تاند- هند وايي چې د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د دوشنبې د ورځې برید د هغه برید یاد تازه کړ چې دیارلس کاله پخوا په نوي ډیلي کې د هند پر پارلمان وشو.

هندي رسنۍ د دغه هیواد د چارواکو په قول وايي، داسي دلایل شته چې پر اساس یې باور وشي چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې په حمله کې د پاکستان دولتي او غیر دولتي لوبغاړو هماغسي چې د هند په پارلمان باندې په حمله کې یې لاس درلود، په دې کې هم لاس لري.

د هند پر پارلمان وسله والو ترهګرو د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په دیارلسمه برید وکړ او هند او پاکستان یې د جګړې تر پولې ورسول.

دغو هندي چارواکو، چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي، ویلي چې د هند او دوو لوېدیځو هیوادونو له لوري ترلاسه شوي استخباراتي معلومات، چې په وروستیو کې ترلاسه شوي دي، ښيي چې د پاکستان د حکومت استخباراتي اداره د حقاني شبکې او لشکر طیبه په وسیله تروریستي حملې کوي څو په دې توګه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د ستراتیژیک عمق هدف ته ځان ورسوي.

1تېره میاشت د کابل پر یوه مېلمستون په برید کې څلور هندیان ووژل شول. هندي رسنۍ وايي چې پر مېلمستون د حملې هدف د هند سفیر و خو نوموړی مېلمستیا ته نه لاړ.

وروسته د افغانستان ملي امنیت د مېلمستون د حملې په تړاو دوه تنه ونیول چې د حقاني شبکې غړي ول او په اعتراف کې یې وویل چې حمله یې په پاکستان کې پلان او تنظیم کړې

موسي خان په یوازې سر ۶ انتحاریان ووژل.
موسي خان په یوازې سر ۶ انتحاریان ووژل.

وه.

د افغانستان ولسمشر، د ناټو سرمنشي، پاکستان او هند د افغانستان پر ولسي جرګې حمله په کلکه غندلې ده.

له بلې خوا په ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو ادعا کړې چې د افغانستان پر ملي شورا په حمله کې د هند استخباراتي اداره (را) لاس لري.

دا په داسي حال کې ده چې هند وايي، سره له دې چې په دې برید کې هندي اتباعو ته زیان نه دی اوښتی خو له افغانستانه غواړي چې پر خپلو امنیتي تدابیرو له سره غور وکړي.

هند په جلال اباد، مزارشریف، هرات او کندهار کې د خپلو کونسلګریو امنیتي ساتونکو ته ویلي چې لا ځیر واوسي.

2 thoughts on “هند د افغانستان پر ولسي جرګې په حمله کې د پاکستان لاس ویني”
  1. هرسړی پوهیږی چی غوا توره او شیدی سپینی دی.
    پنجابیان په هر حالت کی مونږ ته ملامت دی . همدا پنجاب دی چی د داموقلیس توری په شان هری خواته ریبدل کوی. پخوا به یی د افغانستان په ختیزو ولایتونو کی ډیر فعالیت درلود او دادی اوس مرکز او شمال ته یی خپلی هڅی متوجی کړی دی.

  2. دهندي جارواكو خبري بايد دبامه ونه لويزي .
    اوزه هم به خبل وار ديو استخباراتي كار بوه به توكه دافغانستان امنيتي جارواكو ته خبر داري وركوم جه ددي توطئ شاته نوري تو طيه هم شته.بايد بيدار أوسي.به شند ولو كي نه ستري كيدونكي كامونه بورته كري .
    داكار ونه دشهيد داكتر نجيب به وخت كي هم شوي مكر كم.
    اما اوس زياد شوي او اسانه شوي دي. داولي جه:
    اوس دافغانستان لور بوري دولتي جارواكي مستقيماء به كي برخه لري.حتي معتبر إسناد ددولت سره موجود دي مكر هيخوك جرءت دنيولو ءي نه كوي اويا داجه قدرت ي نه لري .
    دامنيتي اوركانونه بيداري بعدي نا مجهو له حوادثو ته جلبوم .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *