پانګوال او شنونکي وايي چې له پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) پانګوالو ته د اسانتیاوو پر ځای ستونزې جوړې کړې او په نوې کابینه کې دغه اداره باید منحل شي.

ایسا یا له پانګونې څخه د ملاتړ اداره په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د ملاتړ او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په حکومت کې د یوه جلا بنسټ په توګه رامنځته شوه.

د یوولسو کلونو په تېرېدو سره دغه ادارې نه یوازې په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر اوسه یو مناسب چاپېریال او بستر نه دی برابر کړی، بلکې په وروستیو کې پراخ فساد او کمزوری مدیریت د دې سبب شوی چې یو شمېر پانګوال له هېواده پانګه بهر ته وباسي.

ملي سوداګر او د نفتي توکو او ګازو د واردوونکو شرکتونو د اتحادیې مشر اذرخش حافظي د ایسا پر کړنو او بې کفایتۍ د شدید انتفاد تر څنګ وايي، چې د دې ادارې کړنې له نوم سره یې هېڅ ورته والی نه لري.

ښاغلي حافظي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې ایسا اداره د لوړ مبلغ په بدل کې له کوم قید او شرط پرته یوازې جوازونه صادروي، په داسې حال کې چې د جواز د ورکړې ترڅنګ مکلفیت لري تر څو پانګوالو ته اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د هغه په وینا، صنعتکارانو ته د ځمکو په وېش کې هم عدالت په پام کې نه دی نیول شوی او د صنعتي پارکونو په نوم زیاتره ځمکې غیر مستحقو کسانو ته وېشل شوي دي.

ده زیاته کړه: «هغه صنعتکاران چې عملاً تشبث او تولید لري، هغوی په کرايي کورونو کې فابریکې جوړې کړې، خو هغه کسان چې مستحق نه دي، هغوی ته ځمکې ورکړل شوې او دغه ځمکې یې بیا بهرنیو شرکتونو ته په کرایه ورکړي دي.»

د صنعت او تولید لپاره د ځمکې نه شتون هغه لوی خنډ دی، چې پانګوال یې تر نا امنۍ هم لویه ستونزه ګڼي.

عبدالرحیم خان پکتیاوال چې اوس مهال په سعودي عربستان کې ازاد کاروبار لري، همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې یوه میاشت مخکې یې له یوه عرب پانګوال سره یو ځای غوښتل چې په کابل کې پانګونه وکړي، خو ایسا ادارې په نن او سبا وغولاوه او بالاخره ناهیلی بېرته سعودي ته لاړ.

دی وايي چې د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې یو جریب ځمکه له یوه لک څخه نیولې تر دریو لکو ډالرو پورې پلورل کېږي.

 پکتیاوال وویل: « دوه – درې مياشتې مخكې مې له يوه عرب شيخ سره اتفاق وکړ چې په افغانستان كې په د فرنيچرو، سفنجي او سپرينګي توشكو د تولید په برخه کې به د اووه میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کوو، ایسا ته لاړو او جواز مو ترلاسه کړ، خو كله چې د ځمكې وار راغی، دومره مشكلاتو سره مخ شوم چې فکر مې وکړ په ټول افغانستان کې یوه ټوټه ځمکه هم نه ده پاتې  چې موږ ته یې د فابریکې لپاره راکړي، حتى د ايسا له رئيس سره مو هم وليدل او ورته مو وويل چې که دغه فابریکه جوړه شي ٢٠٠ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي،  هغه راته وويل چې صنعتي پاركونو کې ځمکې نشته د ده سبز پارکونو ته انتظار وکړه په دوو اونیو کې به احوال درکړو، میاشتې تېرې شوې خو تر اوسه یې درک ونه لګېد.»

ویل کېږي چې ایسا د ځمکو له یو شمېر مافیاوو سره لاس یو کړی او هغه پانګوال چې ځمکې ته اړتیا لري، د شخصي ځمکو ادرس ورکوي چې بیا د لکونو ډالرو په بدل کې یې پر پانګوالو پلوري.

عبدالرحیم خان پکتیاوال چې دغه حالت یې په خپلو سترګو لیدلی وايي:« په ايسا كې داسې خلک وو چې ما ته به يې ويل، حكومت ځمكه نه لري، لاړ شه فلانی به درته پلچرخي کې ځمكه پيدا كړي، هلته چې ورغلم في جريب ځمكه یې راته له يوه لك ډالرو نيولې تر دريو لكو ډالرو پورې بیه کړه، زموږ د فابریکې لپاره تقریبا لس جریبه ځمکه پکار وه، که جریب مو په درې لکه اخیستې وای، نو درې میلیونه ډالره یوازې په ځمکه رانه مصرفېدلې.»

په کابل کې د اُمید بهار په نوم د جوسو او تازه مېوو د پروسس کمپنۍ مالک عبدالرحمن وايي چې افغان صنعتکاران ځمکې نه لري او په کرايي کورونو کې یې کارخانې جوړې کړي دي.

دی وايي د پلچرخي د صنعتي پارک ځمکې چې د صنعتکارانو په نوم چا ته ورکول شوي، نورو ته یې د ګودامونو او شرکتونو لپاره په کرایه ورکړې او هېڅ ډول صنعتي فعالیت په کې نه ترسترګو کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خصوصي پانګونې د تشویق د پالیسۍ له مخې چې مالیې وزارت په ۱۳۹۱ کال کې طرحه او په ۱۳۹۲ کال کې د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوه، صنعتکارانو او متشبثینو ته فوق العاده امتیازات په پام کې نیول شوي وو.

د یادې پالیسۍ له مخې هغه متشبثین چې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو ترمنځ په تر یوه میلیون ډالرو زیاته پانګونه کوي، کولای شي چې یو جریب خالي ځمکه په زر افغانیو وپېري.

همدا رانګه د یادې تګلارې له مخې په صنعتي پارکونو کې به یوازې له پانګوال څخه د ځمکې تمام شوی قیمت اخیستل کېږي.

خو لیدل کېږي چې ایسا د خصوصي پانګونې د تشویقي قوانینو او مقرراتو خلاف ځمکې غیر مستحقو کسانو ته وېشلي او یا یې هم په ډېره لوړه بیه پلورلې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه محب الله شریف د ایسا د فعالیتونو په اړه وايي چې دغه اداره په پیل کې په ښه نیت رامنځته شوه، خو په وروستیو کې یې په ډېرو خطرناکو اقداماتو لاس پورې کړی، داسې چې ان د ځینو شرکتونو د نوم امتیاز غصب او پر نورو پلورل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په ایسا کې یو شمېر کړیو د بهرنیو شرکتونو فعال جوازونه پر نورو پلورلي دي او د دغه ظلم په نتیجه کې یادې کمپنۍ مجبورې شوې چې له افغانستانه کډه وکړي.

له بلې خوا د اروزنې او څارنې ګډه خپلواکه کمېټه وايي چې د ایسا نامعلوم حقوقي هویت او د هغه پر کړنو د څار نشتوالي د افغان دولت عواید او شتمنۍ له خطر سره مخ کړې دي.

د دې کمېټې غړي یما ترابي اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي: « ایسا چې شک لرم اداره ورته ووایم او که نه، له حقوقي پلوه څرګنده هویت نه لري. د کنټرول او تفتیش بنسټونو موږ ته ویلي، چې ایسا د افغان دولت بودجوي واحد نه دی او له همدې امله نه شو کولای چې د هغې له فعالیتونو څارنه وکړو، د دې ادارې لګښتونه او بودجه د ملي شورا له خوا نه تصویبېږي، دا اداره پر ته له کوم حساب ورکونې خپل لګښتونه په خپله تنظیموي.»

د ترابي په وینا، د ایسا له لوري د ځینو دولتي عوایدو راټولونه او بیا مشخصې مرجع ته د دې عوایدو نه سپارل او همدارنګه د صنعتي پارکونو په چوکاټ کې د زرګونه جریبه ځمکو سپارل، شدیدا د اندېښنې وړ خبره ده.

اذرخش حافظي د ایسا اداره هغې انجیو ته ورته بولي چې په هېڅ ډول حکومتی تشکیل کې نه شي حسابېدای او مصارف یې د افغانستان له شرایطو سره هېڅ اړخ نه لګوي.

نوموړی وايي چې د دې ادارې کارکوونکي له پنځو زرو ډالرو نیولې ان تر پنځه لس زره ډالرو پورې معاشونه اخلي او د وزیرانو په څېر زغروال موټر لري.

شاوخوا دوه کاله مخکې په ایسا کې د موجود فساد په اړه د یادې ادارې لسګونو غړو ډله ییزه استعفا ورکړه او د ادارې مشرتابه یې د خپلوۍ اړیکو په پاللو او له موقف څخه په ناسمه ګټه اخیستنه تورن کړ.

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ د دې ادارې مشر وفي الله افتخار او د شهید محمد داوود خان د روغتون مسوولین د شفافیت او حساب ورکونې په موخه په داسې حال کې ارګ ته ورغوښتي وو، چې د اروزنې او څارنې ګډې خپلواکې کمېټې غړو هم ګډون درلود.

شنونکي د دې ادارې موجودیت د افغانستان لپاره په زیان بولي او له نوي حکومت څخه غواړي چې یا یې چورلټ منحل او یا یې هم په کوم بلې ادارې پورې وتړي.

محب الله شریف وايي، چې نوی حکومت د نوې کابینې تر معرفي کولو مخکې دغه اداره باید په سوداګرۍ وزارت کې مدغمه کړي.

0 thoughts on “همیانۍ: آیسا پانګوالو ته ستونزې جوړوي”
  1. no da khalk ba waly mushkel na paida ke za chi wakht ey der kam pati da dasy na mashro khlko hes tashwesh ma ka ve inshallah da masala ba der zar hal shi ao Dr sahib pa khpala pa dy karo der poh da ao dagh sodagaro ta ba ka har ke doy ta ba har qesam mushkel lari hal paida kari

ځواب ورکول MJ stanikzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *