تاند – هند افغانانو ته د ویزې په برخه کې یو فوق العاده امتیاز اعلان کړ او ویې ویل چې هر هغه څوک چې د افغانستان تابعت لري د بشري خواخوږۍ له کبله کولی شي چې د دوو کلونو په مخه په هند کې پاتې شي.

د هند د کورنیو چارو د وزارت له اعلان سره سم به دغه نوی قانون د جولای له لومړۍ نیټې وروسته نافذ وي.

د دې تګلارې له مخې به د هند حکومت افغانانو ته اجازه ورکوي چې تر دوو کلونو په هند کې پاتې شي. هغه کسان چې عمرونه یې تر ۶۵ کلني زیات دی هغوی دې د نوي قانون له مخې هغوی دې ته اړ نه دي چې د پولیسو د سپیناوي مکتوب واخلي. دغه استثنا

محصلانو، ناروغانو او سوداګرو ته هم په پام کې نیولې شوې ده.

د راپور له مخې دغه تسهیلات تر اوسه د ډیلي د پولیسو په مرکز کې نیول شوې دي. د دې لپاره چې له دې اسانتیا غیرقانوني استفاده ونه شي نو د ویزې اخیستونکې د لاسونو نښې اخیستل کیږي او د هغه عکس په کمپیوټر کې ثبت کیږي.

هند ته هر کال په سلګونو افغانان د تحصیل لپاره ځي او د هغه افغانانو شمیر زرګونو ته رسیږي چې هر کال هند ته د درملنې لپاره ځي.

2 thoughts on “هند خپله ویزه افغانانو ته ډیره اسانه کړه”
  1. هندوستانه ژوندی اوسې. همیشه دې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته کړې ده! رنګ دې د پاکستان ورک شي هسي په نوم پاک دی خو په اصل کې فک دی…

ځواب ورکول Rahmatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *