خبریال: زاهدالله ځلاند – د مالیزیا پولیسو یوه نجلۍ په دې تور نیولې چې د سکایپ له لارې یې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې دلې له یوه غړي سره یې واده کړی دی.
دا نجلۍ هغه مهال د مالیزیايي پولیسو له لوري د مالیزیا د پلازمېنې کوالالمپورپه نړیوال هوایي ډګر کې ونیول شوه چې غوښتل یې لومړی ترکیې او بیا له هغه ځایه سوریې ته په یوه الوتکه کې لاړه شي.
دغې ۲۷ کلنې اندونیزیایي ښځې د سکایپ له لارې د داعش یا اسلامي دولت د ډلې له یوه غړي سره، چې د شمالي افریقا اوسېدونکی دی، دوه اونۍ وړاندې واده کړی و.
دې ۲۷ کلنې نجلۍ، چې د پوهنتون محصله ده، همدا راز غوښتل چې له واده وروسته د داعش یا اسلامي دولت په لیکو کې وجنګېږي.
د تېر ډسمبر میاشتې په ۲۸ مه نېټه هم د مالیزیا پولیسو یو ۲۲ کلن سړی، د کوالالمپور په نړیوال هوایي ډګر کې د داعش ډلې سره د تړاو په شک نیولی و.
د مالیزیا پولیس وايي، نجلۍي ورته ویلي چې وروسته له دې داعش ته لېواله شوه چې د دې ډلې یوه ویدیو یې په یوټیوب کې ولیده.
هغې د فېسبوک له لارې له داعش سره اړیکې جوړې کړې وې.
د مالیزیا چارواکي وايي چې یو ۲۲ کلن مالیزیايي ځوان هم د ټولنیزو رسنیو له لارې له داعش سره ملګری شوی دی.
سلامونه د تاند چلونکو ته
غریبی ته به میړه نه پیدا کیدی که نه دداسي انسانانو سره به کومه ښځه
واده ته زړه ښه کوي چې ښځي د مینځو په شان لیلا موي په غریبی مي
زړه خوږ شو دواده شپه یی په زندان کې تیره کړه .