مجيد قرار

هغه ژبه، چې زموږ د ژبپوهانو او لوستو نزده

پرون زموږ هېوادولو، یو تر بله، په یوه بله ژبه خبرې وکړې.

پر هغې ژبه نه، چې زموږ خلک یو تر بله شخړې پرې کوي او پرې سره بېلېږي.

ښایي په پښتو، دري، انګرېزي، ازبکي ژبي د افغانانو د زړه خبرې نه شوای کېدای، ښایي همدا علت وي چې زموږ خلک د زړه د خبرو لپاره د خندا ژبه، د رقص ژبه، د لویو لویو کوکارو ژبه، د اورونو لګولو او هوایي ډزو په ژبه کوي.

زموږ نالوستي خلک په همدې ژبه سره پوهېدل او تر منځ یې ترجمان ته اړتیا نه وه.

زموږ نالوستي نه شعر ویلای شي، نه لنډه کیسه لیکلای شي، نه هنري نثر، نه کتابونه تالیفولای شي او نه  مشاعرې کولای شي.

لکه زموږ لوستی قشر چې فلسفې ویلای شي، خو عملي کولای یې نه شي، زموږ نالوستي ولسونه فلسفې نه شي ویلای، خو فلسفې عملي کولای یې شي.

هغوی د مینې کولو لپاره، لکه زموږ د لوستو، کتابي دلایل نه لټوي او د ځوانمردۍ د جواز لپاره په قرآن او احادیثو کې دلایل نه ګوري.

د فوټبال د ګټې د خوښۍ په لاریون کې مې په دې اړه عجیبې صحنې ولیدې.

یوه خندا په خوله کس، خپل د زاړه موټر سیټ د انګورو له وښکیو ډک کړی و او هر موټر به چې ور نیږدې شو، سیټ ته به یې یو وښکی انګور ور غورځول او په لوړ غږ به یې وخندل. ښه سپېره، ناوینځل شوي انګور ول، خو داسې په خوند مې وخوړل، لکه د مرګ دارو چې مي وي.

تقریبا پنځه شپږ کلومټره وړاندې، له یوه بل زاړه موټر سره څنګ په څنګ شوم، یو هلک یې په کړکۍ کې ناست، پښې یې په موټر او تنه یې را وتلې وه. په لاس کې یې د جوسو بوتل او پلاسټیکي ګیلاس و. هر چا ته به یې ډک او وړاندې کړ. ما هم لاس ور وغځاوه. چې رښتیا درته ووایم، تږی نه وم، خو زړه مې تږی و. دويم ځل یې ست را ته وکړ، وېلې، دیګه پرتم؟ ما هم په عامیانه ژبه ورته وویل، چې تشکر بادار! په زړه کې مې ویل، کاشکې په فارسي یا پښتو کې ویل کېدای شوای چې ستا یوه ګوټ شربتو څومره خوند وکړ، خو مجبور یم، زه هم لکه تا، ستا په مخ کې ونڅېږم، چې ته پوه شې.

په نوره نړۍ کې یې نالوستي له لوستو زده کوي. دلته دې یې لوستي له نالوستو زده کړي.

علت یې دا دی چې زموږ د نالوستو خلکو استاد د دوی کلتور او فرهنګ دی او زموږ د لوستو خلکو استاد، یا د حسن البناء کتاب، یا د ایراني فلسفې کتاب، یا د علامه اقبال دیوان او یا د رابن هوډ داستانونه دي.

لوی استادان، لوی شاګردان روزي. واړه استادان واړه شاګردان روزي.

د هغوی استادان څو زره کلن دي او د دې خلکو استادان د تاریخ د عمر په پرتله، یو کلن ماشومان دي.

زموږ لوستي بس دې ته پرېږده، چې د موټر په سیټ کې دې له څنګه کښېني، خپل ځان او زړه دې در څخه را ونغاړي. پوزې ته دې دستمال ونیسي، چې د ښار ګنده هوا یې ناروغ نه کړي.

دوی دې ته پرېږده، چې فاصلې جوړې کړي، ادبي ښکنځلې وکړي. دوی دې ته پرېږده، چې د نورو صفتونه وکړي.

زما د دفتر موټروان پښتون دی. زه چې د هغه او د هغه د ټرانسپورټ ریاست په ډرېورانو کې د هغه د تاجکو ملګرو بې تکلفۍ او صمیمیت وینم، په رب قسم غبطه مې راشي. یو بل ته په نومونو خطاب کوي. یو بل ته صېب نه وایي، نه استاد وایي. نه ښاغلی وایي.

کله چې یې یو پر بل کار بند شي، داسې یو پر بل امر کوي، لکه امر کوونکی به چې دوه سوه دولتي رتبې ور څخه لوړ وي. هغه یې هم دغسې مني، لکه همدومره چې ورڅخه ټیټ وي. بله ورځ یې وینم، هغه همدغسې ورسره کوي.

دوی رواجي دي. دوی رښتیا افغانان دي. بې تکلفه دي. د مینې کولو او یو بل نه سپکولو لپاره دلایل نه غواړي.

بالعکس، که دې په فیس بوک کې یو چا ته د چا د نه سپکاوي وویل، نو په اساسي قانون کې د دې کار جواز او الزام غواړي.

دوی فکر کوي چې هرڅه په کتاب کې لیکل شوي وي. زموږ د کتابونو په اړه داسې نه ده. زموږ په کتابونو کې یوازې هغه خبرې لیکل شوې، چې په الفاظو کې راځي، خو نه تر دې دمه خندا په الفاظو کې راغلی، نه ترحم، نه ژړا او نه ځوانمردي.

دا یو ارزښت هم په کتاب کې نه دی راغلی. په هنري آثارو کې یې هم یوازې پېښې شوې، یوازې یادوونه یې شوې ده، یوازې په پښتو او دري کې یې نومونه اخیستل شوي دي.

متأسفانه، هغه ژبه چې زړونه پرې خبري کوي، زموږ په کتابونو کې نه ده لیکل شوې. هغه ژبه الفباء نه لري، صوت نه لري، په ښوونځیو کې نه زده کېږي. کاشکې زموږ د ملت د خندا، محبت او همدلۍ ژبه د اکثریت ژبه شي چې پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، او پشه یي ژبې مو ټولې په اقلیتي ژبو واوړي.

کاشکې کاشکې!

10 thoughts on “هغه ژبه، چې زموږ د ژبپوهانو او لوستو نه زده”
  1. ګرانه قراره!!!
    الله څخه د هم داسي بیقراره غواړم ترڅو چي زمونږ ټوله ټولنه ستا پدې خوږو خبرو نه وي پوه شوي!!!
    الله د بس دومره بیقراره کړه چي د ټولني هر وګړي ترسره بیقراره شي،
    اوپه پائ کښي زمونږ ټوله ټولنه قرار اومومي!!!!

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي قرار صيب ته په درنښت سره به ووايم، چې اوس مو سره واوښته نو سره شاربو به يې، چې ستونزه په ما او تا کې ده او که زموږ په ملت کې.ما ستاسو دغه کرښې «زموږ نالوستي نه شعر ویلای شي، نه لنډه کیسه لیکلای شي، نه هنري نثر، نه کتابونه تالیفولای شي او نه مشاعرې کولای شي.» رابرسېره کړې او ستاسوو فلسفي ورته انګېرنه مې ولسوتله، نو ځکه مې وغوښټل چې دغه شننه درته وليکم.
    د افغانستان موډرن تعليمي سيستم په ۱۳۱۲ هـ شمسي کې رامنځ ته شوی او له دې مخکې د چارکتاب، پنجکتاب او قدسيې او داسې نورو ببولالو دوران وو او تر هغې مخکې کليوالي ذهنيت او فلکولوري انداز وو، چې زموږ د افغاني ژوند کيسې تر نننه د نا لوستو لخوا تر موږه رارسېدلې دي، چې د مينې په اړه د مومن خان او شيرينو، د ليلا او مجنونوو د فرهاد او داسې نورو مشاهيرو کيسې په شفاعي بڼه تر موږ رارسېدلې دي، چې زياتره يې زموږ او تاسو ميندو او يا نيا ګانو په ډېر امانت سره موږ ته کړې دي.
    د ديو، شيشکو، پيريانو ، پريانو، شیطانګومک، هندوـمسلمان هلکک او يه لسهاوو نورې کيسې تر موږ رارسېدلې دي. د شعر په نړۍ کې مو هم ېډر داسې بې سوادان شته، چې موږ ته ملي ارزښتونه ګرځېدلي دي، لکه زموږ نامتو شاعر «ملنګ جان». د افغانستان د مېړنيو يادون هم په تاريخې بڼه تر موږ رارسېدلی دی، چې هم ځواني پکې شته او هم مېړانه پکې شته، هم مينه او هم هېوادپالنه، مګر تاسو د خپل نظري شاليد انخور په نننۍ ليکنه کې داسې رابرسېره کړی، چې ګواکې تاسو عقل کُل په هر څه پوهېږی او د افغانستان د لوستو او نا لوستو په اړه مو د بې اُمته پيغمبري وړاندوينه او يا تعبير يادوی، خو زما اندېښنه دا ده.، چې ايا تاسو يو ځلې هغه څه چې ليکی نو يو وار يې بيا لولی او يا دا چې هرڅه مو وليکل، نو هغه هم علمي دي او هم د کاڼی کرښې!
    ستاسو وړانديز د زړه او يا د مينې ژبه! دغه يو شعار دی، مګر په ټولنه کې ټولنيز اصول دي، قوانين دي او اداره ده، چې خپل مقررات لري، نه شي، کېدلی چې عام او خاص ټول يو ډول وي، ځکه بيا نو داسې حالت رامنځ ته کېږي، لکه نن چې د کرزي په دولت داري کې رامنځ ته شوی، چې نه نر معلوم دی او نه هم ښځه! نه ملي ژبه څرکنده ده او نه هم افغاني هويت! بس هر څوک يې هغسې ډنګوي، چې نور يې ورته غږويي!
    زما وړانديز تاسو محترم ته دا دی، چې ليکنې مو که څېړنيز اصول، پوهنيز شاليد نه لري، نو هڅه وکړی، چې لږ تر لږه يو سم ټولنيز پيغام خو ولري، نه لکه دغه او يا نورو ليکمنو موه، چې چېرې مو يو او بل او په دې کې مو بيا نالوستي غندلي او بل ځای مو لوستي پکې سپېره کړي دي! له بده مرغه بايد درته ياده کړم، چې ستاسو د چاپېر وړې ستونزې ستاسو د ذهنيټ د انځور بنسټ دی، مګر لږ له خپل ذهني چاپېره راووځه چې د ژوند ټول اړخونه درته ښکاره شي!
    ستاسو د نورو ليکنو په تمه
    معه سلاموکم الاهلول صابرين
    ملا ميوند آخوند

  3. ملا صاحب، دې ته هنري نثر وایي. هنر په عقلي معیارونو مه تله، او چې په معیارونو یې تلې هم، بیا یې په ملایي عقل مه تله، د ملا عقل په دې کار نه ورکوي چې تعلیم فرض دی، کنه، په بل څه کې به څه کار ورکړي. ما دا لیکنه د شروط الصلاة په ځای نه ده پیشنهاد کړې. یواځې خاطرې ته ورته شی دی، او عقلاني اړخ یې اصلاً مهم نه دی. د هرې لیکنې خپل هدف وي. د دې لیکنې هدف عاطفي لمانځنه ده.
    ستاسې ستونزه له دې سره ده چې ولې خلکو دا ورځ ولمانځله. دا سپیناوی له خلکو سره کوئ، له ما سره یې مه کوئ. درناوی

  4. سلامونه هيوادوالو
    هيله ده چي خفگان په كي نه وي ، قرار گله ستا ليكنه د قدر ور ده په وسني وخت كي. حالات داسي راغلي چي نه په ملا او نه په روشنفكرو افغانان اعتبار كوي او علل يي هم جوت دي.
    او ميوند اخوند ته د سلام وي مدام شي او له مفهومه دكه ليكنه كوي. مننه
    وسلام

  5. ملا میوند لالا، تاسو چې داسې اوږدې تبصرې لیکئ زه وایم چې د نورو خوارانو له پاره هېڅ ځای نه پرېږدئ. لږه ګوزاره وکړه، یو پاراګراف، یو نیم او چې کفر کوې نو دوه ولیکه، خېټه دې ویلې شه په دا ملایۍ اخر دا تاند والا به نور کار هم لري که نه ناست به وي همدا ستا تبصرې به د تایید له پاره لولي؟

  6. ټولو لوستونکو ته سلامونه !!

    مجید قرار صاب ستا د زړه په درد يوهیږم، چي ځینو ملګرو واقعاُ په فیسبوک کي ستا په مقابل کي تر حد زیات تیری وکړ. قرار صاب پښتانه مشران تل له خپل قوم څخه ګیله مند دي، چي ښه مثال يې خوشحال بابا دی چي په خپلو شعرونو کي هر وخت د خپل قوم د ناپوهۍ او سرټمبګۍ څخه سر ټکوي. خو بیا هم موږ او تاسو ته لازمه ده چي د صبر څخه کار واخلو او همدارنګه خپلي ټولني ته په کتو سره هغه څه ولیکو او یا يي ووایو چي د افغاني ټولني ذ درد دوا سي.

    تر مغلو پښتانه په توره ښه دي++ که په پوهه پښتانه وای څه هوښیار
    ؛؛خوشحال بابا؛؛

    تل خوشحاله و اوسئ
    مننه

  7. قرار صاحب سل په سله يې درسره منم، ستونزه په خلکو کې نه ده، ستونزه ټوله په دولتي لوستو چارواکو کې ده، په اوسني افغاني نظام کې ولس يوې لمدې لښتې ته ورته دی، هرې خواته يې چې کږوې، هغې خواته کږېږي.

  8. مه وقتی نوشته های جناب قرار را میخوانم فکر میکنم زبان پشتو بهترین زبان دنیاست!

  9. د افغانستان لږکي د افغانستان ضد مفکوره لري

    دافغانستان په لږکیو کښی د هیواد ارزښت او مینه د نیشت برابره ده، د ستمیانو د تحریک او بیا ورپسی د شمالي ټلوالي سیاست دغه لږکي د افغانستان پر ضد یو دریځ خپلولو ته رسولي دی.
    ددوي هغه کسان چې په دولت کښی وي بیله شخصی ګټو تر لاسه کولو او دافغانستان ملي ګټو ته د زیان رسولو نه پرته بل مقصد او مرام نلري.
    کوم کسان چې په دی لږکیو کښی د هیواد په ګټه خبري کوي هغه ته ددوي په خپل منځي مجلس کښی غدار او ددوي په اصطلاح د خراسان باستان باغی ویل کیږی.
    په داسی حالاتو کښی پښتانه باید د لږکیو پر وړاندي له ډیپلوماسی او نرمښته کار واخلي. هغه محرومیتونه چې دغه لږکي ورسره مخامخ ول باید په تدریج سره پای ته ورسول شی.
    ولی ددی معنی دانه ده چې ستمیان او د شمالی ټلوالي خونخوار ځناور دی موږ ته څوک په ملي څیرو او اتلانو را وپیژنی.
    موږ له لږکیو سره دیوه هیوادوال او افغان په صفت چلند کوو دا دیوه اکثریت په صفت د پښتنو مسولیت دی ولی داسی نه ده چې موږ ددوي نفسیات او خواهشات نه پیژنو

ځواب ورکول حميدګل شېرزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *