تاند- هندي روزونکي د راجستان په دښتو کې د افغانستان خاصو ځواکونو ته تریننګ ورکوي. په دې اړه د جمعې په ورځ د هند پوځي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړل.
د هند دا کار ښيي چې دا هیواد به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هیواد د امنیتي چارو د سمبالولو لپاره د افغان ځواکونو په چمتو کولو کې مهم رول ولري.
افغان پوځیان له کلونو را په دې خوا د روزنې لپاره هند ته ځي، خو دا لومړی ځل دی چې افغان کومانډو ځواکونه له هندي کوماندو قواوو سره ګډ تمرینونه کوي.
افغانستان له ډېرې مودې راهیسي پر هند فشار راوړي چې د پوځیانو په روزنه، د وسلو او تجهیزاتو په ورکولو او دغه راز د پوځي هیلي کوپترو په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
افغانستان د نړیوالو محاربو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو ځواکونو لا ښه تجهیز او هوايي قوې ته زیاته اړتیا لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې هند د دې لپاره چې پاکستان او په افغانستان کې دننه افراطي ډلې ونه پارېږي، په دې برخه کې د افغانستان له لوري د غوښتل شویو وسلو لیست څنګ ته کړی دی. خو په داسي حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د مسوولیتونو د منلو لپاره تیاري نیسي، مهم رول په غاړه اخیستی دی.
د روان دسمبر په لړ کې شاوخوا ۶۰ افغان کومانډو سرتېرو د هند د پاراشوټ له لسمې لوا سره د راجستان په جودپور دښتو کې زده کړې پیل کړې.
د هند د دفاع وزارت ویندوی ډګروال ایس. ډي. ګاس وامي رویټرز خبري اژانس ته وویل: د تروریزم پر ضد د عملیاتو د زده کړې تمرکز په دښتو کې کېږي. دا تمرینونه په یوه داسي ځای کې کېږي چې د افغانستان لیرو پرتو سیمو ته ورته دي.
د افغانستان کوماندو ځواک، چې د امریکا متحد ایالتونو یې په جوړولو کې مهم رول لرلی دی، د طالبانو پرضد دعملیاتو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.
په هند کې د افغان ځواکونو د روزنې بل هدف دا دی چې څرنګه عملیات تر ټولو په لږو تلفاتو ترسره کېدای شي.
د هند د دفاع وزارت ویندوی وايي، د هند کوماندو ځواک له لسګونو کلونو را په دې خوا د کشمیر په غرنیو سیمو کې فعالیت کوي او توانېدلی چې ملکي تلفات تر ممکنه حده کم کړي.
یره درته وایم چې خدای دې هندوان تر قیامته پورې ژوندي او ګړندي لري او دا زمونږ د څنګ والا نه دي دا دې نو دا دې نو خدای پاک په داسې بلا واړوي چې پرتوګونه خو نه لري خو چې لنګونه په غاړه راوړي 🙂