د افغانستان د ټاکنو روان بهير په يوه عجيبه څلور لارې کې ولاړ دی، هغه چې وايي، د پاڼ او پړانګ تر منځ بند دی، نو همداسې يې وبوله.

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحات او همپالنې ټيم غړي په ولايتونو او مرکز کې سره وېشل شوي، هرڅوک په دې لټه کې دي، چې په راتلونکي نوي حکومت کې د ځانونو لپاره يو ځای ګراڼي کړي او يوه وعده تر لاسه کړي.

د ډاکتر عبدالله پلوي قومندانان چې د ده ښاغلي کمپايني مبارزې يې وچلولې اوس ده او نږدې خواخوږو يې له ياده ايستلي، خو دوی لاهم د پروسې د نه منلو چغې وهي او وايي، که عبدالله عبدالله ګټونکی نشي، نو بويه چې دوی دا هېڅ نه مني، فکر کېږي، چې لاهم دغه ولايتي کمپاينران او کمېشنکاران له خپله برخليکه نه دي خبر. بل لورته ډاکتر عبدالله او د نظار شورا ځينې برجسته غړي، چې له لومړي سره په واک کې د ننه پاتې شوي او تر حکومت د باندې يې هم خپل رول لوبولی اوس بل ډول معامله کوي. دوی يوازې د ځانونو لپاره د يوې غوړې مړۍ د پيدا کولو په لټه کې دي او بس.

د وروستيو معلوماتو له مخې، چې په ليکه کېږي، دوی هڅې کوي، چې عبدالله عبدالله، د ولسمشر د لومړی مرستيال يونس قانوني، عطا محمد نور، بسم الله خان، امرالله صالح، د سولې عالي شورا مشر صلاح الدين رباني او ځينې نورو غړو لپاره څوکۍ په راتلونکي حکومت کې ګرنټي کړي، خو د عبدالله عبدالله لومړی مرستيال، دويم مرستيال او نور غير تاجکو لپاره د هېڅ غوښتنه نه کېږي او هغوی بيخي له ياده ايستل شوي دي.

دوی يوازې د يوې داسې معاملې په هڅه کې دي، چې خپله په واک کې ورګډ شي، ستر او کليدي پوستونه تر لاسه کړي، خو له يادو سترو چارواکو سره نور ټول هغه کسان، چې عبدالله عبدالله د خپل بري لپاره پرې تکيه کړې وه، له پامه غورځول شوي دي.

په دې ډله کې د محمد محق او مهندس محمدخان ترڅنګ زلمی رسول، ګلاغاشېرزی، محمود کرزی او نور ټيټ پوړي کمپاينران او د عبدالله عبدالله په پخواني باور د رايو بانکونه بيخي له ياده ايستل شوي او نه هم ورته د کومې څوکۍ او موقف غوښتنه کېږي.

د دويم پړاو ټاکنو تر سره کېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې ګويا د اصلاحات او همپالنې ټيم ترمنځ ستر درځونه راپيدا شوي او له دې امله عبدالله عبدالله د خپل ټيم په غړو او کمپاينرانو نيوکې کوي، چې ګويا له خپلو حوزونه يې ولې ورته هغه اندازه رايه راټوله نشوای کړای، چې ټټر يې ورته ډبولی وو.

په ټوله کې اوس په ټاکنيزو کميسيونونو او د عبدالله عبدالله په سيال ډاکتر اشرف غني احمدزي له دې امله فشارونه دي، چې يو ډول جوړ جاړی وکړي، عبدالله عبدالله ته په راتلونکي حکومت کې ونډه ورکړي او په واک کې يې ور ګډ کړي. د وی غوښتنې د سترو پوستونو تر څنګ د مالي امتيازاتو په تړاو دي، چې پوره کول به يې د افغان حکومت له توان وتلې خبره وي.

په تېره دوره کې د عبدالله په ګټه شوې درغلۍ او د هغه د بري هڅې ددې لپاره کېدې، چې هر يوه ته به خپله ونډه ورکوي او هر يو به په راتلونکي کې له خپلې برخې هغه اندازه پوره کوي، چې د کمپاين پرمهال يې لګولې وه.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د واک تږي، په حکومت کې د ننه او بهر په ګټو سپاره ول، له هر اړخه يې لاسته راوړنې لرلې او له هرې خوا ورته د مالي امکاناتو د برابر والي ټټر ډبول کېده.

د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته چې کله عبدالله عبدالله خپله ماتې ومنله او لاس په سر شو، معامله نه وای شوې، ميليونونه ډالر حق السقوط نه وای ورکړل شوی، نو نن به يې د مالي او نورو امتيازاتو لپاره احتجاجونه او لاريونونه نه کول، نن به يې دومر چغې نه وهلې، بلکې هرڅه به يې په سړه سينه منلي وای، خو دغه ډله پوهېږي، چې په شرارت کې ګټه ده، او کېدای شي، له دې لارې يو څه تر لاسه کړي. دوی په خپلو دې ډول کړنو سره هڅه کوي، چې ځانونه د افغانستان پاليسي جوړوونکي وښيي، خو حال دا چې د افغانستان هر تباهي له تېره بيا تر ننه د دوی له لاسه ده.

د روهي وېپاڼې د خبر له مخې، چې په روانه اونۍ کې خپور شوی، ښاغلي عبدالله عبدالله د ځينو وزارتونو او ولايتونو تر څنګ د ۲۰۰ ميليونو ډالرو غوښتنه کړې، چې د ورکړې په صورت کې به يې خوله پټېږي، خو که چېرې دا ځل هم ورسره دا کار وشي، نو ګويا چې په راتلونکي کې به هرڅوک د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځانونه نوموي او د ناکامۍ په صورت کې به بيا حکومت ننګوي او د دولت له خزانې به هغه د سوال او خيرات پيسې خپل جيب ته اچوي، چې په ډېره خوارۍ ګنډواله شوي او بې وزله ولس ته راغونډې شوې دي.

اوس پکار ده، چې نور دغه کرکېچن حالت ته د پای ټکی کېښودل شي، هغه ستونزې اوارې شي، چې د ولس پر وړاندې ورځ تربلې زياتېږي.

ګوته نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او افغان حکومت ته نيول کېږي، چې ګويا خپله دنده په ښه ډول پر مخ نه وړي او هرڅه يې همداسې پرې اېښې دي او غواړي حالات په لوی لاس کړکېچن کړي. که چېرې دوی سالمه مداخله ونه کړي، حق په حقدار ونه سپاري او په ولس سهامي واک ومني، نو د پنځو نورو کلونو لپاره به هم افغان ولس ته په لاس ورغلي چانسونه ضايع کړي.

3 thoughts on “همپالنې ټيم د خپلې ونډې د تضمين په لټه / غرغښت”
  1. یک لنګ مساوی با ده ها هزار شیطان است . تیم همګرایی ( تیم سمت و مذهب ګرایی ) که چنین لنګ باخود داشته باشد باید هېچ غم نداشته باشد چرا که لنګ برای آنها خود کار اتومات کار مهندسی شده را انجام میکند آنها فقط باید بر مسند پرازیت های ملي طور میراث بنشیند و خود را برای ده سال دیګر کمافی السابق از شکم ورودهْ ملت بخورد وبس .

ځواب ورکول khwajaTamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *