هیواد مومند –

زه يو له هغو افغانانو څخه يم چي څه موده وړاندې د درملني لپاره هندوستان ته تللی وم. هغه څه چې مې له دې سفر څخه زده کړل، په لاندې توګه یې له تاسو سره شریکوم.

1:– کله مو چې هندوستان ته د درملنې لپاره د سفر پریکړه وکړه، نو لومړۍ خو هڅه وکړئ چي له دې ځايه لا د روغتون ، ډاکتر او ځای په اړه له کوم داسي کس څخه د مرستي غوښتنه وکړئ چي هندوستان ته تګ راتګ ولري، یا هلته د درملنې او سیاحت لپاره د سفر تجربه ولري. څو ځینې معلومات درسره شریک کړي. تاسو کولی شي چې په انلاین توګه هم مخکې له مخې په اینټرنیټ کې هند کې د روغتیايي خدماتو په اړه معلومات راټول کړئ، البته پر انلاین اعلانونو باور مه کوئ خو عمومي معلومات ترې اخیستلی شئ.

2:- که چېرته پر دې بريالي نه شوئ يا مو داسي کس نه پېژانده چې درته لازمې لارښوونې وکړي نو چي کله هندوستان ته ولاړئ ډېر بايد هوښيار او ځيرک و اوسئ . که مو اردو يا انګليسي ژبو سره بلديت درلود هر څه درته اسانه کيږي. ډېر کله هغه کسان له ډېرو ستونزو سره مخ کيږي چي له يادو ژبو سره بلديت و نلري.

کله چي د ډيلي هوايي ډګر کي ښکته شوئ نو هرومرو به سفر ستړي کړي ياست داسې ځای ته به مو اړتيا وي چي پکي ارام وکړئ يا کېدای شي وږي شوي ياست نو حتمن به په ذهن کي دداسي پوښتنو د ځوابولو په لټه کي ياست چي دلته د اوسېدا ځای او افغاني خواړه به څنګه او چيرته پيدا کوو؟

خو چي کله مو له هوايي ډګره پښه را دباندې کړه په لسګونو افغان کميشن کاران به مو مخي ته ودريږي ددې ټولو پوښتنو ځوابونه به په ډېره خوږه ژبه درته درکوي.

خو پام مو وي چي ژر يې تر اغیز لاندي را نه شئ که هر څومره هغه چالاکه وي تاسي بايد هغومره ورسره هوښيار او زیرک و اوسئ .په هندوستان کې د افغان مساپرو لپاره تر ټولو ډیرې ستونزې او مالي تاوان دې همدې افغان ژباړونکي له خوا اوړي. نو که ژباړونکي ته مو اړتیا وه او خپله مو ژبه نه وه زده په انتخاب او ورسره په چلن کې اوښیار او محتاط اوسئ.

3:- کميشنکار داسي نه وايې چي زه کميشنکار يم ځان درته ډير سپين سوچه مسلمان او افغان معرفي کوي درته وايې چي زه درسره د ژباړونکي په صفت ګرځم ، دا هم درته وايې چي تاسو خو زموږ ميلمانه ياست د افغانانو سره ګرځېدل او د ستونزو هوارول يې زما لپاره لوی وياړ دی.

ژباړونکي يا همدا کميشنکاران ډیر کله تاسو په نوي ډیلي کې د ” لاج پتنګر “ په نوم سیمې ته وړي ، چې ډیر افغانان په کې کاروبار لري. هلته چي ورشئ د افغانانو د استوګنې کوټې ، افغان ریستورانتونه او نور افغان دکانونه بیخي زیات دي. نو کميشن کار به مو حتمن هلته يوسي .

4 :- پام مو وي که کميشن کار يا همدې افغان ژباړونکو ته لږ عاجز او ساده معلوم شوئ، نو بیا پر چا هیڅ رحم نه کوي. خپله هم درنه پیسې وهي او په نورو مو هم پلوري. د بيلګې په ډول که د ځان لپاره مو د اوسېدا ځای نيوه نو دوه يا دری برابره به يې له هماغه اصلي قيمت څخه پورته درته نيسي ځکه د کرایې ځایونو د مالکانو سره په کرايه کي ددوی فيصدي ګډه ده ځکه دوی ورته خلک پيدا کوي.

نو هڅه وکړې له ژباړونکي پرته ځان ته کوټه او ځای پیدا کړئ ، او که ليږ زیرک او پوه و اوسئ نو په ښه بیه ښه ځای د استوګنې لپاره نیولی شئ.

همدارنګه که يې چيرته درته وويل چي تاسو دلته کوټه کې اوسئ زه به له ریسټورانټه درته دلته خواړه را وغواړم تاسو ترې مننه وکړئ او په یو پلمه ترې ځان تیر کړئ.ځکه چي هغه د ریستورانت له وال سره هم اړيکي لري او هغه خواړه چي ته يې خپله په 150 اخلې تاته به يې په 250 راوړي.

دا چې دوی هلته ښه بلديت لري نو هر دوکاندار ، ټکسي چلونکی د کورونو مالکانو همدارنګه دې ته ورته نورو هغو ته چې د یو مساپر ورته اړتیا کیږي هغو ټولو ته دوی بازار موندنه يا مارکيټينګ کوي.

نو کوښښ وکړئ هلته هر څه د ځان لپاره خپله واخلئ ځکه په نيمه بيه به يې تر لاسه کوئ.
يو څه ته مو تل پام ساتئ له خپل ژباړونکي سره په داسي لهجه خبري کوئ چي هغه درباندي شک ونه کړي چي په اصليت يې پوهیدلي یاست، ځکه تاسو لا هم ځینو مواردو کې دده مرستې ته اړ یئ ، نو ددې پر ځای چې هغه تاسو تیرباسي هڅه وکړئ، دومره ځیرک و اوسئ چې د هغه د بلدیت او وړتیاوو څخه په داسې توګه ګټه واخلئ چې له زیانه یې خوندې اوسئ.

5:- کله مو چي د اوسېدو ځای وموند د ترجمان د بیا بیا ټینګار سربیره روغتون ته د تلو لپاره بیړه مه کوئ. ستاسو د استوګنې شا او خوا افغان ریستورانتونو ته یو دوه وخته د خوراک لپاره ورشئ هلته به لسګونه نور افغانان وګورئ چې دوی هم ستاسو په شان د درملنې لپاره هندوستان ته تللي دي. له دې افغانانو سره خبرې وکړئ او ترې وغواړئ چې په هندوستان کې د استوګنې او درملنې په برخه کې خپل معلومات او تجربې درسره شریکې کړي . د یو کس پر معلوماتو بسنه مه کوئ له څو کسانو سره په دې اړه خبرې وکړئ. باور لرم چې ډیر ښه معلومات او ډير ښه مرسته به تر لاسه کړئ.

تاسو کولی شئ ، د نورو هغو افغانانو څخه چې دوی هم د درملنې لپاره هندوستان ته راغلي، د استوګنې، روغتونونو، ډکترانو، په روغتونونو کې د ژبو او نورو هغو شیانو په اړه چې ورته په دې مساپرۍ کې اړتیا لرئ ، معلومات وکړئ. زه باور لرم چې ډیر ښه معلومات او دیر مرستندویه خلک به ومومئ.

ستاسو ژباړونکی به له تاسو په وار وار پوښتي چي څه وخت روغتون ته ځئ؟ کومو روغتونو ته چي دی ناروغان پيدا کوي د هماغو روغتونو ستاينه به درته کوي، او دا به درته وايي چي که اړتيا وي زه به د روغتون امبولانس ته زنګ ووهم تر څو تاسو په تکليف نه شۍ، خو تاسي بايد ډېر پام وکړئ تر څو ښه ډاډمن شوي نه ياست او پر ژباړونکي سربیره مو له نورو افغانانو چې هند ته تللي معلومات نه وي تر لاسه کړي نو ژر پريکړه مه کوئ، ځکه خدای مه کړه چي بيا داسي نه وي چي په خپله پريکړه مو پښيمانه و اوسئ .

6:- کوښښ وکړئ له هغو کسانو سره مشوره وکړئ چي هلته د درملني لپاره تللي وي ځکه په هغو کي بلد او پوه کسان پيدا کيږي هغه درته کيدای شي د روغتون او ډاکتر په هکله ښې او لازمي لارښووني وکړي خپل حالت ټول ورته بيان کړئ د خپل ژباړونکي په هکله مو هم ورته وواياست ، هيڅکله دوکاندار یا د افغان ریسټورانټ لرونکو څخه د مرستې غوښتنه مه کوئ. ځکه هغه ټول کميشن کاران دي په ژبه ډير خواږه وي او ډيری يې له بده مرغه افغانان دي چي همدا کارونه کوي .

7:- کله مو چي د ډاکتر او روغتون په اړه ښه ډاډ تر لاسه کړه نو بیا ور ته ورشئ کيدای شي هماغه روغتون خپل ژباړونکي ولري. کوښښ وکړئ پر دې هم ځان پوه او ډاډمنه کړئ چي په ياد روغتون کې کميشن کاران ځای ونه لري. خپله ژباړونکی کيدای شي تاسي ته د ياد روغتون په اړه ډېر څه ووايې، کيدای شي هغه کوښښ وکړې چې تاسو ياد روغتون ته د ورتګ څخه را منع کړي ، خو تاسو يې په خبرو باور مه کوئ ورته وواياست چي تاسو ته ددې روغتون پته له افغانستان څخه چا درکړې ورته دا وواياست چي ددې روغتون په هکله هغه کس پوره معلومات لرل په وار وار زموږ ناروغان دلته د درملني لپاره را وړل شوي.

له کميشن کار يا هماغه ژباړونکي سره مو اړيکي داسي وساتئ چي هغه په دې پوه نه شي تاسو يې په اړه ښه پوهيږئ هغه ته د يو نيک سړي په سترګه ګورئ ، په خبرو کې د هغه د شخصي ژوند په هکله پوښتنه ترې کوئ ، د اصلي ځای، کلي وطن په خبرو یې بوخت وساتئ او ورته ووایئ چې تاسو ډېر زړه سوانده او نيک عمله کس ياست خدای دي ښه ژوند درکړي . بيا کيدای شي چلند يې له تاسو سره نورمال شي بيا ډېره هڅه نه کوي چي دوکه درکړي.

د حق الزحمې په هکله ترې مخکې پوښتنه وکړئ چي له تاسو سره په کوم حساب ګرځي کيدای شي درته ووايې چي زموږ ژباړونکو حق الزحمه دومره ده.
دا ددې لپاره ښه ده چي بيا په پای کې مو حساب پاک راځي.

8:- کله مو چي درملنه وکړه او له روغتون څخه را وتلئ ډاکتر به درته درمل ليکلي وي هڅه وکړئ درمل د هماغه روغتون له درملتون څخه تر لاسه کړئ کيدای شي ژباړونکی مو درته ووايې چي درمل به له روغتونه دباندي بيا را واخلو دا به هم درته ووايې چي راځئ اوس به تاسو هم ستړي شوي ياست دي روغتون له ماحول څخه زه به مو د اوسېدو ځای ته بوځم او درمل به مو هم بيا زه کوټې ته در وړم ، هڅه وکړئ په يو ډول قناعت ورکړئ او ورته وواياست چي درمل به له دې ځايه را سره واخلو ښه نه ده چي بيا ته پسي سرګردان شئ.

دا ددې لپاره اړين دي چي د روغتون درمل ښه کيفيت هم لري او کيدای شي د بازار تر هغو يې بيه هم ټيټه وي او دوی چي شله کيږي په دې خاطر چي د بازار درملتونونو کې هم فيصدي اخلي ، د بازار د ځینو درملتونو د درملو د کیفیت په اړه هم پوښتنې شته او بیې یې هم لوړې وي.

هیله ده چې دا څو ټکي به زموږ له هغو هیوادولو سره مرسته وکړي چې د درملنې لپاره هندوستان ته ځي. که چیرې تاسو هندوستان ته د علاج لپاره د سفر پر مهال دا ټکي په پام کې ونیسئ ډیرې ستونزې به مو کمې او د سفر پر مهال به خوندي اوسئ
درنښت
هيواد مومند (حبيب الرحمن) مومند

3 thoughts on “هغه څه چې ما هند ته د درملنې لپاره له سفر څخه زده کړل”
  1. ښاغلی مومند!
    په زړه پوري ټکي مو بیان کړي دي.

    رښتيا هم زموږ اکثره افغانان چي هلته ځي، نه په ژبه پوهيږي او نه خپله لاره په اسانه پيدا کولای سي، تر دوا يې پر کميشنکارانو پیسې ډېري ولاړ ی سي..

    خو د پورتنيو کرښو سربېره که مو داوسېدو د ځای او د سم روغتونونو نومونه هم په ډاکه کړې وای، چي افغانان څخه کولای سي خپل علاج په سم ډول او په کوم ځای کي ترسره کړي…. ځکه تاسو خپله هلته تللي واست .

    1. ښاغلی يوسفزی
      کور مو ودان
      زه خپله هلته بلد نه وم , له دې ځايه مي لا د ډاکتر او روغتون په اړه معلومات کړي ول .
      دي ځانګړي ډاکتر او روغتون په هکله مي ځکه يادونه نه ده کړې چي کيدای شي دا زموږ د هيوادوالو په پام يو تجارتي اعلان ته ورته يو څه ورشي ځکه خو مي يادونه کړې چي له دې ځايه لا د ډاکتر او روغتون په اړه ځان ډاډمن کړی

  2. sir thanks from your information;
    I belive if afghan embassy make one program to help with afghans,
    india also can help for this issue,

    I hope to our afghan medical personal specialist solve this problem.
    and public peoples stop traveling to india or Pakistan,
    thank you

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *