تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وايي، امریکا په افغانستان کې د وضعیت د تغییر لپاره خپل سیاست تغییر کړی خو لا معلومه نه ده چې امریکا په افغانستان کې څه ډول وضعیت حاکمول غواړي؟
ښاغلي شنکر ویلي، د افغانستان او پاکستان په تړاو یې د واشنګټن له چارواکو سره ګڼې اندېښنې شریکې کړې دي او دا ورته معلومه شوې ده چې امریکا په خپل سیاست کې تغییر راوستی دی خو څرګنده نه ده چې امریکا دا تغییر د څه ډول افغانستان لپاره په ځان کې راوستی دی؟
ښاغلي شنکر دا څرګندونې تېره ورځ له لوړپوړو امریکايي مشرانو د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره تر لیدنو وروسته کړې دي.
ښاغلي شنکر ویلي، هند له افغانستان سره پراخې فرهنګي، تاریخي، سیاسي او دا مهال مخ پر وده اقتصادي اړیکې لري چې امنیتي بعد هم لري، له دې کبله هند د افغانستان د سولې په اړه نیک نظر ورکول خپل حق ګڼي.
هغه له طالبانو سره د سولې د هوکړې په تړاو هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: (( کله چې د یو هیواد خلک، منتخب حکومت، ټول هېوادونه د یوې هوکړې سره مخالف وي، بیا خو ډېره مهمه ده چې واقعیتونو ته په پام په دې اړه غور وشي.))
کله چې له جی شنکر څخه په افغانستان کې د مرستندویه کارونو په هکله پوښتنه وشوه، نوموړي وویل، هند کولی شي په دې تړاو یو لوی لیست وړاندې کړي چې په افغانستان کې یې کوم رغنیز او عام المنفعه کارونه کړي دي، خو په وینا یې بیا باید پاکستان هم د هغو عام المنفعه کارونو لیست راوړاندې کړي چې په افغانستان کې یې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د ارقامو په اساس تر دې دمه هند په افغانستان کې پر بندونو، ودانیو او زده کړو ۲ ملیارده ډالر لګولي، خو د پاکستان په اړه وايي، یوازې دې له ترهګرو سره همکاري پرېږدي، نور دې هیڅ نه کوي.
فکرکوم د پاکستان لست به د افغانستان په اړه ډېر اوږد وي چې څو زرمخیزه کتابونه به پرې ولیکل شي.
د مثال په ډول : اته جهاتي تنظیمونه ، د افغانستان له خلکو سره څلوېښت کلنه اوږده جګړه ، پر جلال آباد مخامخ یرغل ، د افغانستان د وخت دولت له منځه وړل ، د شهنواز تڼي په مشرۍ کودتا رهبري کول ، د افغانستان ملي اردو له منځه وړل ، د هغو ټولو تجهیزاتو کباړول او پاکستان ته انتقالول ، د افغانستان د معدنیاتو ، هډوکو، ونو ، د ونو دریښو وړل ، د طالبانو قرون وسطایی او د حجر د دورې له وخت سره سم د خوارجو ډلو جوړول اوپرافغانستان حاکمول ، د خپلو مزدور ډلو په لاس د کابل ښار ورانول او په زرګونو خلکو شهیدانول ، مهاجرت ته اړ کول ، د القاعده ډلې مشر ته پناه ورکول او په زرګونو جاسوسانو روزل او افغانستان ته رالېږل ، د داعش په نوم یوې بلې خونخوارې وینې څښونکې ډلې جوړول او له طالبانو بیا حمایت کول ، له ډیورند سره په انګریزي تپل شوې کرښې سره نژدې د افغانستان په خاوره هره ورځ سلګونه توغندي ویشتل او ….