تاند- هند له افغانستان او د منځنۍ اسیا له نورو هیوادونو سره د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتولو لپاره د ایران د چاه بهار بندر د پراختیا په خاطر سل ملیون ډالره ځانګړي کړل.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شید محمد ابدالي نن /یکشنبه/ د هند پریس ټرست اف انډیا خبري اژانس ته وویل:«د چاه بهار بندر په نهایت کې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي. موږ په اصولو کې موافقه کړې. مسوده چمتو شوې او هند مخکې لا د دغه بندر د پراختیا لپاره سل ملیون ډالره ژمنه کړې ده.»

افغان سفیر همداراز وویل:«د هند د حکومت له لوري د دې پیسو ژمنه شوې، موږ یوازې تخنیکي کمېټې ته انتظار یوو چې ځیني قانوني مسایل حل کړي.»

پاکستان افغانستان ته اجازه ورکوي چې د دغه هیواد د خاورې له لارې هند ته صادرات وکړي خو هند نه پرېږدي چې خپل محصولات افغانستان ته صادر کړي.

پاکستان افغان سوداګرو ته هم هر څه موده پس ستونزې او خنډونه جوړوي خو که د چاه بهار بندر پراخ شي د پاکستان پر لارو به د افغانستان اتکا کمه شي.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي هم وویل، د پاکستان په بندرونو کې د ستونزو له کبله هند او افغانستان پرېکړه کړې چې د وارداتو او صادراتو لپاره د ایران له چاه بهار بندره کار واخلي.

د دغه بندر د پراختیا په صورت کې د هند له لوري د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې په کان کې د پانګونې خوب هم رښتیا کېدای شي.

One thought on “هند د ایران د چاه بهار بندر پر پراختیا سل ملیون ډالره لګوي.”
  1. ډیره د خوشحالۍ خبره ده .الله دی افغانستان نور هم مخ په ترقۍ بوزی. آمین ثم آمین

ځواب ورکول احمدزۍ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *