• ګډوډ رښتیا

ماما وایي چې پنجابی مې دې په کلا او بېټک کې دمه او پر څړک غویمه کوي، زه دې له کابله ډالر را ټولوم، او دلته دې يې په پنجابیانو خورم، زما پر کور دې خطایي مرمۍ هم نه لګېږي. داسې نه کېږي.

د باچا شکرې، په غم لړلې.

پر څړک د کوم را ښکته کړل شوي او حلال کړل شوي انجنیر د مور بدوا به درته قبوله شي، خرڅوړي به دې باد باد شي، او کریغې به دې اسمان ته ورسېږي.

تاسې چې کوم څوک په کورونو کې چاغوئ، هغه پر څړک حلواوې نه وېشي.

هغه هم درګرده د خلکو مېني سپېروي، د ماشومانو د سر سیوري او د بې وزلو مېرمنو د امید د اسمان ستوري اخلي.

هغوی هم د هیرامنډیي له کوڅو راغلي، د اسلام او کفر په نامه د یوه مسلمان ملت د ګټو د تسخیرولو استعماري جګړه کوي.

که ستا په قاتل او وحشي مېلمانه پسې درغلې مرمۍ ستا پر ماشوم ولګېده، نو دا بې شکه چې ناروا ده، خو دا ستا خپله خوښه کړې ناروا ده.

که ته وایې چې افغان امنیتي ځواکونه به په دې پنجابیانو پسې ستاسې بېټک ته د بمبار د الوتکي پر ځای همبرګر، یا پیپسي نوشابه در ولېږي، نو غلط فکر دې کړی.

که ته وایې چې ته به په ۴۰۰ بستره روغتون، په وزیر اکبرخان روغتون او په ابن سینا شفاخانه کې ډاکټر یې، ته به په معارف کې کارمند یې، ته به د کرنې وزارت په بورس جاپان ته روان یې او دلته به په خپل کلي کې د افغانانو تر مړیو اتڼونه را اچوې، نو دا سوچ دې غلط دی. د خدای عدالت دغسې نه دی.

ستا لاس مسیحا نه دی چې مردار پرې حلالېږي. که ډالر مردار وي، نو ستا د ناروغې انا لپاره چې په دې ډالرو شربت اخلې، هغه هم مردار دي. په سپین سرې نیا دې مردار مه خوره. په لمانځخوانه ادې دې هم بې لمازه امریکایي ډالر مه خوره.

او که دا ډالر حلال وي، نو پولیس، اردو او د کاروانونو ډرېورانو ته هم حلال دي. دا ځل چې کلي ته لاړ شې، د جومات په مخ کې خلکو ته د کابل د کفر او ګمراهۍ کیسې او د جهاد غورې مه کوه.

ته به یې د دې لپاره کوې چې پنجابی اخښی دې څه درته و نه وایي، خو خلک یې په ریښتیاوو مني.

دا درسره منم، چې زور به دې نه رسېږي، طالب ته به څه ویلای نه شې. زورور ته څه ویل هم زړه او ایمان غواړي، خو دا نه درسره منم چې دلته دې هم ځانمرګي ته فدایي وایې او چې د ښځې زنګ دې درته راشي، طالبي ترانه دې په ټول صالون کې انګازه وکړي.

که ته د پوهنتون په طعامخانه کې ډوډۍ خورې، نو ستا ډوډۍ او د پولیسو او اردو د کاغوش ډوډۍ له یوه جېبه پېرودل کېږي.

که ته په زر ډالره معاش د کفر غلام نه یې، پولیس یې په څلور زره افغانۍ ولې غلام دی؟

آیا ته فکر کوې چې افغانستان به د پوښتنې سړی پیدا نه کړي؟ ته فکر کوې چې تل به کابل او دابل، دواړه خورې؟

آیا فکر کوې چې تل به دفتر او سنګر دواړه خورې؟ ښځه به دې مجاهدینو(!) ته ډوډۍ ور پخوي او ته به په شهرنو او کارته سخي کې پیتزا وهې؟

ته وایې، د کور په انګړ کې به دې د لالا او آغالالا په لارښوونه پنجابی چکر وهي او ته به د دولت په بورسونو، او سفریو، د دوبۍ او هندوستان چکرې وهې؟

آیا فکر کوې چې تل به دغه ډیموکراسي وي، چې قاتل او مقتول به ګډ غومبر وهي؟ غل او د کور مالک به دواړه تسبح اړوي؟

داسې نه ده. د خدای عدالت خو شته شته، خو د خلکو عدالت هم شته.

یو وخت به دې د ارګ د پنډتانو سیوری پر سر نه وي، د وزارت د پلن څټو، پرېړمټو او ډهول سټو د تلېفون زنګ به نه وي درپسې.

دا ملت هر څوک زغملای شي، هغه ناځوانه نه شي زغملای چې د نورو له خوا وي، خپل ورور ته بلا وي.

مجيد قرار

One thought on “هغو ته چې هم کابل خوري، هم دا بل”
  1. د پښتانه نننی سیاسي ژوند ټول پدغه یوه جمله انځور شویدی:
    که ستا په قاتل او وحشي مېلمانه پسې درغلې مرمۍ ستا پر ماشوم ولګېده، نو دا بې شکه چې ناروا ده، خو دا ستا خپله خوښه کړې ناروا ده.

ځواب ورکول انجینر اقبال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *