تاند- هند له ایران سره د چاه بهار بندر د پراختیا ستراتیژیکه موافقه لاسلیک کړه څو دغه هیواد په دې توګه له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د اوبو له لارې وصل شي.

پاکستان اجازه نه ورکوله چې هند د دغه هیواد د خاورې له لارې افغانستان ته صادرات وکړي.

دا بندر د افغانستان لپاره خورا زیات اهمیت لري ځکه چې دا بندر پر پاکستان د افغانستان اتکا پای ته رسوي.

د هند او ایران ترمنځ د چاه بهار بندر د پراخولو د پروژې موافقه له اوږدو خبرو او مشورو وروسته نن په تهران کې د هند د ترانسپورت او لویو لارو وزیر نیتین ګدکاري له ایراني چارواکو سره لاسلیک کړه.

د ایران ولسمشر محمد حسن روحاني له ښاغلي ګدکاري سره په خبرو کې وویل:«د ایران د چاه بهار په جنوب ختیځ بندري ښارګي کې د هند او ایران همکاري به د دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي.»

چاه بهار بندر د افغانستان نیمروز ولایت ته نژدې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې پروت دی او د هند او افغانستان لپاره خورا زیات ستراتیژیک اهمیت لري. د دې بندر له لارې هند د اوبو له طریقه له افغانستان سره ارتباط مومي.

هند غواړي چې په چاه بهار بندر کې د بېړیو لپاره دوه لنګرځایونه د لسو کلونو لپاره اجاره کړي.

دا بندر به په خاصو وسایلو او په څه باندې ۸۵ ملیون ډالرو ودان شي.

موافقه د هند د ترانسپورت او لویو لارو له وزیر ښاغلي ګدکاري سره د ایران د ترانسپورت او ښاري پرمختیا وزیر ډاکتر عباس احمد اخوندي لاسلیک کړه.

۱هند به له دې لارې د افغانستان کابل، کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو او دغه راز د منځنۍ اسیا هیوادونو ته مال وړلی راوړلی شي.

دغه بندر همدا شان د هند د هغو هڅو اساسي برخه ده چې هدف یې پر پاکستان د یوې کړۍ راتاوول دي او هم په وچه کې ایسار افغانستان ته چې اقتصادي او امنیتي اړیکې یې ورسره پراخ کړي، یوه نوې لاره پرانیزي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نندرا مودي د چاه بهار له لارې د افغانستان او هند د سوداګري اړیکو د پراختیا پر ضرورت ټینګار وکړ.

هند او ایران په ۲۰۰۳ کال موافقه کړې وه چې د ایران او پاکستان پولې ته نژدې د عمان په خلیج کې پروت د چابهار بندر به ودانوي، خو دغه پلان د دې لپاره تراوسه عملي نه شو چې لوېدیځ پر ایران بندیزونه لګولي ول خو د ایران په اتومي خبرو کې له پرمختګه وروسته هند داسي احساسوي چې نور مجبور نه دی چې پر ایران د بندیزونو بشپړه ختمېدو ته انتظار وباسي.

خو له دې سره سره د امریکا متحدو ایالتونو تیره اونۍ هند او نورو هیوادونو ته وویل چې احتیاط وکړي او مخکې له دې چې له ایران سره یوه نهایي اټومي موافقه نه وي لاسلیک شوې، له دې هیواد سره د اړیکو د پراخولو هڅه ونه کړي.

One thought on “هند او ایران د چاه بهار بندر د پراختیا موافقه لاسلیک کړه”
  1. Wass ba da afghanano mazay shee aw da shodu ao gabeen baran ba pa washee.Ombarak sha pasano.

ځواب ورکول alamoona gharkaweena ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *