تاند- هند غواړي چې په افغانستان کې د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت لپاره افغانستان ته لږترلږه ۳۵ (ITBP) کومانډو ځواکونه راولېږي.

په افغانستان کې د هند پر سفارت او کونسلګریو څو ځلي پاکستان پلوو ترهګرو خونړۍ حملې کړي دي.

د هند – تبت د سرحدي پولیس ځواک (ITBP) قوماندان کریشنا چودري وویل، د ۳۵ کومانډو ځواکونو ډله به ژر په الوتکه کې کابل ته واستول شي څو په کابل کې د هند د سفارت او په جلال اباد، مزارشریف، هرات او کندهار کې د هند د کونسلګریو د موجودو ساتونکو ترڅنګ د دغو دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت لا ټینګ کړي.

د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې داسي تصور شته چې په کابل کې د هند سفارت له ګواښ سره مخامخ دی او همدا علت دی چې دا ځواکونه استول کېږي.

ښاغلي چودري وویل:«موږ ۳۵ نور کومانډو د امنیت مسوولیت لپاره لېږو.»

چودري دا خبره د دغه ځواک (ITBP) د تاسیس په ۵۴ مه کالیزه وکړه.

5 thoughts on “هند افغانستان ته ۳۵ ځانګړي کومانډو ځواکونه رالېږي”
  1. دادی اوس ښه شو اوس به ښه غوبل شروع شی دپاکستان او هند تر منځ دجنګ میدان به افغانستان وی او بی وزله افغانان به پکی وژل کیږی , هند ته پکارده چه خپل تصمیم باندی ښه غور وکړی ځکه ددوی راتګزموږ ددوطن لپاره نور نور جنجالونه پیداکولای شی زما په ګومان هند باید ددی تصمیم نه لاس په سر شی.

  2. ښه په داوی چی هندوستان د۳۵ کماندو پرځای ۳۵دپلوماتیک کارمندان اویا دنوروکاربرخو کارپوهان رالیږلیوای اودامنیت دښه تامین غوښتنه یی منحیث وظیفه دافغان حکومت څخه کړی وای . .

  3. ښه په داوی چی هندوستان د۳۵ کماندو پرځای ۳۵دپلوماتیک کارمندان اویا دنوروکاری برخو کارپوهان رالیږلی وای اودامنیت دښه تامین غوښتنه یی منحیث وظیفه دافغان حکومت څخه کړی وای . .

  4. هند او پاکستان دې خپله دوښمني په دهلی او اسلام اباد کې کوي
    له افغانستان دې نور د جنګ میدان نه جوړوي

  5. دافغانستان حکومت ته په کارده چه د هندوستان وکماندویی قوتونو ته اجازه ورنه کڑی

ځواب ورکول Ayubzai Ayubi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *