امین الله عادل –

دافغانستان موجوده حکومت په جدي ډول بدلون ته اړتیا لري. د افغانستان مظلوم ولس دولس کاله ټول په دې هیله تېر کړل، چې نن به په افغانستان کې حکومتي نظام سمېږي او په حکومت کې به د جنګ سالارانو، زورواکانو پر ځای سم او هېوادوسته خلک راځي او یا به سبا راځي. مګر دا دی دولس کاله تېر شول، د حکومت په چوکۍ یوازې یو محدود شمېر زورواکانو او جنګ سالارانو منګلې خښې کړي دي. همدغه خلک دي، چې له یوې چوکۍ  څخه بلې ته بدلېږي او ورځ په ورځ یې زور زیاتېږي. بله خوا د هېواد ډېرې سیمې په معنوي او مادي لحاظ له تبا کېدو سره مخ دي. له کنړ څخه نیولې بیا تر زابله او تر فراه او بادغیس پورې او هره بله پښتون مېشته سیمه د ښوونې او روزنې له نعمت څخه محرومې دي. هغه ماشومان چې د کرزی د حکومت په لومړي کال ۵ کلن وو، اوس هغوی ۱۷ کلنۍ ته رسېدلي او ښوونځی ته له تلو څخه محروم شوي دي. په دې توګه زموږ پوره یو نسل په معنوي لحاظ تباه  شو. دا خو پرېږده چې داسې کور به نوي، چې په تېرو دولسو کلونو کې یې خپل او خپلوان وژل شوي نه وي او یا یې کور نه وي وران شوی. او دا لړۍ روانه او ورځ په ورځ پسې زور اخلي.

ددې ټولو سره سره حکومت په ټول زور سره هڅه کوي، چې خپل کاندید ولري او په هره پیمانه چې وي د هغه بریالی کول غواړي. که خدای مه کړه همدغه کاندید او د هغه کمزوری ټیم بیا واک ته ورسېږي نو په موجوده حکومت به خلک سل ځله شکر وباسي او د افغانستان موجوده بحران به څو برابره ستونزمن شي. افغانستان د روانې جګړې او ورانیو ترڅنګ له سترو ننګونو سره مخ دی، چې ځینې یې دا دي:

  • د حکومت او ولس ترمنځ فاصله: کله چې دا حکومت رامنځ ته شو. په خلکو کې د ملي یووالي روحیه ډېره پیاوړې شوه. په ملیونونو کډوال هېواد ته راستانه شول او هر چا په دې نیت تکلیفونه ګالل چې خیر دی هر څه به سم شي. که به چېرې کومه مشکوکه پېښه رامنځ ته شوه خلکو به حکومت ته احوال ورکاوه، مګر د وخت په تېرېدو سره مو ولیدل چې خلک په قصدي ډول وځورول شول. په خلکو کې د سمت او ژبې روحیې ته زور ورکړل شو. ولسي خلک، ځوانان، مخور او دیني علماء پر ځای ددې چې په اعتماد کې واخیستل شي هغوی ته هېڅ پاملرنه ونه شوه. خلکو ته په دروغو ژمنې ورکړل شوې او بیا د هغو برعکس کارونه وشول. په دې سره خبره تردې را ورسېده چې یو پنجابی او پاکستانی په اسانۍ سره کولی چې د افغانستان په کلیو او کورونو کې په ښکاره او پټ ډول وګرځي او د اړتیا په وخت په کوم ځای کې پټ شي مګر زموږ د خپلې ملي اردو سرتېری او حکومتي مامور دا کار په ډاډمن ډول سره نه شي کولی. دا وضیعت د موجوده حکومت د غفلت له مخې او یا هم قصدا را منځ ته شو. که همدا حکومت دوام وکړي، د حکومت او ولس فاصله لا پسې ډېرېږي.
  • د هېواد د ننه بې ځایه شوي خلک: په تېرو دولسو کلونو کې په سلګونه زره خلک له هغو زورواکانو لخوا خپلو مېنو او خپلو کلیو څخه بې ځایه شوي او د هغو زورواکانو د ظلم او وېرې له کبله نه شي تللی چې په موجوده حکومت کې حضور لري. که همدغه حکومت دوام وکړي نه یوازې چې دا خلک به خپلو مېنو ته ستانه نه شي بلکې په لس ګونه زره نور افغانان به هم بې کوره شي.
  • له هېواد څخه بهر د پاکستان او ایران مهاجر: ددې حکومت د لومړیو کلونو په موده کې په ملیونو خلک بېرته هېواد ته را ستانه شول، مګر ترو اوسه پورې څه باندې یو ملیون وګړي په پاکستان او څو سوه زره په ایران کې اوسېږي، هغوی له یوې خوا وخت پروخت د اړونده هېوادونو لخوا ځورول کېږي او له بلې خوا هغوی د افغانستان په ضد کارول کېږي.
  • د ځمکو غصب: ددې حکومت زورواکانو نه یوازې بهرنۍ مرستې په خپلو جیبونو کې واچولې بلکې په مختلفو نومونو یې په زرګونه جریبه دولتي او نادولتي ځمکې غصب کړې. څرنګه چې هغوی په حکومت کې دي نو نه د خلکو او نه هم د حکومت زور ورته رسېږي، چې دا ځمکې ترې واخلي.
  • په حکومت د زورواکانو منګلې: د موجوده حکومت واکونه د سمت، ګوند، ژبې، قوم او د مجاهد او غیر مجاهد په نامه وېشل شوي، حال دا چې افغانستان تخصص، لیاقت او ملي مصالحو ته د وفادارۍ معیار ته اړتیا لري. که فعلي حکومت وغځيږ نو همدغه لړۍ به روانه وي. دکتور او ماسټر به اسناد په لاس کوڅه په کوڅه ګرځي او د زورواکانو بې تعلیمه خپلوان به هر څه وي.
  • اداري فساد: د موجوده حکومت اکثره چارواکي په فساد کې لاس لري او هر چا د خپلې وسې په اندازه فساد کړی. چا د حکومت داراۍ په شخصي جیبونو کې اچولې، چا د یو ولایت او یوې سیمې خلک په قصدي ډول له خدمتونو محروم کړي، چا بې ځایه عام ولس کړولی او له هغو یې شخصي انتقامونه اخیستي دي. له دوی ټولو سره باید محاسبه وشي او که موجوده  حکومت دوام ومومي داسې بویه چې دا فساد به څو برابره شي.

موږ ټول د سر په سترګو وینو چې د حکومت کاندید په خپلو کمپاینونو کې چیغې وهي، چې زه به د موجوده حکومت لړۍ پر مخ غځوم او څرنګه مو چې په تېرو دولسو کلونو کې خدمت وکړ همداسې به د پنځو او یا لسو کلونو لپاره خپل خدمت ته ادامه ورکوم. حال دا چې ولس په تېرو دولسو کلونو شېبه په شېبه په دې انتظار وو، چې کله به په دې حکومت کې سمون راځي او کله به په واقعي ډول د هېواد اساسي ستونزې حلېږي. کله به د لیاقت او وړتیا معیار په پام کې نیول کېږي. مګر افسوس چې دا کار ونه شو بلکې حکومت هڅه کوي، چې همدغه لړۍ روانه وساتي او تر پنځو نورو کلونو پورې هېڅ بدلون پکې نه ران شي بلکې تر دې به هم ډېره کمزوري شي، ځکه موجوده ولسمشر او د هغو ټیم له ټولو کمزورتیاوو سره سره بیا هم د حکومت له موجوده کاندید او د هغو له ټیم څخه تکړه دی!!

متاسفانه چې ځینې خلک یوازې او یوزاې په نیت چې په حکومت کې چوکۍ ولري نو له داسې ټیم سره یوځای کېږي، چې ددوی په اند ښايي ګټونکی شي مګر هرڅوک چې د موجوده حکومت غځېدل غواړي په اصل کې د افغانستان د پورتنیو او نورو سترو ننګونو او ستونزو ډېرېدل غواړي. څوک چې د حکومت کاندید ملاتړ کوي، هغوی چوکۍ او شخصي ګټو هوس اخیستي او په لوی لاس غواړي، چې د افغانستان ستونزې لا پسې ډېرې شي.

ټولو بادرده او با احساسه افغانانو څخه هیله ده، چې لږ به افغان مظلوم ولس رحم وکړئ، د خپلو شخصي ګټو او هوسونو پرځای د ولس ګټو ته وګورئ او له داسې چا سره ودرېږئ، چې په افغانستان کې د مثبت بدلون او تحول وړتیا ورسره وي. علم ورسره وي او په خپل ملاتړ سره نور دغه ولس له موجوده زورواکانو او جنګ سارانو خلاص کړئ.

0 thoughts on “هغو ته چې د چوکۍ او شخصي ګټو غم اخیستي”
  1. زما په نظر که چېرې حکومت د زلمی رسول مرسته کول غواړي نو نور کاندیدان باید ټول یوه خوله شي او له ټاکنو سره پریکون وکړي.

  2. هر هغه څوک چی د تیرو امتحان شوو څیر و ملاتړ کوی هغه هم ددوی پشان نجس دی

ځواب ورکول هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *