فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

  په هيواد کې زورواکي، ټوپکواکي او غاصبين تر قانون هم پورته دي، د ځمکو غصب،   د خلکو په قتلونه او انسان تښتونه کې لاس لري، انساني قاچاق ته يې کار ويلی دی، پر قانون يې اوبه سپرې دي او  خلاصي تڼۍ ګرځي.

همدغه کسان جګړې د پايښت لپاره هلې ځلې کوي،  دوی هڅه کوي، چې مخدره توکو کار وبار يې سور ونيسي، ددې لپاره چې  په هيواد کې ګډوډي وي او يو افغان په څو نومونو وېشل شوی وي ، د د وی  نفوذ پکې زیاتېږي او له همدې لارې غواړي، چې ناروا جګړې پر ژرنده خپلې اوبه وربرابره کړي.

که په هيواد کې سوله راشي او په ملت د سولې وړانګې ولوېږي، نو د قانون حاکميت ته زمينه برابريږي او بیا همدغه بدماشان چې نن تر قانون پورته لاس غځوي محاکمې ته برابروي.

دوی هڅه کړې ده، چې د جګړې  سرطان د هيواد ټولو سیمو ته ورسوي  او د لوی افغانستان جنتي خاوره دوزخ وګرځوي، د بلخ ټوالګرو،  چې زیاتې شتمني يې  د ناروا جګړې له لارې پيدا کړې دي، دوی لا هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي.

 په هيواد کې له ځينو خاصو مجاهدينو، چې د روسانو په مقابل کې يې جګړه وکړه، د خپلو ځانو په سرښندنو يې د هيواد د خپلواکي شمعه ولګوله، هغوی رښتيني مبارزه وکړه.

ځينو نورو بیا د روسانو سره  جګړه وکړه، خو د خپل منځي نښتو په درشل کې يې خپله وسله کېښودله او نن له خپلو نورو هيوادوالو سره مړی او ژوندی پالي.

خو ځينې د سولې په نوم تش داسې شهيدان هم لرو، کله چې امريکا او متحدينو زموږ  پر هيواد  هوايي بريد وکړ، نو همدې د سولې شهيد  ورنه د غټو، غټو بمونو د غورځولوهيله وکړه.

 او ډېرو نورو بیا د خپل شهرت او چوکۍ لپاره مبارزه وکړه، نن يې پيسې پرېمانه؛  په لوړو چوکيو کار کوي، همدغه مجاهدينو د ډېرو مخلصو او سپېڅلو مجاهدينو نوم بدنام، دوی د خپلې پانګې او شتمني په فکر کې شول.

همدغه د شهرت وږي لېوني مجاهدين ، چې تش په نوم د  جهاد له سپېڅلې کليمې څخه ګټه پورته کوي، په حقيقت کې  د ای، ايس، ای  ډول ته ګډا کوي،  دوی په حقيقت کې اوس هم د ای، ايس، ای  د تبر لاستي دي او زما د ګران هيواد  د هر پرمختګ ريښې وهي.

همدغه ګډوډيو او په هيواد کې د جګړې دوام زموږ له فکرونو څخه د لوی افغانستان مفکوره  هېره او د خپل ځان په ويريې  اخته کړو، د پاکستان استخباراتي ادارې  د زورواکانو او خپلسرو لنډغرو  د ظلم په څراغونو کې تېل واچول او دغه  جګړه يې نوره هم پسې اوږده  کړه، په هره جګړه کې پښتون  خپل مشر له لاسه ورکړی  دی، کورونه يې ويجاړ شوي او په غولي يې  تل د وير ساندې وي.

  د لوی افغانستان په غېږه کې ځينې ازاد خياله او د ازادې  مفکورې  درلودونکو مشرانو د فکر ازادۍ ته تور قلفونه ولوېدل او هلته د پښتونخواپه ولایت کې  ای، ايس، ای خپل ورانکاري فعاليتونه پيل کړل،   د غلام فکر څو پښتانه يې خپل کړل او د پښتونخوا د ولايت ډېر مشران ، د تورې او قلم اتلان يې  ووژل.

 له هغه مهاله کله چې انګريز ښکېلاکګرو له لوري  د ډيورنډ فرضي کرښه رامنځ ته شوه، ورسره جوخت هره ورځ، هر ځای کې د پښتون مشرانو د شهادت او کړونې خبرې  اورو.

 پاکستان دوه مخې پاليسي، چې تل يې غلو سره غلا کوي او څښتن  ته يې د بیدارۍ خبر ورکوي، تر څو افغانان په خپلو منځونو کې يو بل سره ووژني او د ډيورنډ دوام يقيني شي.
دوی له همدې امله تل په هيواد کې ورانکاري په ملاټپولي او  د هغوی مالي ملاتړ يې کړی دی، هلته يې فوځي اډې او ځایونه ورکړي دي، تر څو پاکستان له دې لارې پر افغان دولت فشار وارد کړي، چې   ډيورنډ فرضي کرښه ورسره ومني.

په هيواد کې شته اداري فساد  چې سیمه ايزه حکومتولۍ يې ننګولې ده، هغوی د قانون ماتونې او هرډول غير قانوني کړنو جرات کوي، ځکه  د هغوی حمايه د بهرنيو استخباراتي کړيو له لورې ده، هغوی د قانون حاکميت تر سیوري لاندې راوستی او د قانون پلي کولو خوب يې له مغزو وتی دی.

نړيواله ټولنه هم د پاکستان استخباراتي کړيو په سحر کې ګيره شوې ده، دواړو  په خپلو منځونو کې يو پټ هوکړه ليک کړی دی، چې زه به د مخالفينو پر مټ په افغان خاوره  کې  د کار سټې له منځه يوسم او تاسو يې د ترهګرو په نوم له منځه يوسئ، په يوه غشي به دوه ښکاره وشي.

که په هر ځای کې وګورو،  نو د طالبانو کاروانونه روان وي، په موټرونو يې سپين بیرغونه ولاړوي، د جنګياليو په لاسونو کې يې پيکاوې، راکيټ او نورې ډول، ډول وسلې وې، خو همدغه د جګړې متحدين  يې په کيسه کې هم نه وي، خو کله  چې بیا قومي مخور جرګې ته درومي همدغه ړانده متحدين يې په نښه کوي او زموږ قومي مخور په شهادت رسوي، دليل يې دا ګڼي چې له دوی سره وسلې وې او دغه د طالبانو مشران وو.

 جنګي رهبرانو  د روس په وړاندې جګړه وکړه، په ښه اوبد يې نه غږېږو، خو دومره باید ووايو، چې نن   همدغه جنګسالاران  د خپل جهاد ثمره غواړي، نيمايي حکومت د ځان حق بولي، ځکه دوی د روس په وړاندې جهاد کړی او نن باید دولت ورته امتيازات ورکړي، د دوی   د کورنۍ غړي نن په خارج کې زدکړې کوي، مېرمنې، لوڼې يې په غربي پوهنتونونو کې زدکړې ته لېږي، خو د غريب  بچي پرمخ ښوونځي تړلي دي، هغوی  د ژوند ستونزې ګالي، خو دوی عشرتونه کوي.

طالب هم د پرونيو مجاهدينو تمثيل دی، سبا به همدغه طالب هم د شوې جګړې ثمره غواړي، دوی به  هسکه غړۍ ګرځي، دوی به بیا   له غريب ولس څخه امتيازات غواړي.

پاکستان چې يو وخت د طالبانو  د اسلامي امارت تر ټولو زیات ملاتړی وو، خو په وروستيو کې  پاکستان د طالبانو پرخلاف  امريکا او متحدينو ته اډې ورکړې او ملا عبدالسلام ضعيف يې بربنډ امريکايانو ته وسپارل.

کله چې په هيواد کې بیا د ګډوډۍ کړپ پورته شو، نو پاکستان بیا ځان د طالبانو ملاتړی وښود او  طالب جنګياليو ته د هيواد پرخلاف ځای ورکړ.

پاکستان په همدې شيطاني کړنو سره غواړي، چې د ډيورنډ تپل شوې کرښه په افغانانو ومني، خو دوی خبر نه دي، چې د لوی افغانستان وګړو تر منځ د زړونو پيوند موجود دی او دغه پيوند هيڅوک هم شلولی نه شي.

اوس د خلکو سياسي شعور لوړ شوی، خلک د مافيايي کړيو  تر اغېز لاندې نه راځي، چې د ځوانانو د قوت او وحدت مخه ونيسي، کابل او پېښور دواړه لوی افغانستان دی، افغانان به په  خپل ټول قوت سره دغه مجازي کرښې له منځه وړي.

نور نه ټوپکواکي ته مجال شته چې افغانان وغولوي او نه هم د مسجد هغه شيطاني کسانو ته چې د انګريزي ښکېلاک سره  سم يې  زموږ پر خاوره ناولي قدمونه ايښي او د افغان غولونې پروسه پرمخ بيايي.

اوس د خلکو د فکر زاویه پراخه شوې، هغوی اوس کوچنی فکر نه لري، بلکې د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي، ځکه خو په موټرو او  هټيو کې د لوی افغانستان بينرې او پوسټرې وينو.

 موږ د خپلې وينې بوی پېژنو، موږ خپلواک او په قانون بسیا لوی افغانستان غواړو، له امو تر اټکه زما کور دی، له امو تر اټکه زما وروڼه اوسې، ځکه يې په درد دردمند او پر خوښۍ مې د تندي ګونځي ورکېږي.

غاصبين، متعصبين او قاتلين  زموږ فکرونو ته بدلون ورکولای نه شي،   که موږ وژل کېږو، خو د فکر انعکاس به مو نسلونو ته پاته وي.

  زما محکومه پښتونخوا  بیا د  خدای بښلي عدم تشدد د لاروي خان بابا  تګلاره غواړي او هغه تګلاره د پښتون کهول د ژغورنې او نجات لاره ګڼي.

2 thoughts on “هندارو کې پيکه انځور/ زلفانه”
  1. بالکل واقعيت دی، د پښتون مشر او د عدم تشدد د لاروي په لاره باید يون وکړو، تر څو ټاکلو موخو ته ورسېږو.
    که نه ټوپکواکي او زورواکي به پښتون نسل به بیا د بدبختيو په لور ټېل وهي.
    زموږ هيله او اميد همدا دی چې د ډيورند کرښه له منځه ولاړه شي، پښتون يو واقعي مشر ولري
    داهغه مهال شوني ده، چې موږ په تفرقو او قبېلو و نه وېشل شو او يواځې خپلو سپېڅلو هيلو ته ورسېږو.

  2. ډېر ښکلی دی
    الله دې زموږ غمخور پښتون مشر دباچاخان بابا په څېر پيدا کړي، تر څو د لر او بر افغان تر منځ مينه پياوړې شي او پښتون ټبر د امن له نعمت څخه برخمن شي.
    په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني فوځ بې درېغه ظلمونه، په چارسده، پېښور، ننګرهار او نورو سيمو کې چاودنې دي.
    پښتون له تعليم او زدکړې څخه محروم دی، ځکه د قبرونو له کيندلو وزګارنه دی، ډېری پښتانه مشران چې د قام د سرلوړۍ فکر ورسره وي، هغوی د ای، ایس، ای له لوري ټارګيټ کېږي.
    ددغه ستونزو يواځينی حل د پښتنو يو کېدل او متحد کېدل دي، الله ج دې نور داسې سيلۍ نه راالوزوي، چې پښتون وجود پرې خوږ شي، الله ج دې زموږ په لوی افغانستان کې سوله او د امنيت فضا حاکمه شي.
    تر څو چې لر او بر سره يو ځای نه شي، ترکومه چې پښتون په لر اوبر وېشل کېدل ورک شوي نه وي، تر هغو زموږ د امن او سولې راتلل يو خوب او خيال دی.

ځواب ورکول محمد عالم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *