قطب الدین هلال

تاند- د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار قطب الدین هلال وايي، ولسمشر غني د موقت حکومت د جوړېدو په باب د طالبانو وړاندیز رد کړی دی.

ښاغلي هلال د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي چې د افغانستان دولت د موقت حکومت له جوړولو پرته د طالبانو نورې ټولې غوښتنې منلې دي.

ده وویل، د افغانستان د ملي یووالي حکومت حاضر دی چې په اساسي قانون کې د بدلون، له تورو لیستونو څخه د طالب مشرانو د ایستلو، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو او د دې ډلې د بندیانو د خلاصون په برخو کې همکاري وکړي.

د ولسمشر د سولې د چارو سلاکار قطب الدین هلال، چې پخوا د حکمتیار د اسلامي حزب مرستیال و، د ولسمشر له لوري د طالبانو د یوې غوښتنې د نه منلو په اړه وویل:«ولسمشر غني په کابل کې د موقت حکومت د جوړېدو په باب د طالبانو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، د هغه حکومت پر سر چې د خلکو په رایو جوړ شوی دی، معامله نه شي کولی.»

هلال دا هم ویلي چې طالبان له افغانستانه په یو وار او سمدستي د بهرنیو پوځیانو پر وتلو ټینګار نه کوي خو وايي چې په تدریج دې ووځي.

طالبانو د سولې لپاره له توره لیسته د خپلو مشرانو د ایستلو، د بندیانو د خلاصون او د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې وه.

د پاکستاني چارواکو په وینا ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې په پاکستان کې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي د پاکستان، امریکا او چین د استازو په حضور کې مخامخ خبرې وکړي.

خو هلال ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي، د هغو معلوماتو پر اساس چې د قطر له دفتر څخه یې ترلاسه کړي طالبان د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون نه کوي.

ده په عین حال کې وویل چې پاکستان ویلي چې له ټولو لارو به کار واخلي څو طالبان د اسلام اباد په مخامخ خبرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار د سې شنبې په ورځ په واسنګټن کې وویل چې پاکستان پر طالبانو اغېز لري، مشران یې په پاکستان کې اوسي، ناروغان همالته تداوي کېږي. دا همداراز وویل :«موږ باید د فشار له دغو وسیلو څخه په استفادې د دوی خوځښتونه محدود کړو، روغتونونو او نورو تسهیلاتو ته د دوی پر رسېدو محدودیت ولګوو او خبرداری ورکړو چې که خبرو ته نه حاضرېږي، موږ به تاسو لږترلږه له پاکستانه وباسو.»

سرتاج عزیز همداراز وویل:«موږ د طالبانو مشرانو ته ویلي چې تاسو ته مو ډېر وخت یعني ۳۵ کاله پناه درکړه، نور دا کار نه شو کولی ځکه چې درسته نړۍ موږ ستاسو په خاطر ملامتوي.»

12 thoughts on “هلال: ولسمشر غني له موقت حکومته پرته د طالبانو نورې غوښتنې منلي”
  1. دقطب الدین هلال دا خبره سخته دخندا وړ ده چې وایي ( دملي یووالي د خلکو په رایو جوړ شوی دی، معامله نه شي کولی.) حقیقت دادی چې دملي یووالي حکومت دجان کیري په رایه او خوښه جوړ شوی دی. او داسې حکومت دی چې والیان جمهور رئیس مخامخ ښکنځل کوي خو رئیس جمهور یې خوله نشي چوله کولی. بله داچې وایي (د افغانستان د ملي یووالي حکومت حاضر دی چې په اساسي قانون کې د بدلون، له تورو لیستونو څخه د طالب مشرانو د ایستلو، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو او د دې ډلې د بندیانو د خلاصون په برخو کې همکاري وکړي.) څه دول همکاري؟ که دوی دامریکایانو هر امر ته لبیک وایي خو امریکا ددوی یو وړاندیز هم نشي منلی؟ نو ددې حکومت حیثیت څه شو؟. ښا چې اشرف غني دطالبانو وړاندیزونه منلي دي نو کوم اقدام یې کړیدی؟ طالبانو خو ویلي دي چې زمونږ وړاندیزونه دې ومنل شي بیا به خبرې کوو اوس چې دطالبانو دوړاندیزونو منلو هیڅ حقیقت نه معلومیږي نو څنګه بیا دخبروکولو طمعه لرئ؟ سرتاج عزیز هسې په …. کې باد وهلی دی نه خو پر طالبانو کوم اغیز لري او نه به دطالبانو موقف ته تغیر ورکړي که یرغمل طالبان خبرو ته کښینوي نو آیا مسئله به حل شي؟ هیڅکله نا،اصلا باید دسولې اراده رامنځته شي تراوسه داشرف غني او امریکایانوسره هیڅکله دسولې اراده نشته که وای نو اوس به لاد وخته پدې برخه کې اقدام کړی وای. نو ویلی شو چې څلور اړخیزې غونډې او دا پروسه یوازې دطالبانو دویشلو پروسه ده

  2. طالبان د خپل بادار له امره پرته نشی کولای په مذاکراتو کې برخه واخلي ، ځکه طالبان د ښځو خاصیت لري او شرميږي چې له نارینه وو سره مخامخ خبرې وکړي. دوي هغه خلک دي چی په پنځو کلونو کې یې یواځې له سعودی عربستان ، اماراتو او خپلو پاکستاني بادارانو سره سیاسي او ديپلوماتیکې اړيکی درلودی ، اوس له دوی نه د انسانیت او مدن تمه بیځایه ده . د سرتاج کاکو د کور ودان وي چی په خپل اصلیت یی اعتراف کړي دی. که طالبان او د افغانستان نور مخالفین اوس هم نه پوهیږی ، نو خدای ج د پوه کړی.
    و ماعلینا الالبلاغ

  3. که طالبان ددی حکومت چارواکی بغیر د محا کمی پریږدی دا به د ملت سره یو لوی ظلم او خیانت وی دا څنګه عقل منی چی دا حر فوی تروریستان حرفوی مفسیدین حرفوی قاتلان دی بی د محکمی په حکومت کی پريښودل شی ددی چارواکو پواسطه د ځمکو غصب چور چپاول هغه ظلمونه چی د انسانیت په ژبه یی یادول د شرم خبره ده دافغا نا نو سره وشوه او بی محکمی دی په حکومت کی شریک کړای شی دا به د طالب لخوا د ملت سره لویه جفا وی په هیڅ صورت باید بغیر د محکمی پری نه ښودل شی
    دا خو لا څه کوی چی په حکومت کښی دی برخه ورکړای شی ددوی سره باید مکمل حساب وشی او د هغی نه وروسته دی په دی وطن کښی د اوسیدلو اجازه ورکړای شی ددوی سره د دارایی او جا یدادونو حساب غواړو په همدی هیله ۰ الله ربا العزت خو دی داسی ورځ نه راولی چی بغیر د محاسبی بیا عین او غین حکومت جوړ شی

  4. حسن خانه! په پاکستان کې په هستوګنه که څوک ښځه جوړیږي نو: جهادي رهبران،،،،،،،،،،،،،، اوسنی جمهور رئیس او اجرائیه صاب ټولې ښځې دي،هههههههههههههههههههههههههههه
    بلکه طالبان لاښه دي پټ اوسیږي دجهادیانو، تکنوکراتانو، دیمکراتانو،،،،،،،،،، او نورو خوبنګلې لاهم شته

  5. های های افسوس کووم پر هغه بی ګناه افغانانو چی په دی څوارلس کلن جنګ شهیدان شول, ما فکر کاوه چی به صرف دالله ج یعنی فی سبیلالله جهاد کوی خو اوس پوه شوم چی دا بی ګناه افغانان یی صرف او صرف دپاکستان مرتدینو لپاره وژل. الله ج مو وشرموه شرمیدلو اخر تاسو څه ونه کړل خدای ج ته به څه ځواب وایی , ټول وطن مو ټوک ټوک کړ له علم پاتی له پرمختګ پاتی له ارام ژونده پاتی.

  6. دولسمشرد سولې د چارو سلاکار قطب الدین هلال صاحب وروسته له درناوي، تاسود ولسمشر له لوري د طالبانو د یوې غوښتنې د نه منلو په اړه وائۍ چې: «ولسمشر غني په کابل کې د موقت حکومت د جوړېدو په باب د طالبانو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، د هغه حکومت پر سر چې د خلکو په رایو جوړ شوی دی، معامله نه شي کولی»۰ ټولې نړئ ته مالومه ده چې دا حکومت دخلکوپه غوښتنه جوړشوئ که« دجان کیري» په خوښه ؟؟؟ دوه امیران په یوه ارګ کې بغیر له دفاع وزیره ، ډیره دشرم خبره دچې څوک ئې نه مني۰موږدزړه ټوټې په دې بدمرغه جګړه کې له لاسه ورکړې نه بوش، اوبما اوکلنتُن۰موږ سولې ته اړه لرو نه پردي ملکونه نو په کار ده چې داوړه خواوې ژر تر ژره دسولې خبره ومني، موږ ستړي یواو په سوله کې مو د عزت ژوند ده۰

  7. دفاسدینو محکمه او داشغالګرو وتل او د جنګي جنایتکارانو محاکمه
    !!!!به فرض عین وی
    !!وزارت داخله ، قضایه او وزارت حربیه به دطالبانو په لاس وي چې دشمال لنډغر او نور فسادګر بیا کودتاوې ونکړي

  8. فکر کوم په پاکستان کی اوسیدل به مقصد نه وی بلکی د پاکستان له اجازی پرته به په مذاکراتو کی برخه اخیستل وی . یعنی تر څو سرتاج عزیز اجازه ورنکړی ټالیب حق نه لری له افغانستان سره خبری وکړی. د جنایتکارانو ، غلو ، غاصبینو او نورو حساب به هغه وخت وشی چی سوله راشی. یو قانونمند او باثباته دولت جوړشی.
    تاسی خو یوځل سره کښینی. اوربند وکړی او له عقل نه کار واخلی . د ګران هیواد د اوس او راتلونکی سرنوشت په باب سره مشوری وکړی. سیاست په سړه سینه کیږی. کومه غوټه چی په لاس خلاصیږی خولی ته به ضرورت نه وی.
    هره ورځ لږترلږه 200 تنه افغانان پښتانه په دی مبهم جنګ کی وژل کیږی نوتاسی دا دوه سوه ضرب د 365 کړی . په کال کی 73000 نفره کیږی او دا بیا ضرب د 37کالو کړی چی 2701000 یعنی دوه میلیونه ، اوو سوه او زر نفره کیږی . چی اصلی احصاییه به لدی ډیره زیاته وی. د مجاهدینو خپل منځی او د ولسونو ترمنځ د بدی له امله د وژل شویو شمیر چاته ندی معلوم.
    لااوس هم د پنجابیانو زړونه ندی یخ او غواړی د تربګني او دښمنی د دوام لپاره د خلکو ترمنځ حسابونه تصفیه کړی.

  9. طالب جنگی مجرم دی منیب ساب ددی ملت قاتل دی د طالب زای مدرسه او درس ویل دی

  10. هلال صیب؛
    طالبان چندانی دحکومت وګي ندي’
    طالبان یوشرعي حکومت په افغانستان کی غواړي چه دټولو افغانانو دخوښۍ باعث سي’
    او بیا داسی حکومت چه دجانکیري په خوښه جوړسویوي څنګه ورته مونګه دخلقو په رایه جوړسوې حکومت اووایو؟
    حسن صیب؛
    ښځی په کورونو ناستی وي دکور کارونه کوي او نارینه یا مړي ژوندي او دوطن اشغال په وخت جهادونه کوي اوس دی په خبپل ځان قیاس کړه چه ته په کور کی ناست ښځه یې یاکه دوطن ازادیدو لپارهجنګیدونکي نارینه ښځی؟

  11. « جهاد افغانستان ، دفاع پاکستان ده» . که په افغانستان کې جنګ څومره اوږد شی د پاکستان ژوند به هغومره اوږد وی.
    باید وویل شی چی افغانستان یو مستقل هیواد دی ، خپل انتخابی ولسمشر ، اساسی قانون ، کابینه او وزیران لری ، په ملګرو ملتونو کی یی بیرغ لوړ او رپانده دی.
    که کوم هیواد اشغال شی ، نو بیا پورته ذکر شوی نښی نه لری. لکه کشمیر چی د هند او پاکستان له خوا اشغال شویدی یا تبت د چین له خوا ، فلسطین د اسراییلو له خوا .
    د نړۍ له سلو ډیر هیوادونه د افغانستان قانونی او رسمی دولت په رسمیت پيژنی، حال داچی د طالبانو واکمنی یواځی دریوو هیوادونو په رسمیت پيژندلی و، د طالبانو ادعا کاملا بی اساسه ده ، دوی د خپل هیواد خلک وژنی ، اقتصادی تاسیسات ورانوی ګټه یی یواځی مغرضو ګاونډیو ته رسیږی. نور خپل ځانونه او هیواد وال مه په کړاو کوی.

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *