تاند- د ولسمشرۍ احتمالي کاندید قطب الدین هلال د ځینو رسنیو له لوري په ده پوري تړل شوې څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې ټولې هغه ځانمرګې حملې غندي چې په مدرسو، ښوونځیو او عامه ځایونو کې کېږي او بې ګناه افغانان وژني.

راپورونه وايي چې په اکثرو ځانمرګو بریدونو کې بې ګناه خلک وژل کېږي.

ښاغلي هلال په یوه خبرپاڼه کې د جګړې د پای ته رسېدا لپاره پر جدي هلوځلو ټینګار کړی، ویلي یې دي:« باید ژر تر ژره د سولې مخلصانه هلې ځلې پیل شي او د جګړې ټولې انګیزې پای ته ورسیږي څو افغانان وکولای شي په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي او د وطن د آبادي په لوري ګامونه اوچت کړي.»

قطب الدین هلال، چې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب مرستیال و، په انتخاباتو کې د خپلواک کاندید په توګه ځان نومولی خو په عین حال کې یې ویلي چې حکمتیار لا هم خپل مشر ګڼي.

له انتخاباتو سره د حکمتیار شدید مخالفت

حکمتیار د اوسني جمهوري او ولسواک نظام مخالف دی او له هغه سره وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.

ده په یوه اعلامیه کې، چې نن/ شنبه/ یې خپره کړې، د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل انتخابات کاملاً رد کړي او هغه یې جعلي او تقلبي بللي دي.

حکمتیار ادعا کړې چې امریکا غواړي یو بل «مزدور» د منتخب ولسمشر په نوم د واک پر ګدۍ کښېنوي.

ده امریکا ته په اشارې همداراز ویلي:« (امریکا)هغه څېرې د دې لوبي ميدان ته رايستلې چي  د اوسني مفسد او لاس پوڅي حكومت لوړ پوړي چارواكي دي، همغه چي د ورانيو او جگړو مسئوليت د دوى په غاړه دی، كه دوى بيا قدرت ترلاسه كړي نو همدا روان دردوونكي حالت به دوام كوي، دوى خپلې  گټې د جگړي او اوسني حالت په دوام كي لټوي، له صلحې او روغې جوړې سره مخالفت كوي، د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا، هغوى ته د خپل سرو عملياتو اختيار او د قضائي مصئونيت وركول  گټور او په څلورو كتابونو جائز گڼي، مجاهدين مباح الدم بولي او د دوى په خلاف جعلي فتوى گاني وركوي چي بايد سخت چلن ورسره وشي او په اعدام محكوم شي، دا زړي  كرغېړني او منفوري څېرې د اشغالگرانو ملگرتيا كوي، د بدلون لپاره هيڅ طرح او منصوبه نه لري، د هېواد حالت هغه مهال بدلېدي شي چي نوى ټيم له نوې تگلاري سره راوړاندي شي، داسي مجموعه چي د هېواد خپلواكي ، د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل، د جگړي پاى ته رسول او د واقعي او ډاډمني صلحي تأمين ئې اساسي اهداف وي او بهرنيو ځواكونوته ووايي: زموږ له هېواده ووځئ او افغانان  پرېږدئ چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي. موږ باور لرو چي مؤمن او هوښيار افغانان هم  خپلواكي غواړي او هم تبديلي، نه به هيڅكله په خپل هېواد كي د پرديو نظامي حضور و مني او نه به هغه چاته رأيه وركړي چي دين پلورى، وطن پلورى او د پرديو غلام وي»

دا په داسي حال کې ده چې د قطب الدین هلال ترڅنګ، چې په خپله ولسمشرۍ ته کاندید دی، د مخکښ کاندید عبدالله عبدالله لومړی مرستیال محمد خان هم د حکمتیار د اسلامي حزب مهم غړي دي.

حکمتیار د جهاد په وروستیو کلونو کې یو له هغو جهادي مشرانو څخه و چې تل به یې پر انتخاباتو تاکید کاوه خو اوس چې انتخاباتو ته په نسبي ډول لاره اواره شوې، د انتخاباتو مخالفت کوي او هغه د امریکا له لوري ډرامه بولي.

5 thoughts on “هلال: ځانمرګي بریدونه غندم، د سولې لپاره دې مخلصانه هڅې پیل شي”
  1. هغه شاغلی تاته وایم چی له شپانه سره ویرکوی اوله لیوانوسره غوشی خوری په فارسی کی متل ده چی درودګری کاربزنه نیست-ترکاڼی دبیزوکارنده فتوی وی ورکول دیوپه دین پوه عالم کارده ته په دین نه پوهیږی اونادره خوداده چی حمیرصیب دی ځان ددی بریدونوتنظیمونکی معرفی کوی خوته یی ناروابولی اوریدلی به مووی چی تیره ورځ یی دیوتازه بریدپړه په غاړه واړه وله هغه جناب انتخابات دامریکاسوغات بولی تاځان کاندیدکړی هغه صیب خیالی ټوپک پراوژه ایښی چی جهادفرض ده ته دروغی جوړی ترانی وای -قربان شویم خدارا–یک حزب دوفتوی رادی ته نود۱۵لسمی صدی منافقان وای ویل کیږی چی یوډاکټرپه هدیره کی تیری دی نویی خپل مخ پټ کړچاپشټنه ځنی وکړه ډاکټرصیب داولی ډاکټرؤویل داخلګ ټول زماپه دوامړه شوی سخت ځنی شرمیږم ځکه می مخ پټ کړ–خوتاهیڅ شرم نلری بیاکابل ته په لوڅ مخ ورننوتلاس هغه بی ګناوژل شوی کابل ښاریان موهیرسووهغه دکوټه سنګی دارالامان اوده مزنګ نړولی آپارتومانونه دوکانونه اوکورونه موبیخی له یاده ؤوتل -کیدایسی ستاسی حافظوکارپری ایشی وی خودافغان په یاددی ستاسی قدرته طلبه منحوسی څیری یی په دماغونوکی ساتلی ځنی ورکیدای نسی که هرڅولکه ګیدړه په نورولکی پریشویوګیدړوکی ځان دننه کړی-

  2. هلال صيب دې الله ژوندی لري، دی فدايي نا روا نه بولي.خو ځينې خلک په خبرو خو نه پوهېږي څه بلکې د بل په خبرو هم ځان نشي پوهولی. هلال صيب هغه بله ورځ په زغرده په لمر تلويزيون کې وويل:زه د هغه فدايي بريدونو ملاتړ کوم چې په بهرنيانو تر سره کېږي او ملکي تلفات ونلري.)) دومره په جرات يې نه ضعيف . ويلی شي او نه قوي سره ددې چې دی رياست جمهوري ته کانديد دی ده ته داسې خبرې ډېر زيان هم رسولی شي. خو دده توکل په الله دی او حق وايي. دا چې ده په ښوونځيو، مدرسو، جماتونو… کې بريدونه غندلي نو دا خو بايد هر مومن له خوا وغندل شي. پاتې شوه دا چې که حزب نه وي نو طالبان هيڅکله هم په کابل کې يو وړوکی عمليات هم نشي کولی. په دې خبره د طالبانو مشران ښه پوهېږي.

  3. افغانانو ته درناوۍ.هلال صیب ټول ولس واړه او زاړه تاسې دامیرله وړاندیزونو ترسوږمو راغلی یو.تاسوټول دطالبانو ځانمرګي ته برګ آټن کوۍ .آیاخپل کړه وړه په خاطر لرۍ اوکه یه؟خودځمکې هغه ځای سوزی څې اورپرې بل وي۰اې دطالب دوخت بګیلانونوربس اوغلي کښینۍ
    ۰

  4. رشیا هم داسی ده قیس جمال صاحب طالبان په خپل سر دومری عملیات په کابل کښی نه شی کولای چی دحزت شین بیرغ نوی ورسره

ځواب ورکول AMARKHIL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *