمانونه ترسره نه شول او نه یوازی داچی ترسره نه شول بلکه افغانستان په داسی مشکلاتو اخته سو چی دخلاصون لاره یی دانسان په عقل کی وجود نه لری . یوازی او یوازی الله پاک ج کولای سی چی افغانستان او دافغانستان خلک ددی راپیښی جنګجالی حالت څخه وژغوری دافغانانو د توان څخه اوسنی حالت دکنتروله وتلی حالت دی ټوله داسی کسان دقدرت چوکی په لاس کی لری چی اسلام افغان ولس او دافغانستان تاریخ هیڅ ورته معنی نه لری په اروپایی ملکونو کی دمزدوری او دربه دری شپی یی تیری کړی دی اوس چی دپیسو او ټویکو او زور چوکی پلاس ورغلی دی خپل دکورنی داوو – اتو راتلونکی نسلونو غمه خوری دافغانستان د ولس او د افغانستان د تاریخ سره ددوی هیڅ تړاو نشته او نه هم دوی دکومی تاریخی کورنی نام نښان لری چی پدی حالت وشرمیږی موفته پاچایی بل چا ورګټلی او چوکیو یی کشینولی دی خپلی مزی به کوی ولس پریږده چی څومره په اور کی سوځی دزورواکو په ګټه ده.

  11. سلامونه؛
    زمری کاسي ورور! لومړنۍ کمنټ دې چې د خړ صاحب د ورور قصه دې مکمله کړې ، به درسره ومنو؛مګر دوهمه تبصره دې چې مارکسیزم،لنینزم دې پړ ګڼلی تر ډیره د تاءمل او فکر وړ ده او زما په نظر صحیح نه ده!!!!.
    تر هغه وخته چې شوروي اتحاد او د وارسا پکټ غړي متحد وو او د یو څه سوسیالیزم پر لاره روان ول، امریکن او اڼډیوال سپیان ېې دومره په بې شرمي او بې حیاېي د نړۍ په نورو هیوادو(په ځانګړې ډول بیطرفه یا غیرمنسلکه او یا دریمې نړئ)باندې یرغل او تجاوز نشو کولای؛ مګر کله چې ېې میدان ځانته شغالي ولیدء او د روسانو او نورو کمونستانو رهبرانو ډالر پرستي پیل کړه او د پردو شاته ېې سازشونه وکړل، همهاغه وء چې خپل ځانونه ېې هم تکه تکه کړل او د پاکستان غوندې د انګریز بچي سره ېې هم د افغانستان په سر معامله وکړه او ګوډاګیان مجډي، رباني، ا.د.ن. ېې مسکو ته وغوښتل او د ډاکټر نجیب سوله خوښوونکی او د ملګروملتونو په پروګرام روان هکومت ېې نسکوره کړ چې تر اوسه ېې دودونه ….اُستاناتو ته هم رسیږي!!!. خو هغه هیوادونو چې د مارکس او لیڼن او ماډرن سوسیالیزم لارې ته ېې دوام ورکړ د امریکا د پلار یعنې انګلیس زور پرې نه رسیږي لکه: کوبا؛چین؛ شمالي کوریا د خلکو جمهوریت، ویتنام، ونزیویلا، برازیل، ایتوپیا ا.د.ن. ؛ مګر عراق،سوریه، یمن، لیبیا چې د خلقي کیدو خواته روان وو او پرګنو ېې په ډیره ښه سویه ژوند درلودء، د تش په نامه امریکاېي دیموکراسي! په راوستلو کوم هالت ته ورسېدل؟؟؟
    پاکستان کې خو زما په نظر، کمونستي مارکسیزم لڼیزم خو پریږده، لیبرالیزم او دیموکراسي هم نشته،؛ لکه اِسراییل په دروغو جوړ کړل شوی او د فریب؛غلا،چل ول، ملاوټ، منافقت په مردارو شاو خوا ۷۰ کاله ګاوڼډي ملکونه ترینه په عذاب دي. او لکه د دا پورته ۵ مردار شویو میر غضبانو به ېې د دا نورو ګیلم هم ټول شي، او د هغو مسلمانانو او انسانانو بیګناه وینې ېې چې بهولي دي پخپله به لکه روسان پکې پارچه پارچه شي.(ځانګړې توګه پښتانهء،بلوڅان او افغانان….). په درنښت.اِنشاءالله.

ځواب ورکول سید زرغون شاه آغا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *