تاند- هند غواړي چې د یو شمېر پرمختللیو وسلو او پوځي سیستمونو ترڅنګ خپله اضافي وسله افغانستان ته ورکړي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند له لوري افغانستان ته د تروریزم پر ضد په سپارل کېدونکو وسلو کې به د لومړي ځل لپاره پوځي ګاډي، د ټانکونو پُرزې او راکټي سیستمونه شامل وي.

انډیاټوډې ورځپاڼې ته هندي چارواکو ویلي چې د دغه هیواد دفاع وزارت له پوځي اورګانونو غوښتي چې د خپلو اضافي وسلو لیست جوړ کړي.

د دغو سرچینو پر اساس، نوی ډیلي غواړي چې اضافي وسلې افغانستان ته ورکړي.

د هند په سلو کې ۶۰ وسلې روسي دي او افغانان هسي هم له روسي وسلو سره بلد دي.

هند یوازې زړې روسي وسلې نه بلکې پرمختللي جنګي سیستمونه هم افغان ځواکونو ته ورکوي خو جزییات یې څرګند شوي نه دي.

همداراز ټاکل شوې ده چې هند افغان هوايي ځواک ته ۴ نورې روسي جنګي څرخکې وسپاري. دې هیواد تر دې پخوا هم د افغانستان هوايي ځواک ته ۴ (Mi25) روسي هیلي کوپترونه ورکړي وو.

One thought on “هند افغانستان ته اضافي وسلې او پرمختللي سیستمونه ورکوي”
  1. تشکر اندیا ،د ستاسو هر یوه مرسته موږ ته قوت را بخی،موږ د ستاسو مرسته ته ضرورت لرو،ژوندی دوی د افغانستان او هند دوستی،مرګ په پاکستان

ځواب ورکول Pakhttien ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *