د جاکولین سمیت لیکنه چې نصیراحمد نظري ژباړلې ده

د وظیفې له پاره د مرکې پر مهال، مرکه کوونکي ښايي تاسو ته فرصت درکړي او درته ووایې: « که له مونږ څخه څه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ ویې پوښتئ.

تاسو باید له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلئ، مرکه کوونکي ته دا څرګنده کړئ، چې له پوره چمتو والي سره راغلي یئ او د پام وړ وظیفې له پاره بېخي مناسب کس یئ.

خو ډېر پام مو وي، چې د پوښتنې کولو پر مهال، خپلو پوښتنو ته دومره متوجه اوسئ لکه د هغوی د پوښتنو د ځواب ورکولو پر مهال چې وئ، ځکه چې ستاسو پوښتنې د موسسې په باب ستاسو د معلوماتو، د کاري اصولو، مسلک او له پام وړ وظیفې سره ستاسو علاقه ښیي.

12522918_942963549120480_6924421537050231942_n

د ټیلېنټ زو کمپنۍ د مدیره هئیت مشره،امي هووېر، وایې، «په لومړۍ مرکه کې دا باوري کړئ، چې پر ځای پوښتنې وکړئ؛ د وظیفې او د موسسې په باب وپوښتئ؛ داسې پوښتنې مه کوئ چې مرکه کوونکي فکر وکړي، تاسو په ډله ییز (ټیمي) کار کې ونډه نشئ اخیستلی». هغه زیاتوې: « د مرکې یوازنۍ موخه دا څرګندول وي چې تاسو د دغې موسسې له پاره څومره مناسب کس یئ او موسسه ستاسو له پاره څومره په زړه پورې ده. په نور اړوندو موضوعاتو باندې باید د وظیفې تر وړاندیز وروسته خبرې اترې وشې».

هغه ۱۷ پوښتنې چې له کولو څخه یې باید د مرکې پرمهال ځکه ډډه وشي، چې له ګټې یې تاوان ډېر دي، په لاندې توګه دي:

۱. ستاسو کمپنۍ په کومو برخو کې کار کوي؟

دا ډول پوښتنې ددې مانا لري، چې تاسې مرکې ته له چمتوالي څخه پرته راغلی یئ؛ هېڅکله د داسې موضوعاتو په باب پوښتنې مه کوئ، چې په ګوګل کې یې موندلی شئ.

۲. تنخوا به مې څومره وي؟

د پیسو خبرې وځنډوئ.

۳. آیا زه باید د ورځې تر ناوخته پورې کار وکړم؟

ددې پوښتنې مانا دا چې، « زه ټنبل یم»

۴. تر استخدام وروسته، څه وخت بیا رخصت راکول کیږي؟

تر هغې، چې وظیفه مو نه وي ترلاسه کړې، له دې ډول پوښتنو څخه ډډه وکړئ.

۵. څه وخت به زه وکولی شم چې ترفیع وکړم؟

په اوسنۍ دنده باندې تمرکز وکړئ.

۶. تنخوا به مې کله پورته شي؟

له دې پوښتنې سره مرکه کوونکی ښايي فکر وکړي، چې تاسې یوازې او یوازې د پیسو په باب فکر کوئ.

۷. آیا زه به دفتر ولرم؟

آیا دا واقعاً کومه د اندښنې خبره ده؟

۸. څه فکر کوئ چې که زه مې له آمر یا نورو همکارانو سره جوړ را نشم؟

مرکه کوونکی ښايي فکر وکړي، چې ګواګي تاسې پخوا له خپلو همکارانو سره ستونزې لرلې یا آن داسې وانګیري چې له تاسو سره کار کول سخت دي.

۹. آیا زه باید د لګښت لپاره یو حساب (اکاونټ) ولرم؟

د مرکې پر مهال ددې ډول شیانو په باب پوښتنو ته نه یوازې اړتیا نشته، بلکې ناسم پیغام او مانا لرلی شي.

۱۰. آیا واده مو کړی؟ بچیان لرئ؟ او داسې نور

هېڅکله هم له مرکه کوونکي څخه د هغوی د شخصي ژوند په اړه پوښتنه مه کوئ.

۱۱. آیا کولی شم له تاسو سره نن شخصي اړیکه ونیسم؟

مانا داچې، تاسې ۱۰۰ په سلو کې خپل کار ته متوجه نه یئ.

۱۲. ددغې موسسې د اجرایوي رییس په اړه مې یوه اوازه اورېدلې، آیا دا رښتیا ده؟

هېڅکله د بهر خبرې او اوازې د مرکې پر مهال مه مطرح کوئ؛ دا مطلقه بې سوادي او بې مسلکيتوب دی.

۱۳. ایا د برېښنالیکونو او د انټرنېټ د لګښت څارنه کیږي؟

له دې سره ښايي د ځینو داسې ځانګړو موضوعاتو په باب اندښنې راپورته شي، چې تاسې هېڅکله نه غواړئ د مرکې پر مهال ورته اشاره وکړئ.

۱۴. آیا تاسو د یو چا د مخینې (بګراونډ) په باب هم پلټنه کوئ؟

دا پوښتنه هم کولی شي چې مرکه کوونکي ته شکونه ورپیدا کړي.

۱۵. که مې په دفتر کې کار نه وي، ایا کولی شم دفتر ته نا وخته راشم او وخته لاړ شم؟

مخکې له دې، چې په وظیفه وګمارل شئ، د کار پر مهال ویش باندې خبرې مه کوئ.

۱۶ زما مرکه څنګه وه؟

مرکه کوونکی ښايي ووایي چې که تاسو د خپلې مرکې په باب زموږ نظر (فیډبک) پوښتئ، نو تر هغې صبر وکړئ، چې ومنل شئ او که نه؛ وروسته بیا د برښنالیک له لارې د خپلو تېروتنو په باب پوښتنه کولی شئ.

۱۷. ستاسو په فکر، زه کامیاب یم؟

ددې پوښتنې مانا دا چې تاسو نه غواړئ ډېرعلاقه مند ښکاره شئ.

تر ټولو بده بیا دا ده، چې تاسې هېڅ پوښتنه و نه کړئ.

لیکوال، ویاند او د رسنیو سلاکار، ډیبورا شېن، وایې، « هېڅ پوښتنه نه کول، دومره بد یا خراب کار دی، لکه خرابې یا بې ځایه پوښتنې کول؛ په دې سره، مرکه کوونکی ستاسو د مکالمې/ مفاهمې پر مهارت، شخصیت او ځان باورۍ باندې شکمن کیږي او ستاسو په اړه خراب فکر کوي».

One thought on “هغه پوښتنې چې د وظیفوي مرکې په پای کې باید ډډه ترې وشي”

ځواب ورکول Ali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *