داسې مې هم ولیدل چې د پسرلي په موسم کې د یو په ځای د درې ښځو او یا سړو سره د مینې لین غزولی وي. خو کله چې د سپرلي موسم به تیریدو شي مینان هم د خپلې مینې لینونو سره راټول کړي. او بیا د بل لین غزولو په لټه کې وي.

داسې خلک په اصل کې ذهني مریضان وي او باوجود د دې چې ښکلې میرمن به لري بیا د مینې په نامه خپل شهواني غریضې له نورو ناروا لارو پوره کوي. نو دا ډیره ضروري ده چې دغه مریضان خپله تداوي وکړي (که کم ماهر نفسیات وي نو کیدی شې هغه ورته ښه مشوره وکړي.)

د دغه شان هفته وارو یا بازاري مینو یوه د حل لاره خو دا ده چې د هغه وخت او پیسو چې به بل یې مصرفوي په خپله کورنۍ او په ځانګړې توګه په خپله میرمن مصرف کړئ، که تا ته د کاله د تناره لوګو والې ډوډۍ خوند نه درکوي او د بازار د سپینې آټې پراټي دې خوښیږي نو بیا پکار ده په کاله کې دغه امکانات برابر کړې. ماته یاد شي یو ملګري سره مې په امدی مسلې ته ورلته ټولنیزو مسایلو خبرې کولې نو خبره د هیرا منډيي د ډمو او هلته د زنا کارۍ ته وسیدله. هغه ویل دا خو زنا کول دي او حرام دي او بل سره لین مین غزول هم سم کار نه دی نو بله د حل لاره څه کیدی شي. ما ویل ګوره واده دې کړی دی، ویل هو. ما ویل بیا نو کله ځان فارغ کړه او د خپلې میرمن سره بازار ته لاړ شه او دواړه په مشوره د خپلې خوښې لباس او نور ضروري سامان واخلئ، بیا یو رنګمال راپیدا کړه او د خپل کور او په ځانګړې توګه د خوب خونه د دواړو په مشوره ښه ښکلې رنګ کړه، کله چې د دواړو په تبه هرڅه برابر شول نو بیا پکې هغه څه کوه څه چې دې په هیرا منډيي کې زړه غوښتل! ملګري مې په خپله ږیره کې ګوتې وهلې او ویې خندل، ویل او په خدای دا خو دی سمه مشوره راکړه، دا کار شرعي ستونزه هم نه لري.

نو زه هم یو ځل بیا هغه ځوانانو ته چې ټول عمر ې د پردو ښځو او جینکو سره په انډیوالۍ تیر کړ او خپله میرمن یې د بچو راوړلو د پاره لکه د ماشین په کاله کې ساتلې وي، په کال کې ورته چیرته یو جوړه جامې وکړي دا مشوره ورکوم چې که تا کله هم هغه انرژي او وخت خپلې کورنۍ او په ځانګړې توګه خپلې میرمنې ته ورکړ نو یقین وساته چې بیا به دې د ژوند ټول اړخونه بدل شي او بیا به کله هم خپله پاکه خوله د بل به ګنده لوښې کې ګنده نه کړې.

د کورني ژوند راز په پټکو او بې ځایه غیرتونو کې نه دی بلکې په مشوره او همغږۍ کې دی. نو په دې هیله چې ټول دوستان چې لا هم په هفته وارو یا بازاري مینو اخته وي، د بازار د یوې شپې رڼاګانې ورته ښې ښکاري او د خپل کور ډیوه یې وژلې وي، د خپل ژوند حقیقي مینې ته توجو وکړي، ځکه که د باندې هرڅومره خوشاله یې او په کاله کې دې ژوند تریخ وي او خپه یې نو دا ژوند د بدبختیو ډک ژوند وي او کله به هم خوشاله نه شې.
مننه

ارباب – جالبات

2 thoughts on “هفته واره مینه (بازاري مینه) حمد الله ارباب”
  1. ښځه هم لري او ږیره هم لري چی ګوتي په کی ووهی او بیا د هیرامنډی خیالات هم لري. بیا په څنګ کی دا هم ورسره وایی چی نو سړی څه وکړي؟ مرګ یی په کار ده ، مرګ. چی ښه یو شریعتی حد پري جاري کړی بیا به پوه شی چی سړی باید څه وکی. په هر حال ، انسان ډیر ضعیفه ده. الله جل جلاله دی اول په ما او بیا په ټول اسلامی امت رحم وکړی. زه چی کله هم په دعا کی ټول اسلامی امت یادووم نو دا جنسی تیري کوونکی می نیغ سترګو ته ودریږي او زړه می راته وایی چی داسی خلک خو په دی دعا کی مه یادوه ، پریږده چی الله جل جلاله یی د تور دوزخ هغه تور اور ته ور وغورځوی

  2. ژوندی اوسی ارباب صاحب
    الله دی ټول بی لاری په لار کړی او دا یی په زړه شی چی یو چاته چی دوکه ورکوی دا هم د کوم کور عزت ده نو خپل عزت که ورته ګران وی نورو ته دی هم د عزت په سترګه وګوری الله دی ټولو ته هدایت د نیکی وکړی او که هدایت کیږی نه بیا دی الله ټول بی لاری او بی عزته تباه کړی چی ټولنه تری پاکه شی.

ځواب ورکول Mohib ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *